د برتانيا فوځ
From Wikipedia, the free encyclopedia
د برتانيا فوځ د هېواد د ځمکنۍ جګړې اصلي ځواک او د شاهي سمندري او شاهي هوايي ځواک تر څنګ د برتانيا د وسله والو ځواکونو يوه برخه ده. تر ۲۰۲۲ زکال پورې برتانوي فوځ ۸۰۹۷۶ منظم پوره وخته غړي، ۴۰۹۰ “Gurkhas” او ۵۲۶۰۰ تنه زېرمه غړي (چې ۲۹۴۰۱ تنه يې په خپله خوښه زېرمه فوځ کې او ۲۳۱۹۹ تنه يې په منظم زېرمه فوځ کې پخواني تنظيم شوي غړي دي) لري.
د معاصر برتانوي فوځ تاريخ په انګريزي فوځ او سکاتلينډي فوځ کې د وړاندې والي په درلودلو سره ۱۷۰۷ز کال ته ورګرځي، چې په ۱۶۶۰ ز کال کې د بيارغونې پر مهال جوړ شوي وو. د برتانوي فوځ “British Army” اصطلاح په ۱۷۰۷ زکال کې د انګلېنډ او سکاتلېنډ تر منځ د يووالي له قوانينو “Acts of Union” څخه وروسته تصويب شوه. د برتانوي فوځ غړي پاچا ته د خپل سر قوماندان په توګه د ژمنتيا سوګن کوي، مګر د ۱۶۸۹ز کال د حقونو لايحه “Bill of Rights of 1689” او د ۱۶۸۹زکال د حقونو د ادعا قانون “Claim of Right Act” له پاچا څه غوښتنه کوي، د سولې په وخت کې د فوځ ساتلو په موخه بايد د پارلمان رضايت ولري. د همدې له امله پارلمان لږ تر لږه په هرو پينځو کالونو کې يو ځل د وسله والو ځواکونو قانون “Armed Forces Act” په تصويبولو سره د فوځ تاييد کوي. فوځ د دفاع وزير له لورې اداره کېږي او د لوی درستيز له لورې يې مشري يا قومانده کېږي. [1][2][3][4][5]
برتانوي فوځ چې په اصل کې له پياده او سپرو څخه جوړ شوی دی، په برتانوي عسکري نظام کې يو له دوه منظمو ځواکونو څخه و (د برتانوي فوځي ځواکونو هغه برخې، چې د سمندري ځواکونو خلاف د ځمکنۍ جګړې دنده ورکول شوې وه)، چې دويم ځواک يې د “Board of Ordnance” په نوم د توپخانې فوځي قطعه “Ordnance Military Corps” وه (چې له شاهي توپچي، شاهي انجنيرانو او شاهي کان کېندونکو څخه جوړه شوې وه)، چې له اصلي ملکي کميساري څانګې “Commissariat Department” تر څنګ نورې څانګې زېرمه او اکمالوي. برتانوي فوځ کې لښکرکوټونه او نورې څانګې هغه وخت په پام کې ونيول شوې، چې په ۱۸۵۵ زکال د توپخانې بورډ له منځه لاړ. د بورډ نورې زياتې ملکې څانګې د جګړې دفتر “War Office” نومې اداره کې جذب شوې. [6][7][8][9]
د برتانيې فوځ د اوه کالونو د جګړې، د امريکا د اوښتونيزې جګړې، ناپيليوني جګړو، د کريميا جګړې او د لومړۍ او دويمې نړيوالو جګړو په ګډون د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ په سترو جګړو کې ونډه اخېستې ده. په دې ډېری پرېکنده جګړو کې د برتانيې برياليتوبونو دې هېواد ته لاره هواره کړه، چې نړيوالې پېښې تر خپل اغېز لاندې راولي او ځان د نړۍ د يو مخکښ نظامي او اقتصادي قدرت په توګه رامينځته کړي. د سړې جګړې له پای ته رسېدلو راهېسې د برتانيې فوځ د جګړې په يو شمېر سيمو کې خپور [ښکېل] شوی دی، چې زياتره وخت د اکتشافي ځواک د برخې، ايتلافي ځواک يا د ملګرو ملتونو د سوله ساتي عمليات د برخې په بڼه و. [10][11][12]