جاپان
From Wikipedia, the free encyclopedia
جاپان په ختيځه اسيا کې يو ټاپو هېواد دی چې په شمال لويديځ ارام سمندر کې پروت دی. لويديځ ته يې د جاپان سمندر، په شمال کې د اوخوټسک له سمندر نه د ختيځ چين سمندر پر لور او په سويل کې د تايوان پر لور غځېدلی دی. د اور د کړۍ (د اورغورځوونکو سيمه) د يوې برخې په توګه، جاپان د ۶۸۵۲ ټاپوګانو مجمع الجزاير دی چې ټوله سيمه يې ۳۷۷۹۷۵ کيلو متره (۱۴۵۹۳۷ ميل مربع ده) ده، پنځه اصلي ټاپوګان يې دا دي: هوکايدو، هونشو (اصلي ځمکه)، شيکوکو، کيوشو او اکيناوا. پلازمېنه او ستر ښار يې توکيو دی. نور ستر ښارونه يې دا دي: یوکوهاما، اوساکا، ناګويا، یاپورو، فوکيوکو، کوبه او کيوټو.
جاپان | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 35°شمال 136°ختيځ / 35; 136 [1] |
پراخوالی | 377972.28 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | توکیو |
رسمي ژبې | د ياماتو ژبه |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | |
بې کارۍ کچه | 4 سلنه (۲۰۱۴)[2] |
اوسط عاید | |
نورې عددونه او شمېرې | |
ترافيکي لورۍ | کيڼ [4] |
رسمي وېبپاڼه | |
د هيواد کوډ | JP |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +81 |
د وګړو د شمېر له اړخه په نړۍ کې يوولسم هېوا د ی، ګڼ مېشته او زيات ښارونه لري. د هېواد درې په څلورمه برخه غره ييزه ده، ۱۲۵.۳۶ ميليونه وګړي يې په نريو ساحلي دښتو کې مېشت دي. جاپان په اووه څلوېښتو اداري برخو او اتو دوديزو سيمو وېشل شوی دی. د ټوکو ستره سيمه، د اووه دېرش اعشاريه څلور میلیونه نفوس په لرلو سره د نړۍ په کچه هغه سيمه ده چې زيات وګړي لري.
په جاپان کې له لوړ ډبرين پير نه انسانانو ژوند کړی دی (له زېږد مخکې ۳۰۰۰۰ )، خو د دې مجمع الجزاير په اړه لومړۍ ليکل شوې يادونه، د چين په تاريخي ليکنه (د هان کتاب) کې شوې، چې له زېږد وروسته په دويمه پېړۍ کې پای ته ورسېد. د څلورمې او نهمې پېړۍ تر منځ، د جاپان پاچهي د يوه سترواک او يو دربار تر واک لاندې متحده شوه، چې مرکز يې په «هيان کيو» کې و. د نولسمې پېړۍ په پيل سره، په دې هېواد کې سياسي واک يو لړ پوځي مطلق العنان واکمنو (شوګون) او ملوک الطوايفيو (ډايميو) په لاس کې واخيست او دا واکمنۍ د جنياليو اشرافو د يوې طبقې (سامورايي) له خوا پر مخ وړل کېده. د يوې پېړۍ اوږدې کورنۍ جګړې نه وروسته، دا هېواد د شوګان توکوګاوا تر مشرۍ لاندې بيا سره متحد شو، چا چې د ګوښه کېدو بهرنۍ تګلاره خپله کړه. په ۱۸۵۴ز کال کې، د متحده ايالاتو سمندري ځواکونو يو ټولي جاپان اړ کړ چې په لويديځ کې د سوداګرۍ لاره پرانيزي، له همدې کبله د شوګن پړاو پای ته ورسېد او په ۱۸۶۸ز کال کې يو ځل بيا سترواکي نظام رامنځ ته شو. په ميجي پير کې، د جاپان ستر واک د لويديځ په ډول اساسي قانون تصويب کړ او د صنعت او نوي کولو پروګرام یې پيل کړ. په ۱۹۳۷ز کال، جاپان پر چين بريد وکړ، په ۱۹۴۱ز کال کې، جاپان په دويمه نړيواله جګړه کې د يوه محوري ځواک په توګه داخل شو. په ۱۹۴۵ز کال کې جاپان تسليم شو او د اووه کلونو لپاره د متحدينو تر اشغال لاندې راغی، په دې موده کې، دې هېواد نوی اساسي قانون تصويب کړ. د ۱۹۴۷ز کال د اساسي قانون له مخې، په جاپان کې د قانون اساسي سلطنتي پارلماني متحده حکومت و، چې د ملي حکومت په نوم د دوه مجلسونو مقننه قوه يې درلوده.
جاپان يو پياوړی ځواک او د ګڼو نړيوالو سازمانونو غړی دی، ملګري ملتونه (له ۱۹۵۶ ز راهيسې)، OECD او د اووه ډله په کې شامل دي. که څه هم دې هېواد له هر ډول جګړې نه خپل حق بهراعلان کړی، بيا هم د خپل ځان د دفاع لپاره ځواک لري چې د نړۍ له پياوړو پوځونو نه شمېرل کېږي. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، جاپان د يوې معجزې په ډول په اقتصاد کې بې ساری پرمختګ وکړ او په ۱۹۹۰ز کال کې د نړۍ دويم ستر اقتصاد شو. په ۲۰۲۱ز کال کې، د کورني ناخاص اسمي اقتصاد له اړخه د نړۍ درېيم ستر هېواد او د PPP له پلوه د نړۍ څلورم ستر اقتصاد لري. جاپان د بشري ودې د اندازې (شاخص) له اړخه «تر ټولو لوړه» درجه کې دی، که څه هم نفوس يې مخ په کمېدو دی، بيا هم د دې هېواد وګړي د ژوند لپاره تر ټولو لوړه هيله مندي لري. جاپان چې د موټرو او برېښنايي توکو د صنعت په برخه کې د نړۍ مخکښ دی، د ساينس او ټيکنالوژۍ په برخه کې د جاپان ونډه خورا لوړه او مهمه ده. د جاپان کلتور په ټوله نړۍ کې مشهور دی، د دې هېواد د هنر، پخلي، موسيقۍ او عام کلتور چې په هغې کې طنز، انيميشن (ژوندي توکي) او ويډيويي لوبې صنعتونه شامل دي.