منځنۍ آسيا
From Wikipedia, the free encyclopedia
مرکزي اسيا په اسيا لويه وچه کې يوه سيمه ده چې په لوېديځ کې د کسپين له سمندر نه په ختيځ کې تر چين او منګوليا پورې او په سويل کې له افغانستان او ايران، په شمال کې تر روسيې پورې غځېدلې ده، په دې سيمه کې د پخواني شوروي جمهوريتونه هر يو: قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان شامل دي. په عامه ژبه دې ته د «ستانونه» نوم هم ورکول کېږي، ځکه چې د هر هېواد نوم، د «ستان» وروستاړی لري چې معنا يې ده « ...ځمکه».[3][4]
مساحت | 4,003,400 کيلومتر2[1] |
---|---|
د وگړو شمېر | 61,551,945[2] |
گڼه گونه | 15 هر کيلومتر2 |
هېوادونه | قزاقستان قرغزستان تاجکستان ترکمنستان ازبکستان |
Nominal GDP (2009) | $ 166 بيليون |
GDP per capita (2009) | $ 2,700 |
له تاريخي اړخه مرکزي اسيا، د ورېښمو لارې سوداګريز مسير سره نژدې تړلې وه، د اروپا او لرې ختيځ تر منځ يې د خلکو، توکو او نظرياتو د خوځښت لپاره د لېږد د لارې کار ورکاوه.[5][6][7][8]
له اسلام مخکې او په اسلامي پيرونو کې (نږدې ۱۰۰۰ او له دې مخکې) مرکزي اسيا په عمده ډول د ايرانيانو تر واکمنۍ لاندې وه، اوسېدونکي يې په ختيځه ايراني ژبه خبرې کوونوکي باختريان، سغوديان، چوراسميان او نيمه کوچي ساکيان وو. د ترکانو له پراختيا وروسته، مرکزي اسيا د قزاقانو، اوزبیکانو، تاتاريانو، ترکمنانو، قرغزانو او يوغوريانو هستوګنځای هم شو، تر ډېره بريده، په دې سيمه کې د ويلې کېدونکو ايراني ژبو ځای، ترکي ژبو ونيو.[9][10]
د نولسمې پېړۍ له نيمايي او نږدې د شلمې پېړۍ تر پايه پورې، مرکزي اسيا د روسانو تر نېواک لاندې او په روسي سترواکۍ کې او وروسته بيا له شوروي اتحاد سره يو ځای شوې وه، همدې چارې روسان او نور مريان دې سيمې ته کوچ کولو ته اړ کړل. د اوسمهال په مرکزي اسيا کې ډېری اروپايان هم مېشت دي، څوک چې په قزاقستان کې ژوند کوي، اووه ميليونه يې روسان دي، ۵۰۰۰۰۰ يې يوکرانيان(Ukrainians )دي او نږدې ۱۷۰۰۰۰ يې المانيان دي. د سټالين د واکمنۍ پر مهال د شړلو او تبعيد د تګلارو له امله هم، په دې سيمه کې له ۳۰۰۰۰۰ زيات کوريايان ژوند کوي. [11][12][13][14][15]
د مرکزي اسيا په پنځو هېوادونو کې (۲۰۱۹ز) نږدې دوه اويا ميليونه وګړي ژوند کوي، چې هغه دا دي: په قزاقستان کې (۱۸ ميلیونه)، قرغزستان کې (۶ميليونه)، تاجیکستان کې (۹ ميليونه)، ترکمنستان کې (۶ ميلیونه) او اوزبکیستان کې (۳۵ ميليونه). [16]