سعودي عربستان
From Wikipedia, the free encyclopedia
سعودي عربستان چې په رسمي ډول د سعودي عربستان د پاچهي (Kingdom of Saudi Arabia) په نوم پېژندل کېږي، په لویدیځه آسیا کې هېواد دی. دغه هېواد د عربو ټاپو وزمې نږدې ټوله برخه جوړوي، چې مساحت یې نږدې ۲ میلیونه ۱۵۰ زره کیلومتر مربع (۸۳۰ زره مایل مربع) دی. په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی او په عربي نړۍ کې دویم لوی هېواد دی. په شمال کې له اردن او عراق، په شمال ختیځ کې له کویټ، په ختیځ کې له قطر، بهرین او عربي متحده اماراتو او په سویل ختیځ کې له عمان او یمن سره پوله لري، د عقبه خلیج په واسطه په شمال لویدیځ کې له مصر نه جلا کېږي. سعودي عربستان یوازنی هېواد دی چې له دواړو سره سمندرګي او فارس خلیج سره ساحلي کرښې لري، چې ډېری ځمکې یې له وچې صحرا، دښتو، بې ونو ځمکو او غرونو نه جوړه ده. پلازمېنه یې ریاض تر ټولو لوی ښار دی، په دغه هېواد کې د اسلام دوه سپېڅلي ښارونه مکه معظمه او مدینه منوره هم موقعیت لري.
سعودي عربستان | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 23.716667°شمال 44.116667°ختيځ / 23.716667; 44.116667 [1] |
کښتنۍ سيمه | سور سمندر (0 متر ) |
پراخوالی | 2250000 کیلومتره مربع [2] |
پلازمېنه | الرياض |
رسمي ژبې | عربي ژبه [3] |
مشرتابه | |
د حکومت ډول | تیوکراسي ، پاچاهي |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۱۷۲۷[4][5] |
د عمر محدودیتونه | |
بې کارۍ کچه | 11 سلنه (۲۰۱۴)[6] |
اوسط عاید | |
نورې عددونه او شمېرې | |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ملي نښان | باز |
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [7] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | SA |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +966 |
د اسلام له سپېڅلي دین وړاندې عربستان، هغه سیمه چې معاصر سعودي عربستان په کې پروت دی، د ګڼ شمېر لرغونو کلتورونو او تمدنونو ځای و، د عربستان له تاریخ وړاندې مهال په نړۍ کې د انساني چارو لومړني آثار ښيي. د نړۍ تر ټولو لوی دویم دین اسلام، په سعودي عربستان کې ظهور کړی. د ۷ مې پېړۍ په لومړیو کې، د اسلام پیغمبر محمد(ص) د عربستان وګړي متحد کړل او یو واحد اسلامي نظام یې جوړ کړ. په ۶۳۲ ز کال کې د هغه له وفات وروسته، پیروانو یې په چټکۍ سره د عربستان تر حاکمیت لاندې قلمرو پراخ کړ، په بې مخینې ډول یې په لویه کچه قلمرو (په لویدیځ کې له ایبري ټاپووزمې نه په ختیځ کې تر معاصر پاکستان پورې) د څو لسیزو په ترڅ کې فتح کړ. د معاصر سعودي عربستان نه بنسټ اخیستونکو سلسلو د راشدینو (۶۳۲-۶۶۱ ز کال)، امویانو (۶۶۱-۷۵۰ ز کال)، عباسیانو (۷۵۰-۷۵۱ ز کال) او فاطمي (۹۰۹- ۱۱۷۱ ز کال) خلافتونه وکړل، همدارنګه یې په آسیا، افریقا او اروپا کې ګڼ شمېر واکمنۍ رامنځته کړې.[8][9][10]
