د اېټاليا سلطنت
په سویلي اروپا کې د 1861 څخه تر 1946 پورې سلطنت / From Wikipedia, the free encyclopedia
د ایټالیا سلطنت (پاچهي)(په ایتالوي ژبه: Regno d’Italia) یو دولت و، چې له ۱۸۶۱ ز کال راهیسې، له هغه وخت نه چې دویم ویکتور امانوئل د ساردینیا پاچا، د ایټالیا پاچا په توګه اعلان شو، پیل او تر ۱۹۴۶ ز کاله پورې یې دوام درلود، یعنې کله چې مدني نارضایتي د دې لامل شوه، چې د سلطنت پرېښودو او حکومت جوړولو لپاره اداري ټول پوښتنه رامنځته کړي. د ایټالیا عصري جمهوري دولت د (Risorgimento) په پایله کې د ساردینیا ساووی د مشرۍ لاندې سلطنت تر اغېزې لاندې رامنځته شو، چې د مخکیني دولت د قانوني ایالت په توګه ګڼل کېدای شي.
ایټالیا په ۱۸۶۶ ز کال کې له پروشیا سره په اتحاد کې د اطریش په وړاندې د جګړې اعلان وکړ او د دوی له بریا وروسته یې د وینټو سیمه ترلاسه کړه. ایتالوي پوځیان په ۱۸۷۰ ز کال کې روم ته ننوتل او په دې توګه یې تر۱۰۰۰ کلونو زیات د پاپ موقتي واک پای ته ورساوه. ایټالیا په ۱۸۸۲ ز کال کې د استعماري پراختیاوو په اړه له فرانسې هېواد سره د قوي اختلافاتو وروسته د المان سترواکۍ او د اطریش – مجارستان له سترواکۍ سره درې اړخیزه اتحاد ته ننوت. په دې توګه آن که له برلین سره اړیکې خورا دوستانه هم کېدلې، له ویانا سره اتحاد په بشپړه توګه رسمي پاتې کېده، ځکه چې ایتالویان دې ته لېوال وو، چې ترینتینو او تریست سیمې ترلاسه کړي، یعنې د اطریش – مجارستان هغه سیمې، چې ډېر ایتالوي جمعیت یې درلود. له همدې امله د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې، ایټالیا له متحدو قدرتونو سره د یوځای کېدو لپاره د بریتانیې بلنه ومنله، ځکه چې لوېدیځو قدرتونو د ایټالیا د بې طرفۍ په بدل کې دا ژمنه وکړه، چې د ګډون لپاره به ځمکنی جبران (د اطریش - مجارستان په لګښت) ورکوي، چې دا وړاندیز د ویانا د وړاندیز په پرتله ډېر ګټور و. په جګړه کې د ایټالیا سوبه د دې لامل شوه، چې د ملګرو ملتونو په شورا کې دایمي چوکۍ تر لاسه کړي.
«فاشیستي ایټالیا» له ۱۹۲۲ نه تر ۱۹۴۳ ز کلونو پورې د ملي فاشیست ګوند د حکومت دوره وه، چې بینیتو موسولیني یې د حکومت مشر و. فاشیستانو ټولواکه واکمني تحمیل کړه او په دې توګه یې سیاسي او فکري اپوزیسیون مات کړ. په ورته وخت کې اقتصادي مدرنیزاسیون، دودیزه ټولنیز ارزښتونه او د روم کاتولیک کلیسا سره یو ځای کېدل یې دود کړل. د پاین (۱۹۹۶ز کال) په وینا:« فاشیستی حکومت له څو نسبتاً جلا پړاوونو نه تېر شو». لومړی پړاو (۱۹۲۳ – ۱۹۲۵ ز کلونو پورې) د « قانوني تنظیم شوې اجرائیوي ډیکتاتورۍ» پړاو و، چې تر ډېره د پارلماني سیستم دوام و. بیا دویم پړاو راغی، چې« له ۱۹۲۵ ز کال نه تر ۱۹۲۹ ز کاله پورې د خپلې فاشیستي ډیکتاتورۍ د جوړولو دوره» وه. درېیم پړاو له کمې اندازې فعالیت سره و، چې له ۱۹۲۹ ز کال نه تر ۱۹۳۴ ز کاله پورې وو. څلورم پړاو له ۱۹۳۵ کال نه تر ۱۹۴۰ ز کاله پورې له یوه تهاجمی بهرني سیاست سره وښودل شو: د ایتوپیا په وړاندې جګړه د ایتالیې اریتریا او ایټالیې سومالي لیند برخو نه پیل شوه، چې پایله يې له ایټالیا سره د یادې سیمې تړل کېدل، د ملګرو ملتونو له لیګ سره ټکر(چې د اقتصادي بندیزونو لامل کېږي) مخ پر ودې اقتصادي استبداد او د پولاد تړون لاسلیکول و. له ۱۹۴۳ نه تر ۱۹۴۵ ز کلونو پورې خپله جګړه د خپلو ناورینونو او ماتې سره پنځم پړاو و، حال دا چې د المان تر کنترول لاندې د سالو حکومت وروستی پړاو (۱۹۴۳ تر ۱۹۴۵ ز کلونه) و.[1][2]
فاشیستي ایټالیا په دویمه نړیواله جګړه کې د محور قدرتونو یو مخکښ غړی و. په ۱۹۴۳ ز کال کې په زیاتره جبهاتو کې د المان او ایټالیا ماتې او په سیسيلي کې د متحدینو بیا راتګ د فاشیستي رژیم د سقوط لامل شو او موسولیني د پاچا ویکټور درېیم امانویل په امر ونیول شو. نوي حکومت د ۱۹۴۳ ز کال په سپټمبر میاشت کې له متحدینو سره د اوربند یو تړون لاسلیک کړ. د جرمني ځواکونو شمالي او مرکزي ایټالیا ونیوله او د ایټالیا ټولنیز جمهوریت یې رامنځته کړ، یو همکار لاسپوڅی دولت چې لا هم د موسولیني او د هغه فاشیستي وفادارانو له خوا رهبري کېده. په پایله کې دا هېواد یوې کورنۍ جګړې ته ننوت، د ایټالیا د جنګ همغږی پوځ او د مقاومت خوځښت اړوند ځواکونه د ټولنیز جمهوریت له ځواکونو او له هغو الماني متحدینو سره ونښتل. د جګړې او د هېوادا له خپلواکۍ نه لږ وخت وروسته مدني نارضایتۍ په دې برخه کې د اداري ټولپوښتنې لامل شوې، چې ایا د ایټالیا نظام به پاچهي پاتې شي یا جمهوریت شي. ایټالویانو پرېکړه وکړه، چې سلطنتي یا پاچهي نظام پرېږدي او د ایټالیا جمهوریت یعنې د اوسنۍ ایټالیا دولت جوړ کړي.