ناټو
From Wikipedia, the free encyclopedia
د شمالي اتلانتیک تړون ټولنه چې د شمالي اتلانتیک د ائتلاف په نامه هم یادیږي، د حکومتونو تر منځ یو پوځي ائتلاف دی چې دېرش غړي لري، اته ویشت يې اروپایي او دوه یې د شمالي امریکا هېوادونه دي. د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره سم رامنځته شو، یاد سازمان د شمالي اتلانتیک تړون چې د ۱۹۴۹ ز کال د اپرېل میاشتې په ۴مه لاسلیک شو، پلی کوي. [1][2]
ناټو د ټولیز امنیت له یو سیستم څخه جوړ دی، چې د یادې ټولنې غړي خپلواک دولتونه د هر بهرني لوري د برید پر وړاندې د ځوابي دفاع لپاره موافق دي. یاده ټولنه د سړې جګړې په بهیر کې د شوروي اتحاد له خوا د شته ګواښونو په ځواب کې رامنځته شوه. دغه ائتلاف د سړې جګړې تر پایه پورې په خپل ځای پاتې شو او په بالکان منځني ختیځ، سویلې اسیا او افریقا کې په پوځي عملیاتو کې ښکېل شو. د ناټو مرکزي اداره د بلجیم هېواد په پلازمېنه بروکسېل ښار کې موقعیت لري، په داسې حال کې چې د ائتلاف د عملیاتي فرمانونو مرکزي اداره د بلجیم هېواد مونس ښار ته څېرمه موقعیت لري. د ټولنې شعار انیموس این کانسولیندو لایبر دی (په مشورو کې له محدودیت څخه خپلواک ذهن /د هر څه په باره کې په خپلواکه توګه بحث کولی شئ). [3]
د ناټو د بنسټ اېښودلو راهیسې، له یاد ائتلاف سره د نویو غړو دولتونو یوځای کېدلو له اصلي دوولس هېوادونو څخه دېرشو هېوادونو ته لوړ کړی. وروستی هېواد چې د ناټو غړیتوب ته ورزیات شو، د شمالي مقدونیې هېواد دی چې د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ په ۲۷ له ناټو سره یوځای شو. ناټو اوس مهال بوسنیا هرزیګوینا، جیورجیا او اوکراین د احتمالي او هیله منو غړو په توګه پېژني. د دغې ټولنې پراخېدلو روسیې ته چې د یاد ائتلاف غړې نه ده، سرخوږی جوړ کړ او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له ناټو څخه غوښتي چې ناټو باید په ختیځ (لکه اوکراین، جیورجیا یا مالدووا هېوادونه) کې د دغه ائتلاف له پراخېدو څخه د مخنیوي لپاره قانوني ضمانت وړاندې کړي. [4]
شل نور هېوادونه د ناټو د سولې مشارکت پروګرام کې ګډون کوي، همدارنګه ۱۵ نور هېوادونه د مؤسساتو د جوړولو او رسمي کولو د خبرو اترو په پروګرام کې ښکېل دي. د ناټو د ټولو غړو ګډ نظامي لګښتونه په ۲۰۲۰ زکال کې د پوځي لګښت پر بنسټ د هېوادونو د نوملړ له ۵۷ سلنه څخه زیاته برخه جوړوي. د ناټو غړو موافقه کړې چې د دوی موخه تر ۲۰۲۴ ز کال پورې د لږ تر لږه ۲ سلنه ناخالص داخلي تولید (GDP) د مصرفولو له لارې، د موخنو دفاعي لګښتونو ساتل یا ترلاسه کول دي. [5][6][7]