پاریس
From Wikipedia, the free encyclopedia
پاریس د فرانسې پلازمېنه اوله ګڼه ګوڼې نه ډک ښار دی. په ۲۰۱۸ ز کال کې یې د یوه اټکل له مخې، په ۱۰۵ کیلومتره مربع(۴۱مایل مربع) مساحت کې ټول نفوس ۲٬۱۷۵٬۶۰۱کسان ښودل شوی دی. پاریس له ۱۷مې پېړۍ نه، د اروپا د علم او هنر، خوړو، سوداګري، دیپلوماسي او مالي یو مهم مرکز و. د پاریس ښار، د سیمه ییز حکومت مرکز اود فرانسې د دویم لویي د اوسېدو ځای ځایګی( مقر) و او په هغه وخت کې یې ټول نفوس ۱۲٬۱۷۴٬۸۸۰ دومره شمېرل شوی دی. تر ۲۰۱۷ز کال پورې د فرانسې د نفوسو په سلو کې ۱۸، په ۲۰۱۷ز کال کې د پاریس سیمې ناخالص کورنی تولید ۷۰۹ میلیارده و، چې د اروپا ۸۰۸ مليارده ډالرکېدل. له نړیوالې نظرسنجۍ سره سم، په ۲۰۱۸ز کال کې د اقتصادي اطلاعاتو واحد د ژوند لګښت، پاریس له سنګاپور وروسته او له زوریخ، هنکانګ، اسلو او ژنو نه لو، په نړۍ کې د دنیا دویم قېمت بیه ښار و. یوې بلې سرچینې ، په ۲۰۱۸ز کال کې، پاریس له هنکانګ او سنګاپور نه هم ډېر مهم او قېمت بیه ډلبندي کړی دی.[1][2][3][4][5][6]
پاریس د اوسپنې پټلۍ یوه لویه لار او د لېږد رالېږد یو مرکز لري، چې د دوو نړیوالو هوایي ډګرونو له خوا یې چارې سنبالېږي: پاریس ـ د مارشال دوګل( د اروپا دویم هوایي ډګر دی ) د پاریس ښار د اورلي او موټر وې سیستم لري. د پاریس موټر وې، چې په ۱۹۰۰ز کال کې پرانستل شوه، هره ورځ ۵.۲۳ میلیونه مسافرو ته خدمت کوي. دغه مترو د مسکو له مترو وروسته د اروپا د میترو دویم سیستم دی. Gare du Nord، په نړۍ کې د اوسپنې پټلۍ له ګڼه ګوڼې نه ډک څلرو ېشتم تم ځای دی. په بهر کې له جاپان نه هم ډېر ځلېدلی دی او په ۲۰۱۵ ز کال کې یې۲۶۲میلیونه مسافر لرل. پاریس په ځانګړې توګه، په موزیمونو او د سیل وړ ودانیو سره پېژندل شوی دی. د لوور موزیم په ۲۰۲۰ز کال کې۲،۶۷۷،۴۰۵ کسه سیلانیان لرل. د COVID-1 ویروس له امله، د موزیمونو له اوږده تعطیل سره سره، د نړۍ یو داسې موزیم و، چې ډېر سیلانیان یې لرل. د اورسي موزیم، د مورموتان موزیم او د اورانژري موزیم، د فرانسې د امپرسیونیستی هنري ټولګو له امله، د ډېرې پاملرنې وړ وو. د پمپېدو مرکز د موډرن( معاصر)هنر موزیم، په اروپا کې د معاصر او موډرن هنر تر ټولو لویه ټولګه ده. د رودن موزیم او د پیکاسو موزیم، د پاریس د دوو نامتو اوسېدونکو آثار نندارې ته وړاندې کړل. د ښار په مرکز د رودسن په اوږدو کې تاریخي سیمه، له ۱۹۹۱ز کال نه را په دې خوا د یونسکو له لوري د نړیوال میراث په توګه ډلبندي شوې ده . د هغه ځای نامتو د لیدو وړ ځایونه په Île de la Cité کې د پاریس د نوتردام جامع کلیسا چې اوس له اورلګېدنې نه وروسته( د ۲۰۱۹ز کال د اپریل ۱۵)د بیا رغاونې لپاره تړل شوې ده. د سیل نور په زړه پورې ځایونو کې د گوتیک سنت شاپل کلیسا ده. همدارنګه، په Île de la Citéکې د ایفل برج دی، چې په ۱۸۸۹ز کې د پاریس د نړیوال نندارتون لپاره جوړ شوی دی. په ۱۹۹۰ز کال کې، د پاریس د نړیوال نندارتون لپاره ستره ماڼۍ او پتي ماڼۍ جوړې شوې دي. په شپاړسو لیزو کې د مونمارتر غونډۍ، په هنري تاریخ او د (ساکر کوئور)کلیسا سره.[7][8][9][10][11][12]
پاریس په ۲۰۲۰ز کال کې ۱۲.۶میلیونه سیلانیان لرل. دغه لیدونکي په۲۰۱۹ ز کال کې، په سلو کې ۷۳سلنه، د COVID-19 ویروس په سبب لږ شوي دي. د بهرنیو سیلانیانو شمېر، په سلو کې ۸۰.۷ سلنه کم شوی دی. موزیمونه په ۲۰۲۱ز کال کې بېرته پرانستل شول، یوازې په سیلانیانو باندې د ماسک اغوستل او د ټولنیز واټن ساتنه جبري شوي وو.[13]
د پاریس د سن جرمن(Saint-Germain ) فوټبال کلپ او د راګبي اتحادیې کلپ(the rugby union club) په پاریس کې دي. د نړیوال جام لپاره، په ۱۹۹۸ز کال کې د ۸۰۰۰۰څوکیو په لرلو سره لوبغالی جوړ شوی دی. دا لوبغالی د پاریس د شمال په سنت دنیس
کې ودان شوی دی. پاریس د فرانسې په ګرند سلم کې د آزادو تینس لوبو مېلمه پال و او د( Roland Garros) د سیمې په سره خاوره کې یې کلنی تورنمنت تر سره شو. دغه ښار، په ۱۹۰۰ز او ۱۹۲۴ز کلونو کې د المپیک لوبو مېلمه پال و. په ۲۰۲۴ز کال کې د المپیک د دوبنیو لوبو مېلمه پال و.په ۱۹۳۸ز او ۱۹۹۸ز کلونو کې د فوټبال نړیوال جام، په ۲۰۰۷ز کال کې د راګبي نړیوال جام او همدا شان، د یوفا د ۱۹۶۰، ۱۹۸۴ او د ۲۰۱۶ز کلونو کې د اروپا د اتلولۍ لوبې په دغه ښار کې تر سره شوې دي. د جولای په هره میاشت کې د پاریس په شانزلیزه واټ کې د فرانسې د توردو بایسکل سواري لوبې تر سره شوې دي.