لوکرېتیوس
From Wikipedia, the free encyclopedia
تیتوس لوکرېتیوس کاروس (/ˈtaɪtəs luːˈkriːʃəs/ TY-təs loo-KREE-shəs لاتیني: [ˈtɪtʊs lʊˈkreːtɪ.ʊs ˈkaːrʊs]؛ شاوخوا ۹۹ – ۵۵ قبل المیلاد) د روم یو شاعر او فیلسوف و. د هغه یوازېنی پېژندل شوی اثر "د طبیعت په اړه" (De rerum natura) فلسفي شعر دی، چې د اپیکورېزم فلسفي سیستم د اصولو او فلسفې په اړه یو ډیډکټیکي (didactic) فلسفي اثر دی، او معمولا په انګلیسي کې " On the Nature of Things " (د شیانو د طبیعت په اړه) ژباړل کېږي. لوکرېتیوس ته د "دریو دورو تاریخي سیستم" د مفکورې د رامنځته کولو اعتبار ورکړل شوی، چې په ۱۸۳۶ کال کې د سي جې تومسن له لوري رسمیت ورکړل شوی و.
د لوکرېتیوس د ژوند په اړه ډېر لږ معلومات شته دي. یوازیني ډاډه څه چې شته هغه دا دي، چې نوموړی یا خو د ګایوس میمیوس ملګری یا هم تر سرپرستۍ لاندې و، چا ته چې د هغه شعر مخاطب شوی او ډالۍ شوی و.
دغه شعر پر اوګوستايي شاعرانو پام وړ نفوذ درلود، په ځانګړې توګه د ویرجیل (د هغه په انیاده او جورجیک، او یو څه په ایکلوګیوس شعري اثارو کې) او هم د هوراس پر شاعرۍ اغېزې لرلې دي. دا اثر د منځنیو پېړیو په جریان کې تقریبا ورک شوی و، مګر په ۱۴۱۷ کال کې د جرمني په یوه خانقاه یا صومعه کې د اېټالوي عالم پوجو براکیولیني له لوري بیا کشف شو او هم یې د اتومېزم په پراختیا کې مهم رول ولوباوه (لوکرېتیوس په پییر ګاسنډي باندې خورا نفوذ او اغېزه کړې وه) او هم یې د یوې نوې عیسوي بشرپالنې (Christian humanism) د رامنځته کولو لپاره د روشنګرۍ دورې د ګڼو مهمو شخصیتونو په هڅو کې هم مهم رول درلود. د لوکرېتیوس د ساینسي شعر "د شیانو د طبیعت په اړه" (شاوخوا ۶۰ قبل المیلاد) د دویم کتاب په ۱۱۳-۱۴۰ بیتونو کې د دوړو او غبار د ذراتو د براوني حرکت په اړه پام وړ توضیحات او تشریحات لري. نوموړی همدا د اتومونو د شتون د ثبوت په توګه کاروي.[1][2]