معاصر سعودي عربستان په ټولیز ډول له څلورو لرغونو سیمو: حجاز، نجد، د ختیځ عربستان له یوې برخې (الاحسا) او د سویلي عربستان له (عسیر) سیمو جوړ شوی. د سعودي عربستان د پاچهۍ بنسټ په ۱۹۳۲ ز کال کې د پاچا عبدالعزیز (په لویدیځ کې په بن سعود پېژندل کېږي) له خوا کېښودل شو. هغه په ۱۹۰۲ ز کال کې د مبارزاتو په پیل کولو سره د خپلو نیکونو یعنې سعود کورنۍ د کور، ریاض، په نیولو سره څلور سیمې د یوه واحد هېواد په توګه یو موټی کړې. له هغه مهاله وروسته د سعودي عربستان سیاسي نظام شاهي مطلقه دی، چې په واقعیت کې میراثي دیکتاتوري ده چې د اسلامي قوانینو پر بنسټ یې اداره کوي. په سني مسلمانانو کې تر ټولو ډېر محافظه کاره وهابي مذهبی خوځښت«د سعودي کلتور د غالبې ځانګړنې» په توګه پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ مه ز لسیزه کې د مذهبي جوړښتونو واک په پام وړ کچه کمښت موندلی دی. د دغه هېواد په اساسي قانون کې سعودي عربستان د یوه اسلامي خپلواک عربي دولت په توګه چې اسلام یې رسمي دین دی، عربي یې رسمي ژبه او پلازمېنه یې ریاض دی ،تعریف شوی دی. ځینې وختونه سعودي عربستان د اسلام د دوږ سپېڅلو ځایونو مسجد الحرام (په مکه کې) او مسجد النبوي (په مدینه کې) له امله د «دووسپېڅلو جوماتونو د ځمکې یا حرمین الشریفین» په نوم یادېږي.[11][12][13][14][15]
په دغه هېواد کې د ۱۹۳۸ ز کال د مارچ په درېیمه نېټه تیل کشف شول، چې ورپسې په ختیځ ولایت کې څو ځایه نور هم کشف شول. له هغه مهال نه سعودي عربستان د نړی د نفتو دویم لوی تولیدونکی (د امریکا له متحده ایالاتو وروسته) او د نړۍ د نفتو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی، چې د نړۍ په کچه د تیلو دویمې لویې او د ګازو پنځمې لویې زېرمې لري. دغه پاچهي د لوړ انساني شاخص په لرلوسره د نړیوال بانک د لوړ عاید لرونکي اقتصاد په توګه طبقه بندي کېږي او یوازنی عربي هېواد دی، چې د لوړو اقتصاد لرونکو G20 هېوادونو غړیتوب لري.[16][17][18][19][20][21]
دغه پاچهي د خپلو داخلي ناخالصو تولیداتو ۸٪ په پوځ لګوي ( په نړۍ کې له عمان وروسته تر ټولو لوړ) چې د امریکا له متحده ایالاتو او چین وروسته د پوځي لګښت له مخې درېیم هېواد دی، له ۲۰۱۵ ز کال نه تر ۲۰۱۹ ز کال پورې د وسلو ترټولو لوی واردونکی هېواد دی چې منځني ختیځ ته د امریکا د وسلو د ټولو صادراتو نیمايي ترلاسه کوي. په بن کې د جګړو د مطالعې د نړیوال مرکز (BICC) د راپور له مخې: سعودي عربستان د نړۍ ۲۸ پوځ لري او په سیمه کې د نظامي وسایلو د کیفیت له مخې له اسرائیلو نه دویم دی. د ۲۰۱۰ مې ز لسیزې وروسته په سعودي عربستان باندې د وسلو د پلورلو د بندولو په موخه ګڼ شمېر غوښتنو شتون درلود، هغه هم په یمن کې د جنګي جرمنو او په ځانګړي ډول د جمال خاشاقچي د ترور له پېښې وروسته. د سعودي عربستان دولت د ګڼ شمېر لاملونو، له دې جملې د یمن په کورنۍ جګړه کې د ونډې، د اسلامي تروریزم د مالي ملاتړ د ادعا او په دغه هېواد کې د اعدام د سزا نه د زیاتې ګټڼې له امله د بشري حقونو د ټیټې کچې، د انساني قاچاق نه په مخنیوي کې د کافي کړنو د نه اخیستو، د مذهبي لږه کیو(اقلیتونو) او ملحدینو سره د دولتي تبعیض، یهودیت ضد او د شریعت د قوانینو په سخت ډول تفسیر له امله تر نیوکو لاندې راغلی دی.[22][23][24][25][26][27][28][29][30][31][32][33][34]
سعودي عربستان د سیمې په کچه ځواک او هم په نړۍ کې د منځنۍ کچې ځواک شمېرل کېږي. د سعودي اقتصاد په منځني ختیځ کې تر ټولو مخکښ او د نړۍ په کچه اتلسم اقتصاد دی. سعودي عربستان د نړۍ یو تر ټولو ځوان نفوس لري چې د ۳۴.۲ میلیونه وګړو نه نږدې ۵۰ سلنه یې له ۲۵ کلونو کم عمر لري. په داسې حال کې چې د خلیج د همکاریو د شورا غړیتوب لري، د ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، عربي اتحادیې، عربي هوايي لېږد د سازمان او اوپک یو له فعاله او بنسټ اېښودونکو غړو نه دی.[35][36][37][38]