واشنګټن ډي سي
From Wikipedia, the free encyclopedia
واشنګټن ډي سي چې پخوانی نوم يې د کلمبیا سیمه (District of Columbia) و اوس تش واشنګټن یا یواځې ډي سي هم ورته وايي، د امریکا متحده آیالتونو پلازمېنه ده. دا ښار د پوتوماک سیند پر ختیځه تړانګه موقعیت لري چې د ویرجینا آیالت سره په سوېل لویدیځ او سوېل برخه کې پوله جوړوي، او پاتې برخې یې د مریلنډ ایالت سره سرحد لري. پر دې ښار يې د امریکا د لومړني ولسمشر او بنسټګر جورج واشنګټن نوم اېښی دی، او فډرال سیمې ته ځکه کلمبیا وايي چې دا د دې هېواد د ښځینه تجسم نوم دی. د امریکا د فډرال حکومت او ګڼو نړیوالو سازمانونو د مرکز په توګه، دا ښار د نړۍ یو مهم سیاسي پایتخت دی. د امریکا د ښارونو ترمنځ دا ښار هم ډېر سیلانیان لري، او یواځې په ۲۰۱۶م کال کې ۲۰ میلیونو خلکو لیدنه ورڅخه کړې ده. [1][2][3][4][5]
د امریکا د اساسي قانون پر بنسټ دا فډرال سیمه د کانګرس د ځانګړي واک لاندې ده، نو ځکه دا سیمه نه د کوم ایالت برخه ده (او نه هم پخپله کوم ایالت دی). د ۱۷۹۰م کال د جولای په ۱۶مه نېټه د استوګنې قانون (Residence Act) لاسلیک شو چې له مخې يې د هېواد د ختیځ ساحل سره نږدې د پوټوماک سیند پر غاړه د هېواد پلازمېنه جوړېږي. په ۱۷۹۱م کال د ملي پلازمېنې په توګه د واشنګټن ښار بنسټ کېښودل شو، او کانګرس خپله لومړنۍ غونډه هلته په ۱۸۰۰م کال کې ترسره کړه. په ۱۸۰۱ کال کې، دا سیمه، چې وړاندې د مریلنډ او ویرجنیا برخه وه (په ګډون د جورج ټاون او الکساندریا د ورسپارلو)، د فډرال سیمه په توګه په رسمیت وپېژندل شوه. په ۱۸۴۶م کال کې، کانګرس د ویرجنیا ایالت د الکساندریا برخه بېرته ورکړه؛ په ۱۸۷۱م کال کې، کانګرس د سیمې د پاتې برخه لپاره یو واحده ښاري اداره رامنځته کړه. د ۱۸۸۰یمو کلونو څخه راپدېخوا په ایالت د دې ښار د بدلولو لپاره هڅې روانې وې چې په وروستیو کې هم دې خوځښت ډېر پرمختګ درلود او په کال ۲۰۲۱ کې د استازو جرګې داسې لایحه تصویب کړه چې له مخې يې دا ښار د یوه ایالت حیثیت غوره کوي. [6]
دا ښار په مربع ګانو وېشل شوی چې د کانګرس ودانۍ يې په منځ کې پرته ده او ۱۳۱ سیمې لري. د ۲۰۰۰م کال د سرشمېرنو له مخې، د دې ښار نفوس ۶۸۹۵۴۵ تنه و چې د امریکا شلم ګڼمېشتی ښار دی او د ویومېنګ او وېرمونټ په نامه د امریکا د ددو ایالتونو د ګډ نفوس څخه ډېر خلک پکې اوسېږي. د مریلنډ او ویرجنیا د اطرافو څخه واشنګټن ته د تلونکو راتلونکو خلکو نفوس چې ورډېر کړې، نو په واشنګټن کې د کاري ورځو پر مهال نفوس له یو میلیون څخه اوړي. واشنګټن (د مریلنډ، ویرجنیا او لوېديځې ویرجنیا د ځينو برخو په شمول) د امریکا شپږمه ستره مرکزي سیمه ده چې د ۲۰۱۹ کال د اټکل له مخې ۶,۳ میلیونه وګړي پکې اوسېږي. [7][8][9]
د امریکا د فدرال حکومن درې قوې د دې سیمې په مرکز کې پرتې دي: کانګرس (مقننه)، ولسمشر (اجرایه) او ستره محکمه (قضایه). واشنګتن د ګڼو ملي یادڅلو او موزیمونو کوربه دی چې ډېری يې د نېنشل مال په شاوخوا سیمه کې موقعیت لري. پدې ښار کې ۱۱۷ بهرني سفارتونه او د ډېرو نړیوالو سازمانونو، سوداګریزو اتحادیو، غیرانتفاعي سازمانونو، لابي ډلو او د مسلکي انجمونو مرکزي دفترونو دی، لکه د نړیوال بانګ ګروپ، د پیسو نړیوال صندوق، د امریکايي ایالتونو سازمان، د امریکا د تقاعد شویو وګړو اتحادیه، نېشنل جیوګرافیک ټولنه، د بشري حقونو کمپاین، مالي نړیوال شرکت او د امریکا سور صلیب.
له ۱۹۷۳م کال راهیسې دا سیمه د یوه منتخب ښاروال او د شورا د ۱۳ غړو لخوا اداره کېږي. کانګرس د ښار عام و تام صلاحیت لري او کولای شي ځايي قوانین له منځه یوسي. د ډي سي اوسېدونکي د استازو جرګې ته یو پلاوی هم ټاکي خو په سنا کې د دې سیمې استازی نشته. د دې سیمې رایه ورکوونکي د امریکا د اساسي قانون د درویشتم تعدیل سره سم چې په کال ۱۹۶۱ کې قانوني شو، د ولسمشرۍ د ټاکوونکو شورا درې غړي غوره کوي.