ېورو
From Wikipedia, the free encyclopedia
یورو (سمبول یې: € کوډ یې: EUR) د اروپایي اتحادیې له ۲۷ هېوادونو نه د ۱۹ هېوادونو رسمي پولي واحد دی. د هېوادونو دا ډله د یورو زون یا یورو د سیمې په نوم یادېږي او شاوخوا ۳۴۳ میلیونه وګړي تر ۲۰۱۹ز کال پورې په کې مېشت وو. یورو، چې په ۱۰۰ سینټو وېشل شوې ده، د بهرنیو کرنسیو( اسعارو) په بازار کې د متحده ایالاتو له ډالرو نه وروسته دویم لوی او دویم ترټولو پراخ سوداګریزه کرنسي شمېرله کېږي. [1][2][3]
د ا کرنسي، د اروپایي اتحادیې د بنسټونو، د څلورو اروپایي کوچنیو هېوادونو چې د اروپايي اتحادیې غړي نه دي، دبریتانوي بهرنیو سیمو، لکه: د اکروتیري او دیکیلیا او ه په یو اړخیز ډول د مونتینیګرو او کوسوو له خوا په رسمي ډول کارول کېږي. له اروپا نه بهر، د اروپايي اتحادیې د غړو ځینې ځانګړې سیمې، یورو د خپلې کرنسي په توګه کاروي. له دې سره، په ټوله نړۍ کې له ۲۰۰ میلیونه نه ډېر خلک، له یورو سره په تبادله کې اسعار کاروي.
د متحده ایالاتو له ډالرو نه وروسته، یورو دویمه لویه کرنسي ده، چې د نړۍ د مرکزي بانکونو له خو د کرنسیو د زیرمو په توګه ساتل کېږي او په نړۍ کې دویمه کرنسي ده چې په سوداګریزه برخه کې په پراخه کچه کارول کېږي. د ۲۰۱۹ ز کال د دسمبرمیاشتې را په دې خوا، له ۱.۱۳ ټریلیون نه ډېره یورو په جریان کې وه او د یورو بانکنوټونه او سیکې په ګډه سره په نړۍ کې تر ټولو ډېرې په جریان کې پیسې ګڼل کېږي. [4][5][6][7][8]
د یورو نوم په رسمي توګه، په مادرید کې د ۱۹۹۵ ز کال، د دسمبر د میاشتې په مه ۱۶ نېټه ومنل شو. یورو د نړۍ مالي بازارونو ته د شمېر د واحد په توګه، د ۱۹۹۹ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه وړاندې شوه، چې د اروپا د کرنسۍ د پخواني واحد (ECU) یې د ۱:۱ نسبت پر بنسټ (۱.۱۷۴۳ ډالره) تبدیل کړ. د یورو سیکې او بانکنوټونه، په فزیکي ډول د ۲۰۰۲ ز کال د جنوري په ۱ نېټه، د بازار جریان ته ننوتل، چې د اروپایي اتحادیې د اصلي غړو د ورځنۍ راکړې وکړې پیسې برابروي او د ۲۰۰۲ ز کال تر مارچ پورې یې ،په بشپړه توګه د پخوانیو کرنسیو ځای ونیو. په داسې حال کې چې له دوو کلونووروسته، (۲۰۰۰ کال د اکتوبر ۲۶) یورو، ۰.۸۳ امریکايي ډالرو ته را ولوېده، ، د ۲۰۰۲ ز کال له ورستیو نه را په دې خوا، په سوداګرۍ کې له امریکايي ډالرو نه پورته تللې ده، چې د ۲۰۰۸ ز کال د جولای په ۱۸مه نېټه یې ۱.۶۰ امریکايي ډالرو ته پورته شوه او له هغې راهیسې خپل لومړني نرخ ته د را ګرځېدو په حال کې ده. د ۲۰۰۹ ز کال په وروستیو کې، یورو د اروپا د حاکمیت ، د پور په ناورین کې ډوبه شوه، چې په پایله کې یې د اروپا د مالي ثبات اداره او د پیسو د ثبات او پیاوړتیا نورسمونونه منځ ته راغلل. [9][10]