اروپا
لويه وچه / From Wikipedia, the free encyclopedia
اروپا يوه وچه ځمکه ده چې د ايروايشيا د برخې يا په جلا توګه د يوې لويې وچې په توګه پېژندل کېږی، په بشپړ ډول په نيمه شمالي کره او ډېره برخه يې په نيمه ختيځه کره کې پرته ده. اروپا د ايروايشا د لويې وچې د وچې ځمکې له ډېرې لويديځې برخې د ټاپووزمې څخه جوړه شوې، د اروپا د لويې وچې وچه برخه افريقايي-ايروايشيا لويه وچه له اسيا او افريقا سره نښلوي، شمال لور ته يې شمالي کنګل اقيانوس، لويديځ لور ته يې اتلانتيک سمندر، سويل لور ته يې د مديترانې بحيره او ختيځ ته يې اسيا پرته ده. اروپا په عمومي توګه د اورال غرونو د بهانده اوبو، اورال سمندر، کسپين بحيري، لوی قفقاز، تورسمندرګي او د ترکيې د تنګيو اوبو لارو په وسیله له اسيا څخه جلا شوې. که څه هم دا پوله تر ډېره بريده د ځمکو له لارې ده، د اروپا پراخه فزيکي شتون او د تاريخ او دودونو اندازې ته په کتنې سره، د نړۍ په ځينو برخو کې اروپا د يوې جلا لويې وچې په توګه پېژندل شوې ده.[1][2]
سيمه | ۱۰،۱۸۰،۰۰۰ کيلو متر مبع |
---|---|
هېوادونه | ۵۰ (د هېوادونو لړليک) |
ژبې | د ژبو لړليک |
وخت سيمې | UTC to UTC+6 |
د انټرنټ مخکښ شپول | .eu (اروپايي اتحاديه) |
ستر ښارونه | د اروپایي پلازمینو نوملړ |
د اروپا مساحت نږدې ۱۰.۱۸ ميليونه کيلومتره دی (۳.۹۳ ميليونه ميل مربع) چې دا د ځمکې د سطحې دوه سلنه کېږي (۶.۸٪ د ټولې ځمکې)، په دې توګه اروپا دویمه کوچنۍ لويه وچه ده (چې اووه لويې وچې په نظر کې ونيول شي). له سياسي پلوه، اروپا په پنځوسو خپلواکو هېوادونو وېشل شوې، روسيه يې تر ټولو لوی او زيات نفوس درلودونکی دی، روسيه د اروپا لويې وچې نهه دېرش سلنه برخه ځمکه او پنځلس سلنه نفوس جوړوي. په ۲۰۸۱ز کال کې اروپا نږدې اووه سوه او شپږ څلوېشت ميليونه نفوس درلود (د ټولې نړۍ د نفوس نږدې لس سلنه). د اروپا اقليم تر ډېره بريده د تودو اتلانتيکو جيريانونو څخه اغېزمن شوی، له همدې امله د دې لويې وچې ژمي او دوبي په ډېرو سيمو کې تر يو بريده تاوده وي، ان د عرض البلد په کرښو هم چېرې چې د اسيا او امريکا اقليم سوړ وي. له سمندر نه په لرې سيمو کې موسمي توپيرونه، د سمندر غاړو ته په نژدې پرتو سيمو کې د زياتې پاملرنې مرکز دی.
اروپايي رواج د لويديځ تمدن جرړې دي چې رېښې يې لرغوني يونان او لرغوني روم ته رسېږي. په ۴۷۶ز کال کې د لویديځې رومي سترواکۍ له نړېدو او ورپسې د کډوالۍ پړاو د اروپايي لرغوني تاريخ پای او د منځنيو پېړيو پيل بلل کېږي. انسان پاله رنسانس، لوڅاوو، هنر او علم نوې عصر رامنځ ته کړ. د کشف له پړاو څخه چې هسپانيې او پرتګال پيل کړی و، اروپا په نړيوالو چارو کې بنسټيز اغېز لرلی دی. د شپاړسمې او شلمې پېړۍ په منځ موده کې، اروپايي ځواکونو په بېلا بېلو وختونو کې امريکاګانې، نږدې ټوله افريقا، اوقيانوسيه او د اسيا ډېرې برخې ونيولې. [3][4]
د اولسمې پېړۍ له پای څخه د نولسمې پېړۍ تر لومړۍ نيمايي پورې د روښانتيا زمانې، فرانسوي اوښتون او د ناپيليون جګړو د دې لويې وچې د کلتور، سياست او اقتصاد بڼه جوړه کړه. د اتلسمې پېړۍ په پای کې په لويه بریتانيا کې پيل شوي صنعتي انقلاب په لويديځه اروپا او په پايله کې په ټوله نړۍ کې بنسټيز اقتصادي، کلتوري او ټولنيز بدلونونه رامنځته کړل. دواړه نړيوالې جګړې تر ډېره بريده په اروپا کې پېښې شوې او د شلمې پېړۍ په منځ کې يې په نړيوالو چارو کې د لويديځې اروپا له واکمنۍ سره مرسته وکړه، ځکه چې شوروي اتحاد او متحده ايالات په دې موده کې پياوړي شول. د سړې جګړې په اوږدو کې اروپا په لويديځ کې د ناټو او په ختيځ کې د وارسا تړون تر منځ د اوسپنې د ديوال په منځ کې وېشل شوې وه، چې د ۱۹۸۹ز کال اوښتون رامنځ ته شو، د برلين ديوال ونړېد او شوروي اتحاد وشیندل شو.[5]
په ۱۹۴۹ز کال کې اروپايي شورا په دې موخه رامنځ ته شوه چې، اروپا د ګډو موخو د تر لاسه کولو او په راتلونکي کې د جګړو د مخنيوي په موخه سره متحده کړي. په دې شورا کې د ځینو نورو اروپايي هېوادونو په يو ځای کېدو سره اروپايي اتحاديه رامنځ ته شوه، کومه چې د کانفډريشن او فيډريشن تر منځ يوه جلا سياسي هسته(مرکزیت) ده. اروپايي اتحادیه، په لويديځه اروپا کې جوړه شوې، خو په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته لویديځ لور ته هم غځېدلې ده. د اروپايي اتحاديې د ډېرو هيوادونو دودپيسه چې يورو ده، په اروپايي هېوادونو کې ډېره عامه کارول کېږي، همدا راز د اروپايي اتحادیې د شينکن سيمې پولې او د دې اتحاديې د ډېرو غړو هېوادونو او هغو هېوادونو چې د دې اتحاديې غړي نه دي، تر منځ کډوالي له منځه وړې ده. يو داسې سياسي خوځښت هم شته چې، په يو فدراسيون د اروپايي اتحاديې د بدلولو پلوي کوي، کوم فدراسيون چې به د دې لويې وچې ډېره برخه په ځان کې راونغاړي.[6]