برلين
From Wikipedia, the free encyclopedia
برلین (/bɜːrˈlɪn/ bur-LIN، آلماني: [bɛʁˈliːn]) د آلمان یا جرمني پلازمېنه او د مساحت او نفوس دواړو له مخې د دغه هېواد لوی ښار دی. په ښاري حدودو کې دننه نفوس له مخې، په دغه ښار کې ۳.۷ میلیونه تنه اوسېږي او په دې توګه د اروپايي اتحادیې تر ټولو ګڼ مېشته ښار هم دی. برلین، چې د آلمان له شپاړسو ایالتونو څخه یو ایالت دی، د برانډنبورګ ایالت لخوا احاطه شوی او د برانډنبرګ له مرکز پوټسدام سره نښلېدلی دی. د برلین ښاري سیمه چې شاوخوا ۴.۵ ملیونه نفوس لري، له روهر وروسته په آلمان کې دویمه ډېره ګڼ مېشته یا ډېر نفوس لرونکې ښاري سیمه ده. د برلین–برانډنبرګ مرکزي سیمه له شپږ ملیونو ډېر اوسېدونکي لري او له راین–روهر او راین–مین سیمو وروسته د آلمان درېیمه لویه ښاري سیمه ده.[1][2][3][4][5]
برلين | |
---|---|
بە ئەڵمانی: Berlin | |
برخه د | Berlin-Brandenburg Metropolitan Region، agglomeration of Berlin |
بنسټ ايښودنه | ۱ی جنوري ۱۲۴۴ |
رسمي نښه | Berlin |
لنډنوم | B |
IPA transcription | bərˈlɪn، bɛʁ.lɛ̃ |
خوندي شوی په | Landesarchiv Berlin |
رسمي ژبه | جرمني ژبه |
لويه وچه | اروپا |
هېواد | جرمني |
پلازمېنه د | جرمني |
ځای د هېواد په برخه کې | جرمني |
وختزون موقعيت | Central European Standard Time (GMT+1) |
Enclave within | براندېنبورګ |
کوارډينېټي موقعيت | ۵۲°۳۱′۰″N ۱۳°۲۳′۰″E |
Coordinates of easternmost point | ۵۲°۲۶′۱۶″N ۱۳°۴۵′۴۰″E |
Coordinates of northernmost point | ۵۲°۴۰′۳۱″N ۱۳°۲۸′۴۶″E |
Coordinates of southernmost point | ۵۲°۲۰′۱۹″N ۱۳°۳۸′۵۳″E |
Coordinates of westernmost point | ۵۲°۲۵′۱۱″N ۱۳°۵′۱۸″E |
ترټولو لوړ ټکی | Arkenberge |
Office held by head of government | Governing Mayor of Berlin |
د حکومت مشر | Kai Wegner |
Legislative body | Abgeordnetenhaus of Berlin |
Highest judicial authority | Constitutional Court of the State of Berlin |
Public holiday | د ښځو نړیواله ورځ |
د وگړو شمېر | ۳٬۷۵۵٬۲۵۱ |
د سمندر له سطحې جګوالی | ۳۴±۱ متر |
خورلڼې ښارونه | کيېف |
Shares border with | براندېنبورګ |
واک ورپاته کيدنه له | Alt-Berlin، East Berlin، لوېدیځ برلین |
Language used | جرمني ژبه، Berlin German |
Award received | Führerstadt، City of Design، Princess of Asturias Award for Concord |
Connects with | European route E55 |
سيمه | ۸۹۱٫۱۲ کیلومتره مربع |
پوستي کوډ | 10115–14199 |
Official app | Berlin.de Service-App |
رسمي وېبځی | https://www.berlin.de/politik-verwaltung-buerger/ |
Hashtag | Berlin |
بيرغ | flag of Berlin |
ملي نښان | coat of arms of Berlin |
Geography of topic | geography of Berlin |
اقتصاد | economy of Berlin |
Demographics of topic | demographics of Berlin |
District heating grid | Berliner Fernwärmenetz |
Time of earliest written record | ۱ی جنوري ۱۲۳۷ |
Official map URL | https://www.berlin.de/stadtplan/ |
