د ایټالیا دریم ویکټور امانوئل
From Wikipedia, the free encyclopedia
دریم ویکټور امانوئل (زوکړه: د ۱۸۶۹ زکال د نومبر ۱۱ مه – مړینه: د ۱۹۴۷ زکال د ډسمبر ۲۸ مه) د ۱۹۰۰ زکال د جولای له ۲۹ مې نیټې څخه د ۱۹۴۶ زکال د مۍ تر ۹مې پورې هغه مهال چې له واکه ګوښه کړای شو، د ایټالیا پاچا و. نوموړي همدارنګه د ایتوپیا د سترواک (۱۹۳۶-۱۹۴۱ زکال) او د البانیا د پاچا (۱۹۳۹-۱۹۴۳ زکال) په توګه واکمني وکړه. نوموړی د خپل پلار لومړي اومبرتو له ترورو وروسته واک ته ورسېد او د ۴۶ کلنې واکمنۍ پر مهال یې د ایټالیا پاچاهي په دوه نړیوالو جګړو کې ښکېل شوه. د نوموړي د واکمنۍ پر مهال ایټالوي فاشېزم وزېږېد، وده یې وکړه او سقوط یې وکړ.
د ایټالیا دریم ویکټور امانوئل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ناپل [1] |
مړینه | الکزنډريا [1] |
تابعیت | اېټاليا (۱۸ جون ۱۹۴۶–۲۸ ډيسمبر ۱۹۴۷)
د اېټاليا سلطنت (۱۱ نومبر ۱۸۶۹–۱۸ جون ۱۹۴۶) |
مذهب | |
اولاد | د ایټالیا دویم اومبرتو |
پلار | د ایټالیا لومړی اومبرتو |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | اېټاليايي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال دریم ویکټور امانوئل د لومړي وزیر پائولو بوسلي استعفا ومنله او پر ځای یې ویتوریو امانوئل اورلاندو (د بریا مخکښ) لومړی وزیر وټاکه. ایټالیا له دې سره چې د لومړۍ نړیوالې جګړې بریالي اړخ ته اړونده وه، خو ټولې هغه سیمې چې د ۱۹۱۵ زکال د لندن په هوکړه کې یې ورسره اړوند ژمنه شوې وه؛ ترلاسه نه کړې. د وارسا تړون چې جګړې ته یې پای ټکی کېښود وه یې نشو کولای د فیومه (کرواسیا ته اړوند ری یکا ښار) او دالماسیا اړوند د ایټالیا غوښتنې پوره کړي. دغه خواشینونکې بریا د اورلاندو د استعفا لامل وګرځېده. له کورني اړخه، د دغو سیمو له لاسه ورکول د اورلاندو د لنډ مهاله څو ځای ناستو لپاره سیاسي فاجعه له ځان سره لرله. په پایله کې آن د ټولو د درناوي وړ جوواني جولیتي چې په بې مخینې توګه د پنځم ځل لپاره یې د لومړي وزیر په توګه خدمت کاوه؛ وه یې نشو کولای د مخ پر ودې فاشیستي خوځښت پر وړاندې هېواد یو موټی کړي. فاشیستان چې د هېواد د مخ پر ودې اقتصادي ستونزو له امله پیاوړي شوي و، د روم پر لور یې لاریون رهبري کړ او پاچا هم بنیټو موسولیني لومړی وزیر وټاکه.
ویکټور امانوئل د فاشیستي رژیم د داخلي سیاسي ناوړه ګټنو اړوند په داسې حال کې چوپتیا غوره کړه چې د ایتوپیا د سترواکۍ او د البانیا د پاچاهۍ تاجونه چې د موسولیني د استعماري استثمار پایله وه؛ وه یې منل. هغه مهال چې په ۱۹۳۹ زکال کې موسولیني هڅه وکړه ایټالیا په دویمه نړیواله جګړه کې ښکېله کړي، ویکټور امانوئل ورسره مخالفت وکړ او د ۱۹۴۰ زکال تر جون میاشتې پورې یې په جګړې کې د ایټالیا له ښکېل کېدو مخه ونیوله، خو بالاخره پاچا اړ کړای شو موسولیني ته په جګړې کې د ګډون او د جګړې د قوماندانۍ په برخه کې پراخ واکونه ورکړي. دغه جګړه د ایټالیا لپاره فاجعه له ځان سره لرله، ځکه په اروپا او د افریقا په شمال کې یې ډیری تهاجمي عملیات له ماتې سره مخ شول. په ۱۹۴۳ زکال کې په ایټالیا باندې د متفقینو د برید د احتمال په زیاتوالي سره پاچا، موسولیني له واکه ګوښه کړ او د ۱۹۴۳ زکال په سپټمبر میاشت کې یې له متفقینو سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړه. د جرمني له غچ اخیستو سره په مخ کېدلو، هغه او دولت یې بریندیزي ته وتښتېد او جرمني هم د ایټالیا په شمال کې یو لاس پوڅی حکومت تاسیس کړ. هغه زړه نا زړه خپل لوری بدل کړ او د اکتوبر په میاشت کې یې له جرمني سره د جګړې اعلان وکړ، په داسې حال کې چې نوموړی تل د متفقینو له مشرانو سره ښکېل و خو د متفقینو د فشار له امله هغه د ۱۹۴۴ زکال په جون میاشت کې ډېری خپل واکونه خپل زوی اومبرتو ته تفویض کړل او په عملي بڼه یې په جګړه او د ایټالیا په دولت کې خپلې ونډې ته پای ټکی کېښود.
ویکټور امانوئل په ۱۹۴۶زکال کې له خپل تاج او تخت څخه د خپل زوی پاچا دویم اومبرتو په ګټه په دې هیله تېر شو چې وه به کولای شي د سلطنت څخه ولسي ملاتړ زیات کړي خو بالاخره د یوې بریالۍ ټول پوښتنې وروسته سلطنت لغو شو. له دې وروسته نوموړی د مصر الکسندریې ښار ته تبعید شو او یو کال وروسته همالته ومړ چې بیا د الکساندریې په سنټ کاترین کلیسا کې خښ کړای شو. په ۲۰۱۷ زکال کې د ایټالیا د ولسمشر سرجیو ماتارلا او د مصر د ولمسشر عبدالفتاح السیسي له هوکړې وروسته د نوموړي د جسد پاتې شوني ایټالیا ته راوړل شول.
په ایټالیا کې یو شمېر ایټالویان د هغه د ۱.۵۳ متره (۵ فوټه) قد لرلو له امله نوموړی کوچنۍ توره/شمشېر («Sciaboletta») او یو شمېر نور یې بیا د دواړو نړیوالو جګړو پر مهال د هېواد د رهبري کولو له امله سرتېری پاچا (il Re soldato) بولي. [2]