د ښځو حقونه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ښځو حقونه له هغو حقونو او امتیازاتو څخه دي کوم چې په ټوله نړۍ کې د ښځو لپاره د هغو غوښتنه کېږي. د همدغو حقونو له مخې په ۱۹ پېړۍ کې د ښځو د حق غوښتلو خوځښتونو او په ۲۰ مه او ۲۱ مه پېړۍ کې د فیمنسټي خوځښتونو بنسټ کېښودل شو. په همدې حال کې، دغه حقونه په ځینو هېوادونو کې د قانون، سیمه ییزو قوانینو او رواجونو له لوري بنسټیز او په ځینو نورو کې بیا رد او یا هم تر محدودیتونو لاندې ونیول شول. دوی د بشر له حقونو څخه د تعصب لرونکې پوهې، تاریخي او دودیز اخذ پر بنسټ د ښځو پر حقونو د نارینه وو حقونو ته د لوړا وي پر ورکولو ټینګار درلود.[1]
هغه مفاهیم چې په معمول ډول د ښځو له حقونو سره تړاو لري د دوی ځاني یووالي او خپلواکۍ ته اړوند حقونه دي لکه له جنسي تاوتریخوالي خوندیتوب، د رایې ورکولو حق، د عامه خدمتونو د څوکۍ لاسته راوړل، د قانوني هوکړو ترسره کول، په کورني حقونو کې د مساوي حقوقو لرل، د کار حق، د عادلانه او یا هم مساوي معاش لرل، د اولاد راوړلو حق، د مالکیت او د زدکړو کولو حقوق شامل دي. [2]