Mastodon instance URL | https://berlin.social، https://mastodon.berlin |
Local dialing code | 030 |
Licence plate code | B |
Category for honorary citizens of entity | Category:Honorary citizens of Berlin |
برلین د سپري سیند پر څنډو غځېږي، کوم چې د سپنداو په لویدیځ کې هافل (د ایلب مرستندوی سیند) ته بهېږي. د دغه ښار له اصلي توپوګرافیک ځانګړتیاو څخه په لوېدیځ او سوېل ختیځ برخو کې شته ګڼ جهيلونه دي چې د سپري، هافل او دامه رودونو لخوا رامنځته شوي او ترټولو لوی یې د موګېلسي جهيل دی. د اروپا په دښته کې یې د موقعیت له امله، برلین د معتدل موسمي اقلیم تر اغېزې لاندې راځي. د ښار شاوخوا یو پر دریمه برخه له ځنګلونو، پارکونو، باغونو، سیندونو، کانالونو او جهيلونو څخه جوړه ده. [6]
دا چې برلین په ۱۳مه پېړۍ کې تر ټولو لومړی مستند شوی او همدا راز دوې مهمې تاریخي سوداګریزې لارې ترې تېرې شوې وې، دا ښار د برانډنبرګ د مارګراویټ دولت (۱۴۱۷-۱۷۰۱)، د پروشیا پادشاهۍ (۱۷۰۱-۱۹۱۸)، د جرمني امپراتورۍ (۱۸۷۱ - ۱۹۱۸)، د وایمار جمهوریت (۱۹۱۹-۱۹۳۳)، او دریم رایش (۱۹۳۳-۱۹۴۵) پلازمېنه شوه. په ۱۹۲۰ لسیزه کې برلین په نړۍ کې دریمه لویه ښاروالي وه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته او ورپسې د فاتحو هېوادونو له خوا تر اشغال وروسته دا ښار ووېشل شو؛ لويديځ برلين د لويديځ المان يوه جلا شوې سیمه شوه، چې د برلين دېوال (د ۱۹۶۱ له اګست څخه د ۱۹۸۹ تر نوامبر پورې) او د ختيځ المان د سیمې په وسیله احاطه شو. ختیځ برلین د ختیځ آلمان پلازمېنه اعلان شوه، په داسې حال کې چې بن د لویدیځ آلمان پلازمېنه شوه. په ۱۹۹۰ کال کې د آلمان تر بیا یوځای کېدو وروسته، برلین یو ځل بیا د ټول آلمان پلازمېنه شوه.[7]
برلین د نړۍ د کلتور، سیاست، رسنیو او علم ښار دی. د دغه ښار اقتصاد پر لوړو او پرمختللو تخنیکي شرکتونو او د خدماتو پر سکټور ولاړ دی، چې د تخلیقي صنعتونو، څیړنیزو تاسیساتو، رسنیزو مؤسساتو او د غونډو د ځایونو یوه متفاوته لړۍ پکې شاملېږي. برلین د هوايي او ریل ټرافیک لپاره د لویې وچې یا براعظمي مرکز په توګه کار کوي او د عامه ترانسپورت خورا پیچلې شبکه لري. دا ستر ښار یو مشهور سیاحتي ځای هم دی. په پام وړ صنعتونو کې یې آی ټي، درمل جوړونه، بایو میډیکل انجینري، صفایۍ ټکنالوژي، بایو ټیکنالوژي، ساختماني او برقیات شامل دي.[8][9][10]
برلین د نړۍ معتبر پوهنتونونه هم لري، لکه د همبولډ پوهنتون، تخنیکي پوهنتون، آزاد پوهنتون، د هنرونو پوهنتون، د برلین د ادارې او تکنالوژۍ اروپایي پوهنتون (ESMT)، او د برلین بارډ کالج. د دغه ښار ژوبڼ په اروپا کې ترټولو ډېر لیدل شوی ژوبڼ دی او په ټوله نړۍ کې یو له خورا مشهورو هغو څخه دی. بابلزبرګ یې د نړۍ لومړی ستر فلمي سټوډیو کمپلیکس دی، چې له کبله یې برلین د نړیوالو فلمونو د تولید خورا مشهور ځای دی. دغه ښار د جشنونو، متنوع معمارۍ، شپني ژوند، معاصرو هنرونو او د ژوند خورا لوړ کیفیت له پلوه یو پېژندل شوی ښار دی. [11][12][13][14][15][16][17][18][19][20]