جیمز سکولین
From Wikipedia, the free encyclopedia
جیمز هنري سکولین (د ۱۸۷۶ز د سپټمبر له ۱۸مې- د ۱۹۵۳ز د جنورۍ له ۲۸مې) د اسټرالیا د کارګر ګوند سیاستوال او د اسټرالیا نهم لومړی وزیر و. سکولین د ۱۹۲۹ز کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند مشر شو. په ۱۹۲۹ز کال کې د هغه له لوړې نه دوه ورځې وروسته د وال سټریټ پېښه وشوه، چې په اسټرالیا کې د لوی ناورین پیل وه. د سکولین حکومت ډېر ژر د اقتصادي ناروین له امله اغېزمن شو، چې د خپلمنځي او تګلارو اختلافاتو له امله یې ګوند په درې برخو ووېشل شو او د ۱۹۳۱ز کال په وروستیو کې یې حکومت له سقوط سره مخامخ شو. سکولین پر خپلې بې نظمې دورې سربېره، د خپل ژوند په اوږدو کې د کارګر خوځښت مخکښه څېره پاتې شو او په ۱۹۴۹ز کال کې یې تر تقاعد پورې د ګوند په بېلابېلو مقامونو کې د یوه نامتو شخصیت په توګه دنده ترسره کړه.
جیمز سکولین | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | ۱۸ سپټمبر ۱۸۷۶[1][2][3] | ||||||
مړینه | 28 جنوري 1953 (77 کاله)[1][2][3] | ||||||
تابعیت | آسټراليا | ||||||
واک | |||||||
د استرالیا لومړی وزیر (9 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۲ اکتوبر ۱۹۲۹ – ۶ جنوري ۱۹۳۲ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه | ||||||
سمول |
سکولین، چې د کارګرې طبقې د ایرلنډي کډوالو زوی و، د ژوند په لومړیو کې په بالارت کې اوسېده او هلته یې د کارګر او هټیوال په توګه کار کاوه. سکولین یو خپل چاری او په زړه پوری مناظره کوونکی و. هغه په ۱۹۰۳ز کال کې د اسټرالیا له کارګر ګوند سره یوځای شو او پینځه لسیزې یې په کې کار وکړ. سکولین د ګوند سیاسي تنظیموونکی و او د دغه ګوند د ورځپاڼې مدیر و. هغه لومړی په ۱۹۱۰ز کال کې او بیا له ۱۹۲۲ز کال نه تر ۱۹۴۹ز کال پورې پارلمان ته وټاکل شو. سکولین په چټکۍ د پارلمان مخکښ غړی شو او په ۱۹۲۷ز کال کې د ګوند مرستیال او بیا په ۱۹۲۸ز کال کې د اپوزیسیون مشر شو.
وروسته له هغه چې سکولین په ۱۹۲۹ز کال کې په لویه کچه ټاکنې وګټلې، نو د وال سټریټ ناورین په ټوله نړۍ کې کړکېچ ګړندی کړ او یو ډول ډراماټیک بدلون یې رامنځته کړ، چې اسټرالیا یې د پور له مخې سخته زیانمنه کړه. سکالین او د هغه خزانه دار ټیډ ټیوډرو په ۱۹۳۰ز او ۱۹۳۱ز کلونو کې بېلابېلې طرحې وړاندې کړې، چې بهرني پورونه به بېرته ورکوي، کروندګرو ته به اسانتیاوې او مرستې برابروي او د کسر لګښتونو او د انبساطي پولي تګلارو پربنسټ به د بېکارۍ د مخنیوي لپاره اقتصادي انګېزه رامنځته کوي. که څه هم د لسیزې تر پایه پورې د کینزیا انقلاب د دې شاهد و، چې دغه نظریه د لوېدیځو هېوادونو له خوا منل شوې ده، خو په ۱۹۳۱ز کال کې دغه نظرونه راډیکالي او افراطي وګڼل شول او ډېری هغه کسان چې له اقتصادي کړکېچ نه ډارېدل، ورسره یې سخت مخالفت وکړ. سنا، چې تر هغه مهاله د مخالفانو په واک کې وه او مشترک المنافع بانک او د پور شورا، چې د محافظه کارو په واک کې وه، په مکرر ډول یې پر دغو طرحو بندیز ولګاوه.
له احتمالي تاوان سره، چې حکومت ورسره مخامخ و، سکولیون شاتګ وکړ او پر ځای یې د لومړيو وزیرانو طرحې ته لومړیتوب ورکړ. دا یو ډېر محافظه کاره اقدام و، چې د حکومت په لګښتونو کې د ډېر کمښت له امله ناورین رامنځته شو. تقاعد اخیستونکي او د کارګرانو اساسي حوزې د کمښت له امله سختې زیانمنې شوې، چې په پارلمان کې د پراخ بغاوت او د ډېرو وکیلانو د تښتېدلو لامل شو. له څو میاشتو کورنیو جګړو وروسته حکومت ړنګ شو او د ۱۹۳۱ز کال په ټاکنو کې د نوي متحد اسټرالیا ګوند له خوا په کلکه مات شو.
سکالین د څلورو نورو کلونو لپاره د ګوند د مشر په توګه پاتې شو او د ۱۹۳۴ز کال په ټاکنو کې یې ماتې وخوړه، خو د ګوند په وېش کې په ۱۹۳۵ز کال کې د سکولین تر راستنېدو پورې ښه والی رانغی. سکولین په ګوند کې یو دروند او په مالیاتي او دولتي مالي چارو کې مخکښ شخصیت شو. په ۱۹۴۱ز کال کې، کله چې کارګر ګوند واکمن شو، نو د هغوی په اصلاحاتو کې یې هم مهمه ونډه لرلې ده. که څه هم د خپل ریاست له دورې ناهیلی و، خو بیا یې هم له مړینې مخکې په ۱۹۵۳ز کال کې د خپل حکومت نظریې او طرحې لیدلې، چې د نورو حکومتونو له خوا پلي کېدلې.