افغانستان
د مرکزي آسیا په جنوب کې هیواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
افغانستان رسماً (د افغانستان اسلامي امارت)، په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د آسیا په زړه کې پروت دی. په ټولیزه توګه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده، خو کله ناکله بيا په داسې سيمه څرگنده شوې ده چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي آسیا پورې تړلې ده، او دا په دې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره هڅوبيز، ژبتوکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې په سوېل ختيځ کې له پاکستان سره د د ډیورنډ کرښه فرضي پوله، او په سوېل لوېدیز کي له ايران سره په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجيکستان، ازبكستان او تركمنستان سره ګډې پولې لري.
افغانستان د افغانستان اسلامي امارت | |
---|---|
د افغانستان بیرغ | د افغانستان ملي نښان |
د افغانستان نخشه | |
ملي ترانه: دا د باتورانو کور | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 33°شمال 66°ختيځ / 33; 66 [1] [2] |
لوړترينه څوکه | نوشاخ غر (٧۴۹۲ متره) |
کښتنۍ سيمه | د آمو سيند (258 متر )[3] |
کچه | |
پلازمېنه | کابل |
رسمي ژبې | پښتو دري مهمې سيمهييزي ژبې: |
د وګړو نوم | افغان(ان) |
مشرتابه | |
د حکومت ډول | مرکزي حکومت ، تیوکراسي ، امارت |
قانون جوړونه | د رهبرۍ شورا |
← اميرالمؤمنين | مولوي ھیبت الله اخوندزاده |
← لومړی وزیر | ملا محمد حسن اخوند |
← د سترېمحکمې مشر | عبد الحكيم اسحاقزى |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ١٩ اګست ١٩١٩ دغازي امان الله خان په مشري |
بنسټګر | احمد شاه بابا |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر لږ تر لږه | 18 کلن ، 16 کلن |
جيډيپي (پپش) | ٢٠١٨ اټکل |
← ټولټال | ٧٢،٩١١ ملیارده ډالره (٩۶م) |
← پر کس | ٢٠٢۴ ډالره (١۶٩م) |
د بې کارۍ کچه | 9 سلنه (۲۰۱۴)[4]
8.5 سلنه (۲۰۱۷)[5] |
نورې عددونه او شمېرې | |
پیسې | افغانۍ |
مرکزي بانک | د افغانستان بانک |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | AF |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +93 |
په ۱۷۴۷ زېږدیز كال كې افغانستان د لومړي ځل له پاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې معلومې شوې. دغه پولي چي تر انګریزي استعمار مخکي دافغانستان رسمي سرحدات وه وروسته دبریتانوي هند او روسیې له خوا په زور له افغانستان څخه جلا اوپخپلو مستعمرو پوري ونښلول سوې . افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلور لارې کې پروت او د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی. دا يو ډېر لرغونی هېواد دی او د تاريخ له نظره دا يو لوی سوداګريز مرکز پاتې شوی او په همدې توگه په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو قوتونو له خوا تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی. د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول سوې. نوی افغانستان د لومړي ځل له پاره د درېيم افغان-انګليس جګړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توګه هغه وخت راڅرګند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده او غازي امان الله خان وتوانېدی چي دخپل ولس په مرسته دغه هیواد ته خپلواکي ورپه برخه کړي . په دغه هېواد د روسيې د يرغل وروسته، په هېواد کې بد امني، خپلمنځي جگړې د يوولسم د سپټامبر د پېښې نه وروسته د امريکا يرغل د دغه هېواد تاريخ ويجاړ کړ.
د دغو ناخوالو په پايله کې اوس افغانستان د بيا ودانېدو په لوري روان دی، دا يوه داسې هڅه ده چې د اوږدمهالې جگړې او د هغه ويجاړيو چې د کلونو کلونو وسله والو نښتو په نتيجه کې منځ ته راغلې ځواب ووايي او همدا نوی حکومت هم د ملت په يووالي کې او د هېواد د بيا جوړولو په درشل کې خپل گامونه پورته کړي، خو لا تر اوسه پورې نه دی بريالی شوی چې په هېواد کې په بشپړه توگه امن او ورورگلوي راولي. افغانستان د خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، د نړېدلي اقتصادي نظام نه رانيولې، د ميلیونونو مهاجرينو د بېرته ستنېدو پورې، د مخدره توکو قاچاق، د جنگسالارانو شته والی او په شته حکومت کې د بېلابېلو سياسي گوندونو مخالفتونه، دا ټول هغه لاملونه دي چې د اوسمهال حکومت ورسره لاس او گرېوان دی او همدا ټولې ستونزې دي چې يوويشتمې پېړۍ د افغانستان څرگندونه کوي.