د استرالیا لومړی وزیر
From Wikipedia, the free encyclopedia
د استرالیا لومړی وزیر د استرالیا د حکومت مشر دی. لومړی وزیر د استرالیا د فدرالي حکومت د اجرائیوي څانګې مشر دی او د مسؤل حکومت د اصولو پر بنسټ فدرالي پارلمان ته هم ځواب ویونکی دی. اوسنی لومړی وزیر سکاټ موریسن دی، چې د ۲۰۱۸ کال په اګست کې یې د لیبرال ګوند د مشر په توګه دنده په غاړه واخیسته.
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
هېواد |
برخه د |
---|
وېبپاڼه |
pm.gov.au (Australian English (en) ) |
---|
د لومړي وزیر مقام چې رسما د عمومي حاکم یا د پاچا د نائب له لوري ټاکل کېږي، د ویسټ مینسټر د سیستم د کنوانسیون له خوا اداره کېږي، ځکه چې دا د استرالیا په اساسي قانون کې نه ده توضیح شوې. یو سیاستوال د لومړي وزیر کېدو لپاره باید وکولای شي چې د استازو د جرګې باور ترلاسه کړي. په دې توګه لومړی وزیر معمولا د اکثریت ګوند یا ائتلاف مشر دی. لومړي وزیران ټاکلې موده یا د پړاوونو شمېر نه لري، خو د یوه کس پړاو عموما هغه وخت پای ته رسېږي چې سیاسي ګوند یې فدرالي ټاکنې وبایلي، یا د خپل ګوند مشري له لاسه ورکړي یا یې خوشې کړي.
اجرائیوي قوه رسما پاچا ته سپارل کېږي او د پاچا د نائب له خوا د حکومت د وزیرانو په مشوره چې د لومړي وزیر له خوا نوماند کېږي او فدرالي اجراېیوي شورا تشکیلوي، تمثیل کېږي. تر ټولو لوړ پوړي وزیران فدرالي کابینه جوړوي چې ریاست یې لومړی وزیر کوي. لومړی وزیر د ملي کابینې او ملي امنیت کمېټې مشري هم په غاړه لري. اداري ملاتړ د لومړي وزیر د دفتر او کابینې د له لوري را منځ ته کېږي لومړی وزیر دوه رسمي استوګنځایونه لري: په کانبرا کې لاج او په سیډني کې کریبیلي هاوز، او همدارنګه یو دفتر د پارلمان په خونه کې لري.
دېرش کسانو د لومړي وزیر په توګه خدمت کړی، چې لومړی یې اډمونډ بارټون و چې د فدراسیون یا یووالي وروسته د ۱۹۰۱ کال د جنوري په ۱ یې ریاست په غاړه واخیست. رابرټ منزیس تر ټولو اوږد مهاله خدمت کوونکی لومړی وزیر و، چې تر ۱۸ کلونو ډېر یې خدمت وکړ او تر ټولو لنډمهاله خدمت کوونکی فرانک فورډ و، چې یوه اونۍ یې خدمت وکړ. د ځایناستۍ هېڅ کومه قانوني کرښه نه شته، خو کنوانسیون پرېکړه کوي چې باید د پاچا نائب د دندې د خالي کېدو په صورت کې د لومړي وزیر مرستیال د سرپرست په توګه وټاکي.