د آیرلند د خپلواکۍ
From Wikipedia, the free encyclopedia
د آیرلند د خپلواکۍ جګړه هغه ګوریلایي جګړه وه چې له کال ۱۹۱۹ تر ۱۹۲۱ پورې په آيرلند کې د آیرلند د جمهوري غوښتونکي پوځ او برتانوي ځواکونو ترمنځ پئښه شوه چې برتانیا پوځ د ښاري ساتنې د نیمه نظامي او دهغو مرستندویو نیمه نظامیو څخه په ملاتړد الستر د ښارې ساتنې ځانکړو ځواکونو په وړاندې کوله او دا په آیرلند کې د انقلاب د دورې یوه برخه وه. [1]
د کال ۱۹۱۶ په اپرېل کې، آیرلندي جمهوریت غوښتونکو د سپېڅلي اختر په نامه یو پاڅون د برتانوي وا کمنۍ په وړاندې پیل کړ او د آیرلند جمهوریت یې اعلان کړ. که څه هم دا پاڅون له یوې اونۍ جګړې څخه وروسته وځپل شو خو دې قیام او د برتانیا ځواب د ايرلند د خپلواکۍ لپاره د خلکو د ستر ملاتړ لامل شو.د کال ۱۹۱۸ په ټاکنو کې، د سین فین جمهوري غوښتونکي ګوند په آیرلند کې پرېکنده بری ترلاسه کړ. او د کال ۱۹۱۹ د جنورۍ په ۲۱ یې د دېل ایرين په نامه یو جلا حکومت جوړ او د آيرلند خپلواکي یې اعلان کړه. په دې ورځ دوه تنه آیرلندي شاهي ښاري انتظامي ساتونکي د سولوهیدبېګ د کمین په لړ کې د آيرلند د جمهوري غوښتونکي پوځ د رضا کارانو په واسطه د خپل نوښت په اساس ووژل شول. جګړې په تدریجې توګه پراختیا وموندله او د کال ۱۹۱۹ په ډېره برخه کې د ايرلند جمهوري غوښتونکو پوځ تر ډېره د وسلو په نيولو او د جمهوري غوښتونکو زندانیانو په خوشې کولو په اړوند فعالیت باندې بوخت و په داسې حال کې چې دېل ايرین د یوه دولت جوړول پیل کړل. د سبتمبر په میاشت کې برتانوي حکومت سېن فېن او دېل اېرېن دواړه غیر قانوني وبلل او جګړې نور هم زور واخیست. د آیرلند جمهوري غوښتونکي پوځ به په آیرلندې شاهې انتظامي ساتونکو او په برتانوي ګزمو اوبارکونوحملې کولې او هڅه یې کوله چې هغوی د بارکونو پرېښودلو ته اړ کړي. د برتانیا دولت د ایرلند سلطنتي انتظامي قواوې له برتانیا څخه د بلک او ټن Black and Tan په نامه ځواکونواو کمکي ځواکونو نه په استفادې سره تقویت کړې چې دا قواوې د خراب انضباط او غیر نظاماینو باندي د کساتي حملو د ترسره کولو له امله چې ځینو ته یې برتانیا له خوا جواز ورکړل شوی و بدنامه شوې، له همدې امله دا جګړه د بلک اند ټن Black and Tan War ( هغه جګړه وه چې بر تانیا له ۱۹۱۸ تر ۱۹۲۰ پورې په آیرلند کې د خپلواکۍ غوښتونکو په وړادې ترسره کوله) یادېدله. دې جګړه کې ملکي سرغړونې ( دا هغه فعالیتونه دي چې خلک یې له مخې له قانون څخه سرغړونه کوي تر څو خپل اعتراض په سوله ایز ډول د حکومت په وړاندې وښیي) هم را منځ ته شوې چې په دې کې د رېل ګاډو له خوا د برتانوي ځواکونو او اکمالاتو له انتقال څخه انکار کول د پام وړ و. [2][3][4]
