جوزف لیونز
From Wikipedia, the free encyclopedia
جوزف لیونز (د ۱۸۷۹ز کال د سپټمبر له ۱۵مې- د ۱۹۳۹ز کال د اپرېل له ۷مې) یو اسټرالیایي سیاستوال و، چې د اسټرالیا د ۱۰م لومړي وزیر په توګه یې له ۱۹۳۲ز کال نه تر ۱۹۳۹ز کال پورې، یعنې تر مړینې پورې یې دنده ترسره کړې ده. هغه خپل کار د اسټرالیا په کارګر ګوند (ALP) کې پیل کړ، خو په ۱۹۳۱ز کال کې د ALP د وېش له امله، د متحده اسټرالیا ګوند (UAP) بنسټ اېښودونکی مشر شو. هغه مخکې له ۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۲۸ز کال پورې د تسمانیا لومړی وزیر و.
جوزف لیونز | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
تابعیت | آسټراليا | ||||||
واک | |||||||
د استرالیا لومړی وزیر (10 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۶ جنوري ۱۹۳۲ – ۷ اپرېل ۱۹۳۹ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه | ||||||
سمول |
لیونز د تسمانیا په سټینلي کې وزېږېد او تر سیاست دمخه په ښوونځي کې ښوونکی و. هغه له ځوانۍ نه په کارګر ګوند کې فعال و او په ۱۹۰۹ز کال کې یې د تسمانیا په مجلس کې بریا خپله کړه. هغه مخکې تر دې چې په ۱۹۱۶ز کال کې د ایرل ځایناستی شي، د جان ایرل په مشرۍ یې د دولت د خزانه دار (۱۹۱۲ز-۱۹۱۴ز کال) په توګه دنده ترسره کړه. تر دوو ټاکنو وروسته، چې له معلقو پارلمانونو سره پای ته ورسېدې، نو لیونز په ۱۹۲۳ز کال کې د لږه کیو د حکومت په مشرۍ لومړی وزیر شو. هغه معتدل اصلاحات رامنځته کړل او د مقننه شورا د واکونو پر سر یې د اساسي قانون د کړکېچ په اړه په بریالیتوب سره خبرې وکړې. لیونز د ۱۹۲۵ز کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند مشري وکړه، چې دا په تسمانیا کې د لومړي اکثریت حکومت و، خو دغه ګوند درې کاله وروسته خپل واک له لاسه ورکړ.
لیونز په ۱۹۲۹ز کال کې له ایالتي پارلمان نه استعفا وکړه، ترڅو فډرالي سیاست ته مخه کړي. د ۱۹۲۹ز کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند په لویې بریا سره د پارلمان چوکۍ وګټله. هغه سمدلاسه د نوي لومړي وزیر جیمز سکولین له خوا کابینې ته وټاکل شو. د پوستي څانګې د رئیس او د ریل پټلۍ د وزیر په توګه وټاکل شو. په ۱۹۳۰ز کال کې، کله چې سکولین له هېواده بهر و، نو لیونز د لنډمهالي خزانه دار په توګه وټاکل شو او د لوی ناورین له امله یې له کارګرې ډلې سره اختلافات رامنځته شول. هغه د اورتودکس مالي تګلارې غوره وګڼلې. لیونز او ملګرو یې د ۱۹۳۱ز کال په پیل کې کارګر ګوند پرېښود، ترڅو خپلواک شي. د ګوند د پرېښودو انګېزه یې د بحث وړ شوه. څو میاشتې وروسته، د هغه ډله له نورو مخالفو ګوندونو سره یوځای شوه، ترڅو د متحده اسټرالیا ګوند جوړ کړي، چې لیونز په کې د اپوزیسیون مشر شو.
لیونز UAP د ۱۹۳۱ز کال په ټاکنو کې لویې بریا ته ورساوه. هغه د ( ریښتیني جوزف) لقب په اخیستو سره د یوه تکړه سیاسي مبارز په توګه وپېژندل شو او ډېر محبوبیت یې ترلاسه کړ. د خپل شهرت له امله یې په ۱۹۳۴ز کال او ۱۹۳۷ز کال کې بیا ټاکنې وګټلې. هغه لومړی وزیر و، چې درې فډرالي ټاکنې یې وګټلې. په لومړیو کې UAP په یوازیتوب حکومت کاوه، خو په ۱۹۳۴ز کال کې یې د هېواد له ګوند سره ائتلاف جوړ کړ. لیون تر ۱۹۳۵ز کال پورې خزانه دار و او په لوی ناورین کې یې د اسټرالیا د ښه والي لپاره څارنه کوله. هغه د بهرنۍ تګلارې له ځینو ګواښونو سره مخامخ شو، خو په اسټرالیا کې یې خپلواکه بهرنۍ تګلار ګړندۍ کړه. د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې یې د ارامتیا او بیا وسله وال کېدو تګلاره تعقیب کړه.
لیونز د ۱۹۳۹ز کال په اپرېل کې د زړه د حملې له امله مړ شو، هغه د اسټرالیا لومړی وزیر و، چې د خپل موقف پر مهال مړ شو. هغه د تسمانیا یوازینی لومړی وزیر و، چې له جیورج ریډ سره یوځای د ایالتي لومړیو وزیرانو له ډلې نه شمېرل کېده. تر مړینې وروسته یې مېرمن اینډ لیونز لومړۍ ښځه وه، چې پارلمان ته وټاکل شوه.