سلطان
From Wikipedia, the free encyclopedia
سلطان چې په اصل کې له سلطان نه اخیستل شوی لغات دی، د عربي ژبې ریښه لري. سلطان په عربي ژبه کې واکمن یاهم امپراطور (ټولواکمن) ته ویل کیږي. لکه څنګه چې د شاه ځایناستي ته شهزاده ویل کیږي نو د تاریخي او ادبي نظره د سلطان ځایناستي ته (سلطان زوی) ویل کیږي. د افغانستان په لرغونی تاریخ کې سلطان تر ډیره هراړخیز واکمن ته کار شوی دی.
سلطان يو مقام دی چې ګڼې تاريخي معناوې لري. دا د «ځواک»، «اختياراتو»، «واکمني» په معنا يو مطلق اسم و، کوم چې له لغوي اسم «سلطة» څخه اخستل شوی و چې د اختيار، يا ځواک په معنا ده. وروسته د واکمنو لپاره د لقب په توګه کارول کېدو، چا به چې په عمل کې د بشپړې خپلواکۍ ادعا کوله (دا معنا چې په هېڅ لوړ پوړي واکمن به متکي نه و)، خو په ټوليز ډول يې د خلافت ادعا نه کوله او نه به په يو خلافت کې د يو ولايت پياوړي والي ته دا نوم کارېدو. د دې ټکي صفتي بڼه سلطاني دی، همدا راز هغه دولت او سيمې ته چې سلطان واکمنمي پرې کوي، تر څنګ يې د هغه دفتر ته د سلطنت (سلطنة) نوم اخستل کېږي.[1][2][3]
دا اصطلاح له پاچا (ملک) څخه جلا ده، سره له دې چې دواړه اصطلاحات يو خپلواک واکمن ته اشاره کوي. د سلطان ټکي استعمال تر مسلمانو هېوادونو پورې محدود دی، په داسې حال کې چې دا لقب له ځانه سره مذهبي اهميت لري، کوم چې د ډېر سيکولار (لادينه) لقب پاچا (بادشاه) سیال لقب دی، د پاچا اصطلاح هم په اسلامي او هم په غېر اسلامي هېوادونو کې کارول شوې ده.[4][5]
په وروستیو کلونو کې، عصري ميراثي واکمنو له خوا کرار کرار د سلطان لقب (منصب) پر پاچا، څوک چې هيله لري د قانون تر حاکميت لاندې په خپله سيکولار واکمنۍ ټينګار وکړي. د پام وړ بېلګه يې مراکش دی، د چا ټولواک چې په ۱۹۵۷ز کال کې خپل نوم له سلطان څخه پا پاچا واړاوه.