د کال ۱۹۲۰ په نیمایي کې، جمهوري غوښتونکو د هېواد د ډېروشورا ګانو کنترول تر لاسه کړ او د هېواد په سهیل او ختيځ کې یې د برتانیا واک وپرځاوه او برتانیا یې د دې ته اړه کړه چې ترڅو د اضطراري حالت قواوې وکاروي. د کال ۱۹۲۰ تر وروستیو څه ناڅه ۳۰۰ خلک ووژل شول خو جګړې د نومبر په میاشت کې زور واخیست. د کال ۱۹۲۰ د نومبر ۲۱ په وینو لړلې یکشبنه کې، د برتانیا ۱۴ استخباراتي کار کوونکي ووژل شول او له هغه وروسته د آيرلند شاهې انتظامي ځواکونو د ګېلیک د فوټبال د مسابقې لپاره په ټولو شوو خلکو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۴ ملکي وګړې ووژل شول او ۶۵ نور ټبیان شول. یوه اونۍ وروسته د برتانیا ۱۷ مرستندوی ځواکونه د کورک په ښارګوټي کې د کېلمیچیل په کمین کې ووژل شو او برتانیا د سهیلي آیرلند په ډېرو برخو کې نظامي حالت اعلان کړ او کورک ښار د تر سره شوې حملې په کسات کې وسوځول شو.جګړې په راتلونکو ۷ میاشتو کې نور هم زور واخیست چې په لړ کې یې ۱۰۰۰ تنه خلک ووژل شول او ۴۵۰۰ تنه جمهورې غوښتونکي زنداني شول. ډېری جګړې په مونستر ( په ځانګړي توګه د کورک په ښار کې) دوبلین او بلفاست کې پېښې شوې چې په دې ټولو سیمې کې د جګړې ۷۵ سلنه مړینې پېښې شوې. [5]
په شمال ختیځ کې جګړې فرقه اي بڼه درلوده او هلته کاتولیکي لږکیو د آیرلند له خپلواکۍ ملاتړ کاوه او ډېری پروتستانت اکثریتونه شاهي دولت پلوه و. د پروتستانتانو یو ځانګړی انتظامي ځواک جوړ شو او د دولت پلوه شبه نظامیان هم فعال و. هغوی به په کاتولیکانو له دې امله حملې کولې چې د آیرلند د شاهې پوځ د عمل کسات واخلي، په بلفاست کې فرقه اي جګړې زور واخیست چې په لړ کې ۵۰۰ تنه خلک ووژل شول چې ډېری یې کاتولیکان و. د کال ۱۹۲۱ د مې په میاشت کې د برتانیا تر قانون لاندې ووېشل شو چې له امله یې شمالي آیرلند را منځ ته شو. [6]
د کال ۱۹۲۱ د جولای په ۱۱ یو اوربند پېل شو او له اوربند څخه وروسته مذاکرات د دې لامل شو چې دکال ۱۹۲۱ د دسمبرپه ۶ د انګلیسانو او آيرلند تر منځ یو تړون لاسلیک شي. دې تړون د آیرلند په ډېرو سیمو کې د برتانیا واکمني پای ته ورسوله او له لسو میاشتو انتقالي دورې څخه وروسته چې د یوه مؤقت دولت له خوا یې څارنه کېدله، د کال ۱۹۲۲ د دسمبر په ۶ یو ځان اداره کوونکی آزاد آیرلندی دولت را منځ ته شو. شمالي آیرلند له برتانیا سره پاتې شو او له اوربند وروسته په بلفاست کې تاوتریخوالي اود شمالي آیرلند په سرحدي سیمو کې جګړو دوام وموند، او د آیرلند شاهي پوځ د کال ۱۹۲۲ په مې میاشت کې په شمال کې ناکامه حمله تر سره کړه. د کال ۱۹۲۲ د جون په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو تر منځ د انګلستان او آيرلند د تړون په اړوند مخالفتونه په آیرلند کې د ۱۱ میاشتنۍ کورنۍ جګړې لامل شول . د آیرلند ازاد دولت ۶۲۸۶۸ مدالونه د خپلواکۍ د جګړې په مهال د خدمت لپاره ورکړل چې ۱۵۲۲۴ یې کوچنیو نظامي پیاده ډلګیو ته ورکړل شول. [7]