مالي
From Wikipedia, the free encyclopedia
مالي چې رسمي نوم یې د د مالي جمهوریت دی په لویدیځې افریقا کې په وچې پورې تړلې یو هیواد دی. پلازمینه یې د باماکو ښار او رسمي ژبه یې فرانسوي ده، ۱۹۲'۲۴۰'۱ میلیونه کیلومتره مساحت او ۱۷۶'۵۱۷'۱۴ میلیونه وکړي لري. د مالی د پیسو واحد د د مالي فرانک (XOF) دی او په ۲۲ سپتمبر ۱۹۶۰م کال له فرانسه خپلواکی ترلاسه کړی.
مالي چې په فرانسوي تلفظ کی ملي ورته وایي، په رسمي توګه د مالي جمهوریت دی، چې په لویدیځه افریقا کی یو په وچه کې را ګير هېواد دی. مالي په افریقا کی اتم لوی هېواد دی چې مساحت يي له ۱۲۴۰۰۰۰ کیلو متر مربع او یا ۴۸۰۰۰۰ مربع میل څخه اضافه ده. د نفوس شمېر يي ۱۹.۱ میلیونه ده. په ۲۰۱۷ ز کال کی ۶۷٪ نفوس يي تر ۲۵ کلنی ښکته عمر اټکل شوی و. بماکو يي پلازمینه او لوی ښار دی. د مالي خپلواک دولت له اتو سېمو څخه جوړ دی او شمالي پولې يي د صحرا دښتې تر نیمايي پورې رسېږي. د دې هېواد سويلي برخه په سوډانیايي سوانا کی ده، چې ډیری اوسيدونکی يي هلته ژوند کوي او د نیجر او سینیګال دواړه سیندونه هم له همدی ځايه تېریږي. د هېواد اقتصاد يي په کرڼه او کانونو باندې ولاړ ده. د مالي يو له خورا مشهورو طبیعي زیرمو څخه سره زر دي، چې د افریقا په وچه کې د سرو زرو دریم لوی تولیدونکی هېواد دی. دا هېواد مالګه هم صادروي.[1][2][3]
نننی مالي يو وخت د دریو خورا پیاوړو او بډایه لویدیځې افریقايي امپراتوریو برخه وه چې د ټرانس صحرن تجارت يي کنټرولاوه: د ګانا امپراتورۍ (چې ګانا نومېږي)، د مالي امپراتورۍ (چې مالي نومېږي) او د سونګهای امپراتورۍ. په ۱۳۰۰ ز کال کې د مالي امپراتورۍ چې په خپل اوج کی وه، په افریقا کی تر ټولو بډايه هېواد و، چې د نننۍ فرانسې دوه برابره مساحت یې لاره او د همدې نیمه وچې تر لویدیځو غاړو پورې یې پولې درلودي. مالي هم د ځمکي پر مخ یو له شتمنو هېوادونو څخه و، چې په پايله کې يي امپراتور منسا موسا د تاریخ تر ټولو شتمن کس ګڼل کېږي. د خپل اقتصادي ځواک تر څنګ، مالي هېواد په منځنۍ پېړیو کې د اسلام، کلتور او پوهې مرکز هم و، چې تیمبکتو یې د خپل پوهنتون له امله د زده کړې یو مهم مرکز ګرځیدلی و، چې دا پوهنتون په نړۍ کې یو له زړو پوهنتونونو څخه ګڼل کېږي، چې لا اوس هم شته. [4][5][6][7]
د ۲۰۱۲ ز کال د جنوري په میاشت کې د مالي هېواد په شمال کې وسله واله جګړه پیل شوه، چی په پایله کې د توریګ ياغیانو په شمال کې يوه سیمه ونېوله او د اپرېل په میاشت کې یې د ایزواد په نوم د یوه نوی دولت د جلاکېدو اعلان وکړ. شخړه د يوې پوځي کودتا له امله پیچلې شوه او وروسته د توريګ او نورو ياغي ډلو تر منځ جګړه وشوه. د سیمو د نیولو په غبرګون کې د فرانسي پوځ د ۲۰۱۳ ز کال د جنوري په میاشت کې د Opération Serval عملیات پيل کړل. میاشت وروسته مالیايي چارواکو او فرانسوي ځواکونو د شمال ډېرې برخې بیرته ونېولي. وروسته ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۱۳ ز کال د جولای میاشتی په ۲۸ مه تر سره شوې، چې د دويم پړاو ټاکنې د اګسټ میاشتي په ۱۱ مه، او پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۳ ز کال د نومبر په ۲۴ مه او د ډسمبر په ۱۵ تر سره شوې.[8][9][10]
د ۲۰۲۰ لسېزي په لومړيو کي مالي د اسېمی ګويتا (Assimi Goïta) له خوا دوه نظامي نیوونې تجربه کړي.