ایرل پېج
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډاکټر سر ایرل کرسمس ګرافټن پېج (د ۱۸۸۰ز کال د اګسټ له ۸مې- د ۱۹۶۱ز کال د ډسمبر له ۲۰مې) یو اسټرالیایي جراح او سیاستوال و، چې د اسټرالیا د ۱۱م لومړي وزیر په توګه یې دنده ترسره کړه او په ۱۹۳۹ز کال کې یې د جوزف لیونز له مړینې وروسته ۱۹ ورځې دنده وکړه. هغه له ۱۹۲۱ز کال نه تر ۱۹۳۹ز کال پورې د هېواد ګوند مشر و او په لومړیو کلونو کې یو اغېزمن شخصیت و.
ایرل پېج | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | سیدنی | ||||||
د مړینې لامل | د سږو سرطان | ||||||
تابعیت | آسټراليا | ||||||
واک | |||||||
د استرالیا لومړی وزیر (11 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۷ اپرېل ۱۹۳۹ – ۲۶ اپرېل ۱۹۳۹ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه | ||||||
جايزې | |||||||
سمول |
پېج د نوي سویلي ویلز په ګرافټن کې زېږېدلی و. هغه په ۱۵ کلنۍ کې په سیډني پوهنتون کې شامل شو او په ۲۱ کلنۍ کې یې د طب په برخه کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې. د سیډني په رویال پرنس الفریډ روغتون کې یې تر دندې وروسته، ګرافټون ته لاړ و هلته یې شخصي روغتون پرانیست. هغه ډېر ژر په ځایي سیاست کې ښکېل شو او په ۱۹۱۵ز کال کې یې د ډیلي ایګزامینر یوه برخه سهام واخیستل. پېج د لنډې مودې لپاره د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د پوځي جراح په توګه دنده ترسره کړه. پېج د شمالي سیندونو د بېلابېلو پراختیایي طرحو، په ځانګړي ډول د اوبو په برېښنا پورې د اړوندو طرحو مدافع و. هغه همدارنګه د نوي اینګلینډ ایالت لپاره د خوځښت په جوړولو کې هم مرسته وکړه.
پېج په ۱۹۱۹ز کال کې فډرالي پارلمان ته د (Cowper) استازی وټاکل شو. هغه په بل کال د نوي هېواد ګوند سره یوځای شو، چې په ۱۹۲۱ز کال کې ویلیم مک ویلیمز د ګوند مشر شو. پېج د لومړي وزیر بیلي هیوز له اقتصادي تګلارو سره مخالفت وکړ او کله چې هېواد ګوند د ۱۹۲۲ز کال په ټاکنو کې د واک انډول ترلاسه کړ، نو هغه له نشنلست ګوند سره د ائتلاف په بیه د هیوز د استعفا غوښتونکی شو. هغه وروسته د نوي لومړي وزیر سټینلي بروس په مشرۍ خزانه دار وټاکل شو، چې له ۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۲۹ز کال پورې یې دغه دنده پرمخ یووړه. هغه پر کورنۍ تګلارې ډېره اغېزه درلوده او بروس په نړیوالو مسایلو تمرکز کاوه.
کله چې د هېواد ګوند د جوزف لیونز په مشرۍ د متحده اسټرالیا ګوند سره ائتلاف جوړ کړ، نو پېج هم د ۱۹۳۴ز کال تر ټاکنو وروسته کابینې ته ستون شو. هغه د سوداګرۍ وزیر شو او پر کرنیزو مسایلو یې تمرکز وکړ. کله چې لیونز د ۱۹۳۹ز کال په اپرېل کې مړ شو، نو پېج د سرپرست په توګه د هغه ځایناستی وټاکل شو، په داسې حال کې چې UAP د رابرټ مینزیز په نامه نوی مشر وټاکه. وروسته مینزیز د پېج له خوا وغندل شو او په کابینه کې یې له کار کولو ډډه وکړه، هېواد ګوند یې له ائتلافه بهر کړ، خو دغه امر یې وګړو ته نامنلی و، ځکه یې د ګوند له مشرتابه نه هم استعفا ورکړه، خو وروسته د دویم ځل لپاره ائتلاف جوړ شو او پېج د ۱۹۴۱ز کال تر اکټوبره د مینزیز او ارټور فاډن په مشرۍ د سوداګرۍ وزیر وټاکل شو.
تر جګړې وروسته د مینزیز په حکومت کې د پېج وروستۍ دنده د روغتیا د وزیر(۱۹۴۹ز- ۱۹۵۶ز کلونه) په توګه وه. هغه په ۷۶ کلنۍ کې له کابینې تقاعد شو او د ۱۹۶۱ز کال په ټاکنو کې یې خپله چوکۍ له لاسه ورکړه او وروسته مړ شو. پېج کابو ۴۲ کاله پارلمان ته خدمت وکړ او د اسټرالیا د پارلمان درېیم غړی و، چې تر ډېرې مودې یې خدمت کړی و. یوازې مینزیز د اسټرالیا د یوه لوی سیاسي ګوند د مشر په توګه د اوږدې مودې لپاره پاتې شو. هغه د ملتپالو او UAP له ګډونه انکار وکړ او له دې سره یې د خپل ګوند خپلواکي وساتله. د هغه د خوښې تګلارې، نامتمرکز کول، کرنیزه برخه او له اولیه صنعتونو نه د دولت ملاتړ وې، چې تر اوسه یې د پلټ فورم اساس پاتې دی. هغه ائتلافونه چې پېج له بروس او لیونز سره په ګډه جوړ او وساتل، نو ټولو راتلونکو ائتلافي حکومتونو له هغوی نه د بېلګې په توګه ګټه واخیسته.