کندهار
د سوېلي افغانستان تر ټولو لوی ښار؛ ددې هیواد لومړنۍ پلازمېنه دوهم لوی ښار، د طالبانو د دولت پخوانۍ پلازمېنه او د کندهار ولايت اوسنۍ پلازمېنه / From Wikipedia, the free encyclopedia
کندهار (په دري: قندهار) د نفوس او مساحت دواړو له پلوه دافغانستان دويم لوی ښار دی چې د افغانستان په سوېل کې د ارغنداو د رود په دره کې پروت دی او دا ښار د کندهار ولايت اوسني مرکز دی. دغه ښار په 1400 هجري لمریز کي شاوخوا 1368036 نفوس لري. کندهار د افغانستان سیاسي زړه او لومړۍ پلازمېنه او تر کابل وروسته د افغانستان تر ټولو لوي تجارتي مرکز بلل کیږي. په دي ښار کې د شهيدانو چوک، حضرت جي بابا، ښکاپر دروازه، ټک ټک بازار، محله جات ((ماله جات))، عينو مينې، برو بازار، هرات دروازې، رنګريزانو بازآر، چهل زينو، او ملا نقيب چوک په ګډون يو شمېر ښکلې او تاریخی سيمي شتون لري. کندهار يو نړيوال هوايي ډګر هم لري چی د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر په نامه یادیږي او مخکي د کندهار نړیوال هوایي ډګر په نامه یادېدی.[2]
کندھار لوی کندھار | |
---|---|
اراکوزيا | |
د کندھار لوی کندھار انځور | |
لوی کندھار | |
کورډېناټونه: 31.62°شمال 65.715833333333°ختيځ / 31.62; 65.715833333333 | |
ښاروال | ملاحکمتالله آخند |
نومول شوی په | مقدوني سکندر |
اداري وېش | |
ھیواد | افغانستان |
ښار | کندهار |
امنيه قوماندان | مولوي سمیعالله حزبالله |
پلازمینه د: | کندهار ولايت (۱۷۷۲–)
د درانيانو ټولواکمني (۱۷۴۷–۱۷۷۶) د هوتکيانو ټولواکمني (۱۷۰۹–۱۷۳۸) د افغانستان اسلامي امارت (۱۹۹۶–۲۰۰۱) د کندهار مدیریت |
حکومت | |
• ډول | واليتوب |
• والی | ملا شيرين اخوند |
پراخوالی | |
• پراخوالی | 800 کیلومتره مربع |
لوړوالی | ۱۰۱۰ ميټره (۳۳۱۰ فوټ) |
نفوس شمېرنه | 614254 (۱ جنوري ۲۰۲۰) |
وروستي مالومات | |
وخت زون | د افغانستان معياري وخت (ه.ن.و+۴:۳۰) |
جيو کوډ | 1138336[1] |
خورلڼې ښارونه | |
رسمي ژبه | پښتو |
پیدا کونکی | مقدوني سکندر |
په فخر یادونه | لوی کندهار |
رسمي وېبپاڼه | Kandahar.af |
یادښتونه | آيا خبر ياست کندهار ٣٣ خورلڼې ښارونه لرې |
نښانېانی د کندهار | |
نښانیاني | زوړ کندهار، چل زينه |
سمول |