مصر
From Wikipedia, the free encyclopedia
مصر چې رسمي نوم يې د مصر عربي جمهوريت دی، په څو لويو وچو کې پروت هېواد دی چې د افريقا شمال ختیځ کونج او د اسيا سويل لوېديځ کونج ته د سينا ټاپووزمې نه جوړ شوي يوه ځمکني پول په مټ غځېدلی دی. مصر د مديترانې په حوزه کې پروت دی، شمال ختيځ ته د غزې له تړانګې (فلسطين) او اسرائيلو سره ګډه پوله لري، ختيځ ته يې د عقبة خليج او سور سمندر، سويل ته يې سوډان او لوېديځ ته يې ليبيا پراته دي. د عقبة خليج بلې غاړې ته اردن، د سور سمندر بلې غاړې ته سعودي عربستان او د مديترانې بلې غاړې ته يې يونان، ترکيه او قبرص پراته دي، خو دا يو هم له مصر سره ځمکنۍ پوله نه لري.
مصر | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 27°شمال 29°ختيځ / 27; 29 [1] |
پراخوالی | 1010407.87 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | قاهره |
رسمي ژبې | عربي ژبه [2] |
مشرتابه | |
د حکومت ډول | ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۲۸ فبروري ۱۹۲۲ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 21 کلن |
نورې عددونه او شمېرې | |
پیسې | د مصر پونډ |
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [3] |
رسمي وېبپاڼه | |
د هيواد کوډ | EG |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +20 |
د بل هر هېواد په پرتله مصر تر ټولو اوږد تاريخ لري، د نيل د ډلټا په اوږدو کې د دې هېواد ميراث له زېږد مخکې شپږمې او څلورمې زرېزې ته رسېږي. لرغونی مصر چې د لرغوني تمدن زانګو بلل کېږي، د ليکلو، کرنې، ښارمېشتېدنې، منظم دين او مرکزي حکومتولۍ د ودې د لومړيو پرمختګونو شاهد و. د الجيزة د مقبرې، ابو الهول، د ممفيس ويرانۍ، طيبه، کرنک او د پاچايانو درې په څېر مشهور يادګارونه د دې ميراث څرګندونه کوي، په ورته وخت کې د علمي او ولسي مهمې توجه مرکز ګرځېدلی. د مصر اوږد او شتمن کلتوري ميراث د دې هېواد د ملي هويت نه جلا کېدونکې برخه ده، کوم چې په دوو لويو وچو کې د دې هېواد د موقعيت څرګندونه کوي، چې هغه په يو وخت کې مديترانه، منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د دې هېواد شتون دی. مصر د مسيحيت لومړی او مهم مرکز و، خو په اوومه پېړۍ کې په پراخه کچه اسلامي کړای شو، سره له دې چې د پام وړ مسيحي لږه کي هم لري، بيا هم تر ډېره بريده مسلمان پاتې شوی دی. [4][5]
د معاصر مصر لرغونتيا ۱۹۲۲ز کال ته رسېږي، دا هغه مهال دی، کله چې مصر له بریتانوي سترواکۍ نه د يو پاچايي نظام په توګه خپلواکي تر لاسه کړه. د ۱۹۵۲ز کال له اوښتون وروسته، مصر جمهوريت اعلان کړ او دا جمهوريت په ۱۹۶۱ز کال کې ړنګ شو. د شلمې پېړۍ د دويمې نيمايي په اوږدو کې، مصر له ټولنيزو او مذهبي شخړو او سياسي ټيکاو نه شتون نه تېر شو، په ۱۹۴۸، ۱۹۵۶، ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ز کلونو کې يې له اسرائیلو سره څو وسله والې نښتې وکړې، دې دواړو هېوادونو تر ۱۹۶۷ز کال پورې په نوبتي ډول د غزې تړانګه نيولې وه. په ۱۹۷۸ز کال کې مصر د کامپ ډيويډ تړون لاسليک کړ، په رسمي ډول د غزې له تړانګې په شا شو او اسرائيل يې په رسميت وپېژندل. دا هېواد اوس هم د ۲۰۱۱ز کال د اوښتون او د هغې د اغېزو په ګډون د سياسي ناکرارۍ، تروريزم او اقتصادي ودې نه شتون له امله، له ستونزو سره مخامخ دی. د مصر د اوسني نيمه صدراتي جمهوريتي حکومت مشري عبدالفتاح السيسي کوي، ډېری څارونکي دې حکومت ته يو مستبد يا د يو استبدادي حکومت د مشرتابه په سترګه ګوري، کوم حکومت چې په هېواد کې د بشري حقوقو په وړاندې پخوانيو ستونزو پيدا کولو د دوام مسئول دی.
اسلام د مصر رسمي دين او عربي يې رسمي ژبه ده. له سل ميليونه نه د زياتو وګړو په لرلو سره مصر په شمالي افريقا، منځني ختيځ او عربي نړۍ کې تر ټولو زيات نفوس لرونکی هېواد دی، په افريقايي هېوادونو کې درېيم زيات نفوس لري (له نايجيريا او ايتوپيا وروسته) او په نړۍ کې څوارلسم هغه هېواد دی چې زیات نفوس لري. ډېری اوسېدونکي يې د نيل سيند پر څنډو ژوند کوي، دا سيمه ۴۰۰۰۰ کيلو متره (۱۵۰۰۰ ميل مربع) مساحت لري او دا هغه سيمه ده چې د کرنې لپاره ځمکه په کې موندل کېږي. د سهارا دښتې پراخه سيمو کې ډېر کم خلک ژوند کوي، کومه چې د مصر ډېره ځمکه پوښي. د مصر نژدې نيمايي اوسېدونکي په ښاري سيمو کې ژوند کوي، له دوی نه ډېری يې د قاهرې، سکندريې او د نيل ډيلټا په نورو ګڼ مېشتو ښارونو کې خپاره شوي دي.[6]
مصر په شمالي افريقا، منځني ختيځ او اسلامي نړۍ کې يو سيمه یيز ځواک بلل کېږي، خو په ټوله نړۍ کې د منځني ځواک په سترګه ورته کتل کېږي. مصر د متنوع اقتصاد لرونکی دی، له اقصادي اړخه په افريقا کې دويم ستر ځواک، په نړيواله کچه د کورني ناخالص توليد له پلوه دري دېرشم او د PPP له نظره د نړۍ شلم ستر اقتصاد لري. مصر د ملګرو ملتونو، بې پری خوځښت، عرب اتحاديې، افريقايي اتحاديې، اسلامي همکاريو سازمان او ځوانانو د نړيوالې ټولنې له بنسټ اېښودونکو غړو نه دی.[7]