ګيورډانو برونو
From Wikipedia, the free encyclopedia
ګيورډانو برونو چې د فلېپو برونو په نوم د ۱۵۴۸ زکال په جنوري يا فبروي کې زېږېدلی دی او د ۱۶۰۰ز کال د فبروري په ۱۷ نېټه مړ شو، يو ايټالوي فیلسوف، رياضيپوه، شاعر، د نړۍ پېژندنې د نظرياتو پوه او د کيمياوي يا جادويي رمز پوه و. نوموړی د نړۍ پېژندنه برخه کې د خپلو نظرياتو له امله پېژندل کېږي، چې په مفهومي ډول يې د هغه وخت کوپرنيکي غير عادي يا نوي موډل ته پراختيا ورکړه. نوموړي وړانديز وکړ چې ستورې بېل لمرونه وو، چې شا او خوا يې خپلو سيارو نيولې وه او نوموړي دا شونتيا رامنځته کړه، چې يادې سيارې ښايي خپل ژوند ته وده ورکړي؛ چې دا يو کاسمولوژيک دريځ دی، چې د نړيوال يا کاسميک د ګڼ اړخيز نظام په نوم پېژندل کېږي. نوموړي همدا راز ټينګار وکړ، چې کاينات نامحدود دي او هيڅ مرکز نه لري. [3]
ګيورډانو برونو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۳۱ ډيسمبر ۱۵۴۷ |
مړینه | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه تشيال پېژندنه |
کار ورکوونکی | پاریس پوهنتون [1] |
مؤثر | ابن رشد نيکولاوس کوپرنيکس لوکرېتیوس [2] |
تحریک | نوې اپلاتوني فلسفه |
سمول |
په داسې حال کې چې برونو د دومينيکي غړي په توګه پيل وکړ، مګر جينيوا کې د اوسېدلو پر مهال يې کالوينيزم ومنه. برونو وروسته د رومن پلټنې څانګې له لورې له ډېری اصلي کاتوليک اصولو (لکه: د تل پاتې محکوميت، تثليث، د عيسي عليه السلام خدايي، د بي بي مريم بکارت او د جسم بدلون په يو بل جسم باندي) څخه د سرغړونې په تور، د عقيدې د خرابوالي له امله محاکمه شوی و. د برونو له لورې د ټولې خدايۍ د شتون يووالي يا پانتييزم ته کليسا په سپکه ونه کتل او نه يې له يو شخص څخه د وتلي روح په بل شخص کې د داخلېدلو په اړه د هغه لارښوونې بدې وګڼلې. پلټونکې ډلې نوموړی ګنهګار ثابت کړ او په ۱۶۰۰ کال د روم په کامپو ډي فيوري د سوځولو لپاره د هغه وخت په ځانګړې ستنې يا پايې پورې وتړه او ويې سوځوه. نوموړي له خپلې مړينې څخه وروسته د پام وړ نامتووالی تر لاسه کړ، چې په ځانګړي ډول د ۱۹ پيړۍ او د ۲۰ پېړۍ د لومړيو متبصرينو له لورې وستايل شو، چې نوموړی يې د پوهې يا ساينس شهيد وګڼه، که څه هم زياتره تاريخپوهان مني، چې د نوموړي د عقيدې د خرابوالي (کفر) محاکمه د نوموړي د نړۍ پېژندنې اړوند نظرياتو له امله نه وه؛ بلکې د هغه د مذهبي او له ژوند څخه د وروسته نظرياتو په غبرګون تر سره شوه. که څه هم ځيني تاريخپوهان په دې اړه هيڅ مخالفت نه کوي، چې د برونو د مړينې اصلي لامل په اصل کې د هغه کاسمولوژيکي نظريات وو. د برونو قضيه لا هم د ازاد فکر او راتلونکو پوهو په تاريخ کې يوه د پام وړ نښه ګڼل کېږي. [4][5][6][7][8][9][10][11][12][13]
د نړۍ پېژندنې سربېره، نوموړي د ياد يا حافظې هنر په اړه هم پراخه ليکنې وکړې، چې د ياد د لارو چارو او اصولو يوه نږدې ناتړلې منظمه ټولګه ده. تاريخپوه فرانسيس ياټيس استدلال کوي، چې برونو د امپدوکلس، د اپلاتون د نوي اصالت يا نيوپلاتونيزم، د نوي والي يا رنسانس دورې د هيرميتيسيزم يا جادو پلوۍ او د مصري خدای هرميس تريسمېګيسټس د يوناني کلتوري مفکورې له رانغاړونکې، لرغوني انجيل ته ورته افسانو تر ژور اغېز لاندې راغلی و. د برونو نورو څېړنو د رياضياتو برخه کې د نوموړي په کيفيتي چلند او ژبه کې د هندسې د فضايي مفکورو د کارونې برخې باندې تمرکز کړی دی. [14][15]