روډولف روکر
From Wikipedia, the free encyclopedia
یوهان روډولف روکر (۲۵ مارچ ۱۸۷۳ – ۱۹ سپټمبر ۱۹۵۸ زکال) جرمنی انارشېست لیکوال او فعال و. نوموړی د ماینتس په یوه صنعتګره رومن کاتولیک کورنۍ کې وزیږېد.
روډولف روکر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | 19 سپټمبر 1958 (85 کاله)[1] |
استوګنځای | پاريس (۱۸۹۲–۱۸۹۵) |
تابعیت | جرمني |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
تحریک | انارشي-اتحادیه پالنه (انارکو-سینډیکالیزم) ، ټولنيز انارشيزم |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
پلار یې د هغه د ماشومتوب او مور یې د هغه په نوې ځوانۍ کې مړه شوه. له همدې امله یې یو څه موده په یتیم خانه کې تېره کړه. په ځوانۍ کې یې په کښتۍ کې د کابین د کاریګر په توګه کار وکړ او بیا د یو ټایپوګرافر شاګرد شو. هغه وړاندې له دې چې د انارشېستانو لکه میخائیل باکونین او پیټر کروپوتکین تر اغېز لاندې راشي له کارګري ټولنې سره مل او د جرمني په سوسیال دیموکرات ګوند کې شامل شو. له نورو لیبترین/آزادي غوښتونکو ځوانانو سره د جرمني له سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) وویستل شو او انارشېستي فعالیتونه یې له جرمني څخه پاریس ته د تېښتې لامل وګرځېدل، چېرې چې هغه له انارشیستي سندیکالېستي او یهودي نظریاتو سره په اړیکه کې و. په ۱۸۹۵ زکال کې لندن ته کډه شو. په لیورپول او نورو ځایونو کې له لنډي مهالي پاتې کېدو پرته هغه د دوه لسیزو څخه زیات وخت لپاره د لندن په ختیځ کې پاتې شو او د Arbeter Fraynd نشریې د اېډیټ کولو، د انارشېزم د مخکښو متفکرینو د نظریاتو د څرګندونکي او د لندن د جامو د صنعت د اعتصاباتو د مدیریت کولو په ګډون یې په ییدېش ژبه باندې په انارشېستي صحنه کې د کلیدي څېرې په توګه رول ولوباوه. په لندن کې هغه د ییدېش مخینې لرونکې اوکرایني الاصلې انارشېستې میلي ویتکوپ سره مشترک ژوند پیل کړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د یو پردي دښمن په توګه ونیول شو او د جګړې په پای کې هالنډ ته تبعید شو.
په ۱۹۲۰ مه ز لسیزه کې هغه تر ډېره په جرمني کې استوګن و، چېرې چې هغه د جرمني د کارګرانو د آزادې سندیکالیستي اتحادیې (FAUD) او د هغو د څانګې Der Syndikalist یو له معمارانو او همدارنګه د کارګرانو د نړیوال بنسټ (IWA) بنسټګر وګرځېد. هغه په مخ پر زیاتېدوني ډول د ملت پالنې او فاشېزم څخه اندېښمن و (هغه په دغه دوره کې په خپل شاهکار اثر نشنلېزم او کلتور باندې کار وکړ) او په ۱۹۳۳ زکال کې له جرمني څخه متحده ایالاتو ته لاړ. په متحده ایالاتو کې هغه په ییدېش Freie Arbeiter Stimme ډله کې فعال و او په ځانګړې توګه یې په لیبرترین/ازادي غوښتونکو زده کړو او د هسپانیا له انقلاب سره په همغږۍ د هغو د فاشیستي او ستالینیستي دښمنانو سره په مخالفت کې ونډه لرله.
د هغه کلاسیک آثار نشنلېزم او کلتور او انارکو – سندیکالېزم په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې خپاره شول. هغه چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې له دواړو لورو سره مخالفت وکړ د یو فاشیست ضد په توګه یې په دویمه نړیواله جګړه کې له متفقینو ملاتړ وکړ. له جګړې وروسته هغه د امریکا د آزادۍ د مخکښانو په نوم د خپلو مقالو ټولګه چې په متحده ایالاتو کې یې د لیبرال او انارشېست مفکورې تاریخ بیانوه؛ خپره کړه، هغه دغه لیدلوری چې راډیکال تفکر د امریکا له تاریخ او کلتور سره پردی دی او یوازې کډوالو دلته راوړی؛ له منځه یووړ. نوموړی د سپټمبر په ۱۰ مه نېټه په موهګان مستعمره کې ومړ. [2]