ځمکه
From Wikipedia, the free encyclopedia
ځمکه (سمبول: ) له لمر څخه درېیمه سیاره او لومړنی پېژندل شوی لمریز جسم دی چې د پناهګاه په نوم مشهوره دی او له ژوند څخه ملاتړ کوي. د ځمکې د مخ ۲۹.۲ سلنه برخه وچه ده چې له لویو وچو او ټاپو ګانو څخه جوړه شوې ده. د ځمکې پاتې ۷۰.۸ سلنه برخه د اوبو په مټ پوښل شوې ده، چې تر ډېره د سمندرونو، سیندونه، خلیجونه/gulfs (له سمندر څخه وچې ته لویه لار) او نورو مالګينو اجسامو او همداراز د جهیلونو، رودونو او نورو تازه اوبو په مټ پوښل شوې چې ټول په ګډه سره هایدروسفیر (hydrosphere) جوړوي. د ځمکې ډېری قطبي سیمې د یخ په مټ پوښل شوې. د ځمکې بهرنۍ لایه په څوګونو تيکتونیکي کلکو لایو وېشل کېږې چې له میلیونونه کلونو څخه د ځمکې په ټوله سطحه کې مهاجرت کوي،په داسې حال کې چې داخلي برخه یې د یوې جامدې اوسپنیزې داخلي هستې او یوې اوبلنې/مایع خارجي هستې چې د ځمکې مقناطیسي برخه جوړوي او یو محرک پوښ چې تکتونیکي لایه په حرکت راولي جوړه شوې ده .
ځمکه | |
---|---|
د ځمکه انځور | |
د ځانګړي الې پارامیټر نسو تر لاسه . | |
د رامنځته کېدو نېټه | |
نومول شوی په | خاوره |
پراخوالی | |
• پراخوالی | 510064472 کیلومتره مربع [1] |
نفوس شمېرنه | 8028504258 (۱۹ اپرېل ۲۰۲۳)[2] |
وروستي مالومات | |
جيو کوډ | 6295630[3] |
سمول |
دځمکې اتموسفیر تر ډېره له اکسیجن او نایتروجن څخه جوړ دی. زیاته سولري انرژي د قطبي سیمو په پرتله له تودو سیمو څخه تر لاسه کېږي او د اتموسفیر او سمندري دوران په مټ بېرته خپرېږي. ګل خانهيي ګازونه هم د سطحې د تودوخې په تنظیم کې اړین رول لري. د یوې سیمې اقلیم یوازې د جغرافیهيي عرض په مټ نه تعینيږي بلکې د نورو فکتورونو ترمنځ له متعدلو اوقیانوسونو سره د لوړوالي/ارتفاع او نږدېوالی په مټ هم تعینيږي. د اوبو او هوا شدیدې پېښې لکه استوايي توپانونه، برېښنا او تندر او تودې څپې په به بېلابېلو سيمو کې پېښېږي.
د ځمکې جاذبه په فضا کې د نورو فضايي اجسامو په ځانګړې ډول له سپوږمۍ سره چې د ځمکې یوازینۍ طبیعي سپوږمکۍ ده متقابلې اغېزې لري. ځمکه شاوخوا په ۳۶۵.۲۵ ورځو کې د لمر په مدار څرخېږي. د ځمکې د څرخېدو مدار د خپلو څرخېدلو له سطحې سره په نوسان کې دی، چې په ځمکه کې موسمونه رامنځته کوي. د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ د جاذبې دوهاړخیزه اغېزې د مد او جزر لامل کېږي، د ځمکې مدار په خپل محور ثابتوي او په ورو ورو د هغې تاوېدل/څرخېدل راکموي. ځمکه د لمریز سیستم له څلورو ډبریزو سیارو څخه تر ټولو متراکمه، لویه او د ډېرو اجسامو لرونکې سیاره ده.
د راډیومېتریک تاریخي اټکلونو او نورو شواهدو پربنسټ، ځمکه ۴.۵ بیلیون کاله وړاندې رامنځته شوې. د ځمکې د تاریخ په لومړیو سلو کلونو کې ژوند په سمندرونو کې راڅرګند شواو د ځمکې پر سطحه او اتموسفیر یې اغېزه پیل کړه، چې لومړۍ د اېروبیک / aerobic (هغه ژوندي موجودات چې د هوا په موجودیت کې فعالیت کوي) او وروسته اناېروبیک/ anaerobic (هغه ژوندي موجودات چې د هوا په نه موجودیت کې فعالیت کوي) اورګانیزمونو د پراختیا لامل شو. ځینې جیولوژيکي شواهد ښيي چې ژوند ښايي ۴.۱ کاله مخکې رامنځته شوی وي. له هغه مهال راهیسې تر دې دمه له لمر څخه د ځمکې واټن،فزیکي ځانګړنو او جیولوژيکي تاریخ ژوند ته د ودې او تکامل اجازه ورکړې. د ځمکې پر مخ د ژوند په تاریخ کې د ژوند تنوع د پراختیا اوږدې دورې ترشا پريښې چې ځينې وختونه له ټولیز انقراض/ورکېدنې سره مل وې. له ۹۹ سلنه څخه زیات هغه ډولونه/نوعې چې تر دې مهاله یې د ځمکې پر مخ ژوند کړی له منځه تللي. شاوخوا اته بېلیونه انسانان د ځمکې پر مخ ژوند کوي چې د خپل ژوند د بقا لپاره د ځمکې له اتموسفیر او طبیعي سرچینو سره تړلي. انسانان په پراخ ډول د ځمکې پر سطحې، هایدرولوژۍ، اتموسفیري پروسو او نور ژوند اغېز کوي.