عمان
From Wikipedia, the free encyclopedia
عمان، په رسمي توګه د عمان سلطنت (عربيي: سلْطنةُ عُمان، Salṭanat(u) ʻUmān) په لویدیځه آسیا کې د عربي ټاپووزمې په سویل ختیځو سواحلو کې موقعیت لري. عمان چې پخوا یوه سمندریزه سترواکي وه، په عربي نړۍ کې تر ټولو پخوانی خپلواک هېواد دی. دغه هېواد چې د فارس خلیج د خولې سره په پوله سیمه کې موقعیت لري، له سعودي عربيستان، متحده عربي اماراتو او یمن سره ځمکنۍ پوله او له ایران او پاکستان سره ګډه سمندري پوله لري. دغه ساحل له سویل ختیځ لوري له عربي سمندرګي او له شمال ختیځ لوري د عمان له خلیج نه جوړ دی. د مدا او مسندم سیمې یې د متحده عربي اماراتو د ځمکنیو پولو له خوا احاطه شوې، د هرمز تنګی (چې له ایران سره شریک دی) او د عمان خلیج د مسندم ساحلي پولې جوړوي. مسقط د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی.[21][22]
پلازمېنه | |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
له اوولسمې پېړۍ وروسته، د عمان سلطنت سترواکي وه چې په فارس خلیج او هند سمندرکې یې د نفوذ په موخه د پرتګال او بریتانیا له سترواکیو سره سیالي کوله. په ۱۹ مه پېړۍ کې د دغې سترواکۍ په اوج کې، عماني نفوذ یا کنترول له ټول هرمز تنګي نه تر معاصر ایران او پاکستان پورې او په لرې سویل کې تر زنجبار رسېده. هغه مهال چې په ۲۰ مه پېړۍ کې یې قدرت را کم شو، دغه سلطنت د بریتانیا تر اغېز لاندې راغی. د ۳۰۰ نه زیاتو کلونو لپاره، د دواړو سترواکیو ترمنځ اړیکې د مشترکو ګټو له مخې وې. بریتانیا د عمان جغرافیايي اهمیت د سوداګریز مرکز په توګه چې په فارس خلیج او هند سمندر کې یې د هغو سوداګریزې کرښې تضمین کولې او د هند په نیمه لویه وچه کې یې له خپل نفوذ نه ساتنه کوله، په رسمیت وپېژاند. له تاریخي پلوه مسقط د فارس خلیج سوداګریز مرکز و. [23]
سلطان قابوس بن سعید له ۱۹۷۰ ز کال راهیسې د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري تر ۱۰ مې نېټې پورې د هغه تر مړینې پورې د دغه هېواد مشري وکړه چې دولتي بڼه یې مطلقه شاهي وه. د عمان د سلطنتي ځای ناستي د قوانینو له مخې باید د پاچا زوی د هغه ځای ناستي وي، خو له دې امله چې سلطان قابوس بچیان نه لرل، په خپل وروستي وصیت کې یې څرګنده کړه چې، د هغه ځای ناستی باید د مناسبې سلسلې کوم غړی وي. له همدې امله د قابوس له مړینې وروسته، سلطنتي کورنۍ د هغه د تره زوی هیثم بن طارق، د عمان د نوي پاچا په توګه وټاکه.[24][25]
عمان د ملګرو ملتونو سازمان، عربي اتحادیې، خلیج همکاریو شورا، ناپېیلي غورځنګ او د اسلامي همکاریو سازمان غړیتوب لري. د نفتي زېرمو لرلو له امله په نړۍ کې ۲۲ م ځایګی لري. په ۲۰۱۰ ز کال کې په وروستیو ۴۰ کلونو کې ملګرو ملتونو سازمان دغه هېواد د پراختیا له مخې یو له پرمختللو هېوادونو وباله. توریزم(سیاحت)، د کبانو او خرما سوداګري یې د سوداګرۍ یوه برخه جوړوي. عمان د لوړ عاید لرونکي اقتصاد او د نړیوالې سولې د شاخص له مخې په نړۍ کې ۶۹ سوله ییز هېواد بلل شوی دی.[26][27][28]