رابرټ منزیس
From Wikipedia, the free encyclopedia
رابرټ ګورډون منزیس (زوکړه: د ۱۸۹۴ زکال د ډسمبر ۲۰ مه – مړینه: د ۱۹۷۸ زکال د مۍ ۱۵ مه) اسټرالیايي سیاستوال و چې د اسټرالیا د دولسم لومړي وزیر په توګه یې له ۱۹۳۹ زکال څخه تر ۱۹۴۱ زکال او بیاځلي د ۱۹۴۹ زکال څخه تر ۱۹۶۹ زکال پورې د څه باندې اتلسو کلونو لپاره په دغه څوکۍ خدمت وکړ. نوموړي د اسټرالیا د لیبرال ګوند په جوړولو کې مرکزي رول درلود؛ د ګوند پالیسۍ یې تعریف کړې او هغو ته یې پراختیا ورکړه.
رابرټ منزیس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | آسټراليا |
ګوند | د استراليا ازادي غوښتونکی ګوند |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د ویتنام جګړه |
سمول |
منزیس په ملبورن پوهنتون کې حقوق ولوستل او د ملبورن یو له مخکښو وکیلانو څخه شو. نوموړی له ۱۹۳۲ زکال څخه تر ۱۹۳۴ زکال پورې د لومړي وزیر ویکټوریا مرستیال و او له هغې وروسته یې فدرال پارلمان ته لار ومونده؛ ورپسې د اسټرالیا لوی څارنوال شو او بیا د جوزف لیون په حکومت کې د صنعت وزارت ته ورسېد. د ۱۹۳۹ زکال په اپرېل میاشت کې د لیون له مړینې وروسته منزیس د اسټرالیا د متحد ګوند (UAP) مشر وټاکل شو او د لومړي وزیر په توګه یې لوړه وکړه. نوموړي په ۱۹۳۹ زکال کې په دویمه نړیواله جګړه کې د اسټرالیا د مداخلې امر ورکړ، څلور میاشتې یې په انګلستان کې تېرې کړې څو د چرچیل د جګړې د کابینې په غونډو کې برخه واخلي. د ۱۹۴۱ زکال په اګست میاشت کې هغه مهال چې اسټرالیا ته راوګرځېد پام یې شو چې د خپل ګوند ملاتړ یې له لاسه ورکړی او له همدې امله یې د لومړي وزارت له څوکۍ استعفا ورکړه. له دې وروسته نوموړي د نوي لیبرال ګوند په جوړولو کې مرسته وکړه او د ۱۹۴۵ زکال په اګست میاشت کې د دغه ګوند د افتتاحیې د مراسمو مشر وټاکل شو.
د ۱۹۴۹ زکال په فدرال ټاکنو کې، منزیس د لیبرال او ملي ګوندونو ائتلاف بریا ته ورساوه او بېرته لومړی وزیر شو. د کور او کورنۍ څخه د هغه غوښتنو چې د ډاډ ورکوونکو راډیويي خبرو پر مټ یې ترویج وموند د ملي غوښتنو لکه له اقتصادي ودې او د متوسطې طبقې د ارزښتونو له لوړېدو سره یې مطابقت درلود؛ له دې سره د سړي جګړې له وېرې یې د اسټرالیا د کارګر ګوند ملاتړ هم ډېر نه کاوه. له ۱۹۵۵ زکال وروسته د هغه دولت د کارګر ګوند څخه له جلا شوې برخې کارګر دیموکرات ګوند څخه ملاتړ وکړ. منزیس د خپل لومړي وزارت په دویمه دوره کې اووه ځله پرله پسې ټاکنې وګټلې چې بالاخره د ۱۹۶۶ زکال په جنوري میاشت کې له لومړي وزارت څخه تقاعد شو. نوموړي د خپلې لومړنۍ دورې له ناکامیو سربېره د اسټرالیا د پلازمېنې کانبرا ښار د پراختیا په موخه له جګړې وروسته د کډوالۍ طرحې ته پراختیا ورکړه، په لوړو زده کړو یې ټینګار وکړ او له دې سربېره یې د ملي امنیت په پالیسیو کار وکړ چې له امله یې اسټرالیايي ځواکونو د کوریا په جګړه، د مالایا په بېړنی حالت، د اندونیزیا او مالیزیا په جګړه او ویتنام جګړه کې ونډه واخیسته.