نيکولاوس کوپرنيکس
From Wikipedia, the free encyclopedia
نيکولاوس کوپرنيکس (۱۹ فبروري ۱۴۷۳ – ۲۴ مۍ ۱۵۴۳) د رنسانس ټولپوه، فعال رياضي پوه، ستورپوه او د کاتوليک کليسا غړی و، چا چې د کايناتو داسې يوه بیلګه وړاندې کړه چې لمر يې مرکز ؤ، نه ځمکه. ډېر احتمال لري چې کوپرنيکس د ساموس له اريستارخوس څخه په خپلواک ډول خپله بېلګه جوړه کړې، اريستارخوس يو لرغونی يونانی ستورپوه و چا چې اتلس پېړۍ مخکې ورته يوه نمونه جوړه کړې وه.[1][2][3][4]
په ۱۵۴۳ ز کال کې د کوپرنيکس له مرګ وړاندې د «د اسماني کرو د بدلونونو په اړه» نومي کتاب کې د هغه د بیلګې خپرېدل د ساينس په تاريخ کې يوه ستره پېښه وه، چې د کوپرنيکي انقلاب لامل شو او هغه يې د ساينسي انقلاب سره په مرسته کولو کې مخکښ کړ.
کوپرنکس په شاهي پروشيا کې زېږېدلی او مړ شوی و، هغه سيمه چې له ۱۴۶۶ زېږديز کال راهيسې د پولنډ برخه وه. هغه د کليسا په قانون کې ډاکټري وکړه، هغه يو رياضي پوه، ستورپېژندونکی، فزيک پوه، لرغونې عالم، ژباړن، حکومت کوونکی، ديپلومات او اقتصاد پوه و. په ۱۵۱۷ ز کال کې هغه د پيسو د اندازې نظريه راوويسته چې دا په اقتصاد کې مهم تصور وو او په ۱۵۱۹ ز کال کې هغه يو اقتصادي اصل جوړ کړ چې وروسته بيا د ګريشم په قانون وپېژندل شو.