احمد شاه درانی
د افغانستان بنیاد ایښودونکی، پاچا، شاعر، ددرانیانو د واکمني جوړونکي او لمړي مشر / From Wikipedia, the free encyclopedia
احمد شاه بابا (په انگرېزي:Ahmad Shah Durrani) د لوی افغانستان هغه لوی او نوميالی ټولواک و، چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د «بابا» ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغان ولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارگلوۍ ځای موندلی وي. احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز = ۱۱۲۶ هـ لمريز = ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په کندهار کې د افغانستان پاچا ټاکلی شوی او د ۱۱۸۶ هـ سپوږميز = ۱۱۵۱ هـ لمريز = ۱۷۷۲ لمريز کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) په دوهمه نېټه د پنجشنبې په ورځ څاښت د کندهار د توبې غره په لمنه کې مړ او د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کې ښخ دی چې ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې تر څنگه جوړ کړی و.
چټک مالومات احمد شاه درانی, واک ...
احمد شاه درانی | |
---|---|
واک | |
امپراتور | |
د واکمنۍ دوران ۱ اکتوبر ۱۷۴۷ – ۱۶ اکتوبر ۱۷۷۲ | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۷۲۲ هرات |
مړینه | 16 اکتوبر 1772 (49–50 کاله) کندهار |
هديره | کندهار ، د احمدشاه بابا مقبره |
تابعیت | د درانيانو ټولواکمني |
اولاد | تېمور شاه دراني |
مور | زرغونه انا |
کورنۍ | ابدالي ، د درانیانو واکمني |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
پوځي خدمت | |
وفاداري | جنرال |
مقام | جنرال |
سمول |
تړل