کندهار ولايت
ولايت په افغانستان کې / From Wikipedia, the free encyclopedia
کندهار د هېواد سوېل لویديځ ته په ۱۲ او ۱۳ دقیقو، ۲۰ او ۲۵ ثانیو شمالي عرض البلد کي پروت ولايت دى او د افغانستان د لويو تاريخي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. کندهار ولايت په ۱۴۰۰ هجري لمریز کي شاوخوا ۱۳۶۸۰۳۶ نفوس لري، چي دښار ترڅنګ ددغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو لکه سپین بولدک، پنجوایي، میوند، ژیړۍ، خاکریز، غورک، نیش، شاه ولي کوټ، میاه نشین، ارغستان، معروف، ښورابک، ریګ، تخته پول، دامان، ارغنداب او ډنډ کي هم پروت دی. د منديگک تاريخي سیمه د کندهار په ۲۰ کيلو مترۍ کي موقعيت لري، چې د لرغون پېژندني له مخي د برنج او مفرغ په دورو پوري اړه لري.
پلازمېنه | |
---|---|
لقب |
لوی کندهار |
عمومي معلومات | |
---|---|
د وګړو شمېر | |
پکښي شاملې اداري سیمي | |
رسمي ژبه | |
د سيمې اصلي ژبې | |
د حکومت مشر | |
اداري سیمه |
افغانستان (۲۰۰۴ – ) — د درانيانو ټولواکمني ( – ۱۸۲۳) — د افغانستان امارت (۱۸۲۳ – ۱۹۲۶) — د افغانستان شاهي واکمني (۱۹۲۶ – ۱۹۷۳) — د افغانستان جمهوريت (۱۹۷۳ – ۱۹۷۸) — د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت (۱۹۷۸ – ۱۹۹۲) — د افغانستان اسلامي دولت (۱۹۹۲ – ۲۰۰۲) — د افغانستان اسلامي انتقالي دولت (۲۰۰۲ – ۲۰۰۴) |
هېواد |
د ځای کچه |
---|
بنسټګر |
---|
کورډينېشن |
---|
پر همدې اساس له ميلاده مخکې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کلونو په منځ کي د سند، پارس او بين النهرين گرځندويانو او سېلانيانو دې تاريخي مرکز ته تگ راتگ کاوه. له هرات، باختر او سیستان خڅه کوچيان هم په دې تاريخي لاره تېرېدل. دا حوزه په اوېستا کي د هراوارتي په نامه ياده سوې ده او د اراکوزيا د نوم يادونه هم د همدې ځاى لپاره سوې ده. په لومړيو مرحلو کي دلته کرنيزي ځمکي وې.
کندهار هغه مهال ډېر شهرت ترلاسه کړ کله چي په ۱۷۴۷ ز کال کي احمد شاه درانی د افغانستان واکمن ومنل سو او کندهار یې د هېواد د پلازمېنې په توگه وټاکه. د ښار په مرکز کي د مېوند ودانۍ وجود لري، چې په ۱۸۷۱ ز کال جوړه سوې ده. خرقه شريفه له بخارا نه دې ښار ته د احمدشاه بابا په پیر کي راوړل سوې ده. د ميروېس خان نيکه او احمدشاه بابا زيارتونه په همدې ښار کي دي او د کندهار چهل زينه يې د غره په لمنه کي پرته ده چې تاريخي ارزښت لري او په پای برخه کي یې د بابر شاه ياداښت په ډبره کي کيندل سوی دى. کندهار په ۱۷۰۸ز کال کې ميرویس خان د خپل حکومت د مرکز په توگه وټاکه، هغه په کوکران کي موقعيت درلود چې د اوسني کندهار ښار په لویدیځ کي موقعيت لري. بايد ووايو چي لوى سکندر په اراکوزيا یا اوسني کندهار کي د اسکندريه په نوم يوه لويه کلکه پوځي او دفاعي کلا جوړه کړه چي د کندهار عظمت او حېثيت يې په لرغونې زمانه کي لوړو پوړو ته ورساوه.