جورج کلنټن (د ولسمشر مرستیال)
From Wikipedia, the free encyclopedia
جورج کلنټن (د ۱۷۳۹ کال د جولای له ۲۶ مې – د ۱۸۱۲ ز کال د اپریل تر ۲۰ مې) یو امریکایی سرتېری او سیاستوال و، چې د متحده ایالاتو له بنسټ اېښودونکو نه دی. نوموړي له ۱۸۰۵ کال نه تر ۱۸۱۲ ز کال پورې( د خپلې مړینې تر وخته) د امریکا د متحده ایالاتو د و لسمشر د څلورم مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. هغه له ۱۷۷۷ کال نه تر ۱۷۹۵ ز کال پورې او له ۱۸۰۱ کال نه تر ۱۸۰۴ ز کال پورې د نیویارک د والي په توګه وظیفه سر ته رسولې ده. نوموړی او جان سي کالهون یوازني دوه کسان دي چې د دوو ولسمشرانو تر واک لاندې د ولسمشر د مرستیال په توګه پاتې شوي دي. [1]
جورج کلنټن (د ولسمشر مرستیال) | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | واشنګټن ډي سي |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
برخه | د برتانيا فوځ |
جګړه/جګړې | د امريکا انقلابي جګړه |
لاسليک | |
سمول |
کلنټن د فرانسې او هند په جګړه کې خدمت وکړ او په استعماري اربکي ځواکونو کې د تورن رتبې ته ورسېد. له جګړې وروسته، نوموړي حقوقي کار پیل کړ او د نیویارک په ښار کې یې د حوزې د څارنوال په توګه دنده ترسره کړه. په ۱۷۷۷ ز کال کې د نیویارک والي شو او تر ۱۷۹۵ ز کال پورې په دې دنده کې پاتې شو. د امریکا د انقلابي جګړې په ترڅ کې، کلنټن د خپلواکۍ له خوځښت نه ملاتړ وکړ او د والي د دندې تر څنګ یې په براعظمي پوځ کې دنده ترسره کړه. د جګړې په اوږدو کې او له هغه وروسته، کلنټن د خاورې پر سر د واک د شخړو له امله اتحادیې ته د ورمونټ د غړیتوب لوی مخالف و.
نوموړی د متحده ایالاتو د اساسي قانون له تصویب سره د مخالفت تر څنګ، د فدرالي نظام د یوې مشهورې ضد څېرې په توګه را څرګند شو او د متحده ایالاتو د حقوقو د قانون د اضافه کولو نه یې ملاتړ وکړ. د ۱۷۹۰ ز کلونو په پیل کې، هغه د نوي دیموکراتیک جمهوري غوښتونکي ګوند د مشر په توګه راڅرګند شو او د ۱۷۹۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګوند په استازيتوب د مرستیال ولسمشر په توګه ډګر ته راغئ. کلنټن په ټاکنو کې درېیم ځای خپل کړ، ځکه چې ولسمشر جورج واشنګټن او مرستیال ولسمشر جان اډمز دواړو بیا ټاکنې وګټلې. په ۱۷۹۵ز کال کې نوموړی د بیا ټاکنو په لټه کې نه و، خو د ۱۸۰۱ز کال نه تر ۱۸۰۴ ز کال پورې یې بېرته د والي په توګه دنده ترسره کړه. کلنټن د والي په توګه د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږد خدمت ترسره کړی دی، تر هغه چې په ۲۰۱۵ ز کال کې تیري برانستاد(Terry Branstad ) له خوا دا ریکارډ مات شو.
د ۱۸۰۴ ز کال په ټاکنو کې، کلنټن بیا د د ډیموکراتیک - جمهوري غوښتونکي ګوند په استازیتوب د مرستیال نوماند په توګه ډګر ته را و دانګل، ځکه چې ولسمشر توماس جیفرسن خپل ټکټ نه هارون برر و ایست. د ۱۸۰۸ ز کال په ټاکنو کې، کلنټن د خپل ګوند له خوا د د ولسمشرۍ د نوماندۍ غوښتنه وکړه، خو د ګوند د کانګریس د نوماندۍ کمېټې، د نوموړي پر ځای جیمز مدیسن نوماند کړ. نوموړی له مدیسن سره د مخالفت تر څنګ، کلنټن بیا د مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړي په ۱۸۱۲ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د لومړي ځل لپاره د امریکا په تاریخ کې د مرستیال ولسمشر دفتر تش شو. د هغه وراره، دی ویت کلنټن، د خپل تره له مړینې وروسته، د کلنټن نیویارک سیاسي کورنۍ ته دوام ورکړ. دا کورنۍ په بل کلنټن پورې، چې له ۱۹۹۳ نه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې ولسمشر و، اړه نه لري.