د عربستان ټاپووزمه
From Wikipedia, the free encyclopedia
عرب ټاپووزمه د لودیې اسیا ټاپووزمه ده چې د افریقا لویې وچې په شمال ختیځ کې د عربستان په صفحه کې موقعیت لري. دغه ټاپووزمه د ۳ میلیونه ۲۳۷ زره او ۵۰۰ کیلومتر مربع (۱ میلیون ۲۵۰۰۰۰ مایل مربع) مساحت په لرلوسره د نړۍ تر ټولو لویه ټاپووزمه ده.[1][2][3][4][5][6][7]
ځمکه | 3.2 مليونn کيلوميټر2 (1.25 مليون ميل²) |
---|---|
ابادي | ~78 ميليون |
خلک | عربيان |
هېوادونه | بحرین کوېت عمان قطر سعودي عربستان متحده عرب امارات يمن |
له جغرافیايي پلوه په عرب ټاپو وزمه کې کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان، عربي متحده امارات، یمن او د عراق او اردن سویلي برخې شاملېږي. تر ټولو لوی هېواد یې سعودي عربستان دی.[8][9]
عرب ټاپو وزرمه ۵۶ او ۲۳ میلیونه وړاندې کلونو ترمنځ د سره سمندرګي د جلا کېدو په پایله کې رامنځته شوې، چې له لوېدیځ او سویل لوېدیځ لوري له سره سمندرګي، له شمال ختیځ لوري له فارس خلیج او عمان خلیج، له شمال لوري له شام او بین النهرین او سویل ختیځ لوري له عرب سمندرګي او هند سمندر سره پوله لري. دغه ټاپووزمه د نفتو او طبیعي ګازو د پراخو زېرمو په لرلو سره په عربي نړۍ او نړیوال ډګر کې مهم جیوپولیټیک رول لوبوي.
له معاصر دوران مخکې، د ابن فقیه د تشرېح پر بنسټ، دغه سیمه په څلورو جلا برخو وېشل شوې وه: مرکزي فلات (نجد یا الیمامه)، سویلي عرب، البحرین (ختیځ عرب یا الاحصا) او حجاز (د لوېدیځو سواحلو تیامه).[10]