غر
From Wikipedia, the free encyclopedia
غر ( پښتو اوريدنه ) (په انگرېزي: Mountain) د خاورو او گټو نه جوړې شوې لوړې دنگې ډېرۍ ته ويل کېږي چې لويه برخه يې په ځمکه کې دننه وي او وړه برخه يي د ځمکې دپاسه وي او په ښکاره توگه داسې ښکاري لکه لويه برخه يې چې د ځمکې نه دباندې او وړه برخه يې دننه وي.
غر د ځمکې د قشر تر ټولو لوړه برخه ده، چې شیب لرونکي اضلاع لري او تر ځمکې لاندې د ډبریز بستر ښکارندويي کوي. غر له پلېټونو سره د یوې لوړې سطحې په درلودو توپیر لري او تر غونډۍ لوی دی، چې لږ تر لږه ۳۰۰ متره (۱۰۰۰فوټه) له ځمکې لوړېږي. ډېر لږ غرونه دي، چې څوکې یې منزوي دي، خو زیاتره یې د غرونو په کتار کې راځي.[1]
غرونه له ټکټونیکي قوتونو، سولېدنې او اتشفشاني حالت نه رامنځته کېږي، چې د زمان په مقیاس سره تر لسګونو میلیونو کلونو پورې عمل کوي. کله چې د غرونو جوړېدل ودرېږي؛ نو غرونه د جوي حالاتو، د لوېدنې، د ډله ییزو ضایعاتو او د سیندونو او یخچالونو د سولېدنې له لارې تسطیح کېږي.[2][3]
د غرونو لوړوالی په ورته عرض البلد سره د بحر د سطحې په پرتله سوړ اقلیم جوړوي. دغه سوړ اقلیم په شدت سره د غرونو پر ایکوسیسټم اغېز کوي. بېلابېلې ارتفاع ګانې بېلابېل نباتات او حیوانات لري. دا چې غرونه ګټور اقلیم نه لري؛ نو د کرنې لپاره ترې لږ کار اخیستل کېږي، خو د منابعو د استخراج لپاره؛ لکه د کانونو د کېندنې د لرګیو د تولید، د تفرېح لپاره؛ لکه د غره ختنې او اسکي لپاره ترې کار اخیستل کېږي.
په ځمکه کې تر ټولو لوی غر د اسیا په همالیا کې د اورسټین غر دی، چې څوکه یې د بحر له متوسطې سطحې نه ۸۸۵۰ متره (۲۹۰۳۵فوټه) لوړه ده. د لمریز نظام په ټولو سیارو کې تر ټولو لوړ غر په مریخ کې دی، چې نوم یې المپوس مونس دی او ۲۱۱۷۱ متره (۶۹۴۵۹ فوټه) لوړوالی لري.