فلورانس
From Wikipedia, the free encyclopedia
فلورانس (/ˈflɒrəns/ FLORR-ənss؛ په ايټاليوي ژبه: فېرنس/ Firenze [fiˈrɛntse] (اورېدل)) د مرکزي ايټالیا یو ښار چې د توسکاني سيمې پلازمېنه ښار دی. دا ښار د توسکاني تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار دی چې په ۲۰۱۶ کال کې يې نفوس ۳۸۳۰۸۳ کسانو ته رسېده؛ او له ۱۵۲۰۰۰۰ څخه زیات کسان یې په ښاري سیمه کې مېشت و. [1]
فلورانس په منځنیو پېړيو کې د اروپا مالي او سوداګریز مرکز او د هغه مهال یو له تر ټولو شتمنو ښارونو څخه و. ډېری اکادميک کسان يې د رنسانس/نويوالي د زېږېدلو ځای بولي چې په یو هنري، کلتوري، سوداګریز، سیاسي، اقتصادي او لوی مالي مرکز بدل شو. فلورانس د دې مهال په بهیر کې په ايټالیا او اروپا کې د لویې کچې او تر هغه پورته موقعیت ته لوړ شو. په سیاسي توپاني تاریخ کې يې د مديچي د ځواکمنې کورنۍ د واکمنۍ دوره او بېلابېل مذهبي او جمهوري غوښتونکي انقلابونه شاملېږي. له ۱۸۶۵ کال څخه تر ۱۸۷۱ کال پورې دې ښار د ايټالیا پاچاهۍ (چې په ۱۸۶۱ کال کې رامنځته شوه) د پلازمينې په توګه خدمت وکړ. فلورانسي ګړدود/لهجه د ايټالوي ژبې بنسټیز معیار جوړوي او د ډانته الګېري، پټراک، جووواني بوکاچیو، نیکولا ماکیاولي او فرانچسکو ګوئیچیارډیني د شهکارونو د پرستيژ/حیثیت له امله په ټوله ايټالیا کې د فرهنګ ژبه شوه. [2][3][4][5][6][7]
دا ښار په کلني ډول میلیونه سیلانیان ځانته راجلبوي او یونیسکو په ۱۹۸۲ کال کې د فلورانس تاریخي مرکز د نړیوال میراث په توګه معرفي کړ. دا ښار د کلتور، هنر، رنسانس معمارۍ او تاریخي ودانیو له امله پېژندل شوی. دا ښار همدارنګه د بېلابېلو هنري موزیمونولکه د اوفیزي ګالري او پېټي ماڼۍ لرونکی دی او لا هم په هنري، کلتوري او سیاسي برخو خپل اغېز شیندي. نړیوال ميراث او فلورانس ودانیو ته په پام سره فوربس (یوه امریکایۍ سوداګریزه مجله) په ۲۰۱۰ کال کې د نړۍ د تر ټولو ښکلي ښار په توګه درجهبندي کړ. [8][9][10]
فلورانس د ايټالیا په سینګار/فېشن کې اړین رول لوبوي او د ژبو د کارونې د ارزونې نړیوال شرکت (Global Language Monitor) لهخوا د سینګار د ۱۵ غورو پلازمینو په رتبهبندۍ کې راځي؛ پر دې سربېره د ملي اقتصاد او همدارنګه د سیلانیانو مرکز او صنعتي قطب دی. [11][12]