د ایټالیا دویم اومبرتو
From Wikipedia, the free encyclopedia
دویم اومبرتو (زوکړه: د ۱۹۰۴ زکال د سپټمبر ۱۵ مه – مړینه: د ۱۹۸۳ زکال د مارچ ۱۸ مه) چې بشپړ نوم یې اومبرتو نیکولا توماسو جووانی ماریا دي ساووا و؛ د ایټالیا وروستی پاچا و. هغه د ۳۴ ورځو لپاره د ۱۹۴۶ زکال د مۍ له ۹مې څخه د ۱۹۴۶ زکال د جون تر ۱۲ مې نیټې پورې واکمني وکړه؛ په داسې حال کې چې نوموړی له ۱۹۴۴ زکال راهیسې د مۍ پاچا (په ایټالوي ژبه: Re di Maggio) په نوم په عملي توګه واک چلاوه.[2]
د ایټالیا دویم اومبرتو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | ژینو [1] |
تابعیت | د اېټاليا سلطنت (۱۵ سپټمبر ۱۹۰۴–۱۸ جون ۱۹۴۶) |
پلار | د ایټالیا دریم ویکټور امانوئل |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | اېټاليايي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | اېټاليايي ژبه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه ، په فرانسې باندې د ایټالیا برید |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
اومبرتو د پاچا دریم ویکټور امانوئل او ملکې النا له پنځو ماشومانو څخه د دوی یوازنی زوی و. ویکټور امانوئل د بنیټو موسولیني د حکومت له سقوط وروسته د پاچاهۍ د ځایګي ساتلو په موخه په ۱۹۴۴ زکال کې خپل ډېری واکونه اومبرتو ته تفویض کړل. په داسې حال کې چې د سلطنت د لغو کېدو په موخه ټول پوښتنې ته چمتووالي روان و، خو ویکتور امانوئل خپل تاج او تخت د خپل زوی اومبرتو په ګټه په دې هیله پرېښود چې کېدای شي بېرته به د پاچاهۍ ملاتړ تقویت کړي. له دې سره ټول پوښتنه ترسره شوه او ایټالوي دولت په جمهوریت واوښت او اومبرتو هم خپل ټول ژوند د پرتګالي ریویرا ساحلي سیمې په کشکایش ښارګوټي کې په تبعید کې تیر کړ.