کرنه
تدللدا / From Wikipedia, the free encyclopedia
کرنه چی دزراعت او بزگری په نامه هم یادیږی، څارویو،بوټو،فنگسونو او نورو ژوندیو موجوداتو دروزنی څخه دغذا،فایبر،درملو اوداسی نورو محصولاتو دلاسته راوړلو څخه عبارت ده چی انسان ته د ژوندی پاتی کیدو اوورځنی ژوند تیرولو لپاره اړینه بلل کیږی.
کرنه په میشت انسانی تمدن کی یوه انکشافی کیلی وه، په کوم سره چی د اهلی انواعو دکر په وسیله اضافی غذایی مواد تولید شول چی د تمدن په انکشاف کی یی بی ساری او ډیره ونډه واخیسته. دکرنی مطالعه د کرنی دساینس په نوم هم یادیږی. دکرنی تاریخ د زرگونو کلونو پخوا پوری ټړلی، او انگشاف یی په زیاته کچه مختلفو اقلیمونو،کلتورونو اوټکنالوجیواو داسی نورو لاملونو ته په گوته شوی.
گرچه، اتکا په ټولو کرنیزو عملیاتو په عمومی ډول په ټکنالوجی د تولیداتو دزیاتوالی لپاره مخصوصا داهلی انواعولپاره په عین ځمکه کی په کار وړل شوی. بوټی، معمولا دخړوبونی مختلفو ډولونو ته اړتیا لری، که څه هم داسی نور میتودونه لکه د Dry land Farming (دکمو اوبو کر)، اود کلیو رمی په څرځایونو(Range Lands) کی چی تراوسه د څارویو(غواگانو،وریو او داسی نورو) دساتلو لپاره مناسب ځای دی. په انکشافی دنیا کی، صنعتی کرنه دښه مونوکلچر په وسیله دننی ورځی دکرنی د مدرنو سیستمونو یو غالب سیستم بلل شوی دی، که څه هم د استمراری کر لپار پرمختلونکی حمایه (لکه Permaculture(کرنیزه پراختیا په ایکولوجیکی سیستم کی) یا عضوی کرنه) شته ده.
ترصنعتی انقلابه پوری، د انسانانودنفوس یو زیات شمیر خلک په کرنه کی په مزدورکاری بوخت ول. مخکنی صنعتی کرنه د ورځنی ژوند د تیرولو دکرنی په شان وه چی دهقانانو به خواړه خپل دورځنی ژوند دتیرولو لپاره تیارول نه دتجارت لپاره. په کرنیزو عملیاتو کی یو دپام وړ تغیر په تیره یوه پیړی کی دټکنالوجی نه په استفادی اود جهانیزو مارکیټونو دانکشاف په اساس رامنځ ته شوی. چی دا په کرنیزو ټکتیکونوکی د ټکنالوجی د انکشاف باعث شوی لکه د Haber-Bosch میتود دامونیم نایتریت دترکیب لپاره، چی دغذایی موادو د دوران لپاره صنعتی عملیات جوړوی، سره له کرنیز تناوبه اودکمی حیوانی سری په استعمال سره. ننی اگرانومی، دبوټو نسلگیری، کرنیز کیمیاوی مواد (فنجی مړه کوونکی او کیمیاوی سری)، او دټکنالوجی انکشاف په چټکتیا سره زمونږ دغذایی موادو تولید زیاتوی خو په عین وخت کی د انسانانو په صحت باندی منفی اغیزی اوپه پراخه ډول په چاپیریال دناوړه اغیزو باعث کیږی. همدارنگه دحیواناتو په روزنه کی انتخابی نسلگیری او د عصری عملیاتو نه په استفاده زمونږ دغوښی په تولیداتو کی زیاتوالی را وستلای شو خو دڅارویو په رفاهیت اود اتیبیوتیکو، وده ایزو هارمونونو، او نورو کیمیاوی مواد چی په عمومی ډول دغوښی په صنعتی تولید کی په کار وړل کیږی ناوړه اغیزی درلودای شی. په جنټیکی ډول اصلاح شوی ژوی د کرنیزو تولیداتو یو زیاتویدونکی او مهم عامل بلل کیږی، که څه هم دا پا ډیرو هیوادونو کی منع شوی. دکرنیزو غذایی موادو تولید او داوبو منجمنت نن ورځ ددنیا یو له مهمو موضوعاتو څخه شمیرل کیږی چی دخلکو دپام وړ پاملرنه یی ځانته جلب کړی او باعث د زیاتو مناظرو اودنورو موضوعاتو دمنځ ته راتگ په نړیواله کچه شوی دی. دپام وړ تنزل دخاوری په ښیرازتیا او داوبو دمنابعو، په شمول د تنزل داوبو په ځمکنیو زیرمو کی دتیرو څو لسیزو له مشکلاتو څخه شمیرل کیږی. او د ځمکی دکری د گرمیدو اثر په کرنه او دکرنی اثر دځمکی د کری په گرمیدو لاتر اوسه سم ندی جوت شوی. عمده کرنیز تولیدات په عمومی ډول دغذایی موادو، فایبر، سوند موادو، او خامو موادو گروپونو کی ویشلای شو. مخصوص غذایی مواد لکه دانی(حبوبات،غلی)، سابه، میوی، غوړی، غوښه، مساله جات او داسی نور. فایبر شامل ده پختی، وړی، کنف، وریښم، اوکتان. خام مواد شامل د لرگینو تختواو بانکس. او داسی نور مهم مواد چی د بوټو په وسیله تو لیدیږی عبارت دی له کنډ، رنگ، درمل، عطر او هغه د سوند مواد چی دعضوی موادو څخه لاسته راځی او زینتی تولیدات لکه پری شوی گلان او د بزغلیو بوټی. د دنیا یو په دریمه برخه کارکونکی په کرنه بوخت دی، چی دخدمتونو دسکتور نه وروسته دویم سکتور راځی دډیرو کارکوونکو ددرلودلو پر اساس، که څه هم دکرنیزو چارو کارکوونکو شمیرپه پرمختللیو هیوادونو کی په تیرو څو سلیزو کی په زیاته کچه لږ شوی دی.
کرنه د افغانستان د جغرافیایی جوړښت له امله یو خاص اقتصادي ارزښت لري. په افغانستان کې کابو ۷۵ تر۸۵ سلنه خلک په کرنه بوخت دی. نو ددی له امله د افغانستان په ملی اقتصاد کې ستر رول لوبوی. د کرنی رول په ملی اقتصاد کې یو د هغه عایداتی او تمویلی منابعو څخه دی، چې د افغانستان هغه خلک چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي خپل وخت ورباندې تیروي او هوسا ژوند کوي کرنه په افغانستان کې په بیلا بیلو برخه وېشل شوې ده، مهمې برخې یې په لاندی ډول دی.
- مالداري
- دغواگانو روزنه
- د بزو روزنه
- بڼوالي
- د پسونو ساتنه
- د باروړونکو حیواناتو روزنه
- د میوو روزنه
- د سبزیجاتو تولید
- د غله جاتو تولید
- ځنگلونه