برنارد مونتګومری
From Wikipedia, the free encyclopedia
فیلډ مارشال برنارد لاو مونتګومری، د العلمین لومړی ویسکانټ مونتګومری (زوکړه: د ۱۸۸۷ زکال د نومبر ۱۷ مه – مړینه: د ۱۹۷۶ زکال د مارچ ۲۴ مه) چې د «مونتي» او «سپارتي جنرال» په مستعارو نومونو یې شهرت درلود د بریتانوي پوځ له مخکښو پوځي افسرانو څخه و چې په لومړۍ نړیواله جګړه، د ایرلنډ د خپلواکۍ په جګړه او دویمه نړیواله جګړه کې یې خدمت کړی. [2]
برنارد مونتګومری | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | ناروغي |
تابعیت | برېتانيا [1] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
وفاداري | برېتانيا |
برخه | د برتانيا فوځ |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه دويمه نړېواله جګړه د آیرلند د خپلواکۍ |
لاسليک | |
سمول |
مونتګومري د لومړي ځل لپاره د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د سلطنتي وارویک شایر ډلګۍ د ځوان افسر په توګه په جګړه کې برخه واخیسته. نوموړی د بلجیم بایول پولې ته څېرمه په میترن کې د یپرس د لومړۍ جګړې پر مهال د مخالفو ځواکونو د نښه ویشتونکي له خوا په ښي سږي کې وویشتل شو او ټپي شو. لویدیځې جبهې ته د لوی درستیزیت د افسر په توګه له را ګرځېدو وروسته نوموړي د ۱۹۱۷ زکال د اپرېل او مۍ میاشتو پر مهال د آرس په جګړه کې برخه واخیسته. نوموړي همدارنګه د ۱۹۱۷ زکال په وروستیو کې وړاندې له دې چې جګړه پای ته ورسي په پاشندیل جګړه کې یې د ۴۷ مې (د لندن د دویمې) فرقې د قوماندان په توګه برخه واخیسته.
د دواړو جګړو ترمنځ نوموړي وړاندې له دې چې د پیاده ځواکونو د ۹ مې لوا قوماندان او همدارنګه د ۸ مې پیاده لوا عمومي قوماندان شي؛ د پوځ د اولسمې ډلګۍ، سلطنتي پیاده ځواک او همدارنګه د سلطنتي وارویک شایر لوا د لومړۍ ډلګۍ قومانداني یې وکړه.
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د لویدیځې صحرا د عملیاتو پر مهال مونتګومري د ۱۹۴۲ زکال له اګست میاشتې څخه د ۱۹۴۳ زکال تر مۍ میاشتې پورې د العلمین په دویمه جګړه او همدارنګه په تونس کې د متفقینو د وروستۍ بریا تر مهاله د بریتانیا د پوځ د اتمې لوا قومانداني پر غاړه لرله. له دې وروسته نوموړي په سیسلي او ایټالیا باندې د متفقینو د بریدونو پر مهال د بریتانیا د پوځ د اتمې لوا قومانداني پر غاړه لرله او همدارنګه یې د ۱۹۴۴ زکال د جون له ۶ مې څخه د ۱۹۴۴ زکال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې د نورماندي جګړې (اوورلارډ عملیاتو) پر مهال د متفقینو د ځمکنیو پوځونو عمومي قومانده پر غاړه لرله. له دې وروسته نوموړي ته د اروپا په شمال لویدیځ کې د پاتې عملیاتو په ترڅ کې د پوځ د ۲۱ مې لوا قومانداني ور تر غاړه شوه چې د مارکېټ ګارډن په نامه عملیات هم په کې شاملېدل چې له راین څخه د تېرېدو په موخه و، خو وه نه توانېد.
هغه مهال چې د جرمني زرهي ځواکونو د بولج د جګړې په ترڅ کې په بلژیک کې د امریکايي ځواکونو سنګرونه مات کړل، مونتګومری ته د بولج د شمالي غاړې قومانداني وسپارل شوه. په دغه قومانداني کې د متحده ایالاتو د لومړي او نهم پوځ لنډ مهاله مشري شامله وه چې د بولج د شمال پر لور یې د جرمني د مخکې تګ مخه ونیوله، په داسې حال کې چې جرمنانو په سویل لوري کې د متحده ایالاتو د برید جنرال جورج پاتون تر مشرۍ لاندې د متحده ایالاتو دریم پوځ په شاه وتمباوه.
د مونتګومري تر قوماندې لاندې د پوځ ۲۱ مه لوا چې د متحده ایالاتو د پوځ ۹مه ډلګۍ او د متفقینو لومړنۍ هوايي ډلګۍ په کې شاملې وې د ۱۹۴۵ زکال په مارچ میاشت کې د پلنډر عملیاتو په ترڅ کې له راین څخه تېر شول او دوه اونۍ وروسته د متحده ایالاتو د پوځ لومړۍ ډلګۍ د رمیګان د جګړې پر مهال له راین څخه تېره شوه. د جګړې په پای سره د مونتګومري تر قوماندې لاندې ځواکونو د روهر پاکټ په نامه محاصره کې ونډه واخیسته، هالنډ یې آزاد کړ او د جرمني ډېری شمال لویدیځې برخې یې ونیولې. د ۱۹۴۵ زکال د می په ۲ مه شوروي اتحاد ته د برلین له تسلیم کېدو وروسته، مونتګومري د می په ۴ مه د اروپا په شمال لویدیځ لونبورګ هیث او د هامبورګ په سویل کې ځانته د جرمني ځواکونو تسلیم کېدل ومنل.
له جګړې وروسته نوموړی په جرمني کې د راین لپاره د ټولو بریتانوي ځواکونو درستیزوال شو چې بیا له ۱۹۴۶ زکال څخه تر ۱۹۴۸ زکال پورې د ټول سلطنتي ځواک لوی درستیز شو. له ۱۹۴۸ زکال څخه تر ۱۹۵۱ زکال پورې نوموړي د لویدیځ اتحاد د قوماندانانو د عمومي کمېټې د مشر په توګه خدمت وکړ. له دې وروسته نوموړي په ۱۹۵۸ زکال کې د خپل تقاعد تر مهاله په اروپا کې د ناټو سازمان د مخکښو متحدو هېوادونو د اعلی قوماندان د مرستیال په توګه خدمت وکړ.