سوله غوښتنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
سوله غوښتنه د جګړې، پوځي ګرایي (د عسکري خدمت او همدارنګه د جبري خدمت په ګډون) یا تاوتریخوالي پر وړاندې مخالفت یا مقاومت دی. سوله غوښتونکي تل د عادلانه جګړې نظریې رد کوي. د سولې غوښتنې (pacifism) کلمه د سولې لپاره د فرانسوي مبارز امیل ارنو له خوا ابداع شوه چې بیا په ۱۹۰۱ زکال کې په ګلاسکو کې د نړیوالې سولې په لسم کانګرس کې د سولې په برخه کې د نورو فعالینو له خوا هم ومنل شوه. دغې اصطلاح ته ورته بله اصطلاح آهیمسا (ahimsa) ده چې په هېڅ وجه چاته د زیان نه اړولو په معنی ده چې د هندي ادیانو لکه د هندوئېزم، بودېزم او جینېزم یو له اصلي فلسفو څخه ده. په داسې حال کې چې په دې اړوند معاصر مفاهیم نوي دي او د ۱۹مې پېړۍ راوروسته توضیح شوي، خو ګڼ شمېر لرغوني ارجاعات لري. [1]
په معاصر پېر کې له دغې موضوع سره لیوالتیا د لئو تولستوی له خوا په خپلو وروستیو آثارو په ځانګړې توګه، د خدای پاچاهي په تا کې دننه ده (The Kingdom of God Is Within You) تر عنوان لاندې اثر کې بېرته راوپارول شوه. مهاتما ګاندي هم د تاوتریخوالي نه کوونکي ثابت قدمه اپوزیسیون د چارو د ترسره کولو لارښوونه وکړه چې ده ورته «ساتیاګراها» ویل او د هند د خپلواکۍ په خوځښت کې یې مهمه ونډه لرله. د دغه چارو اغېزې مارتین لوترکینګ جونیر، جیمز لاوسون، مري او چارلز بیرډ، جیمز بیول، ټیچ نات ان او د مدني حقونو د خوځښت ډیری نورو غړو ته الهام بخښونکې وې. [2][3]