بوديزم
From Wikipedia, the free encyclopedia
بوديزم (بودايي دين) يو هندي دين يا ګوتم بدهـ ته پر منسوبو يو لړ اصلي لارښوونو ولاړه فلسفي عقېده ده. دا دين په لرغوني هند کې له ميلاد مخکې د شپږمې او څلورمې پېړۍ تر منځ کلونو کې د سرامانا له عقيدې څخه سرچينه اخلي چې د اسيا په ډېره برخه کې خپور شوی دی. دا د نړۍ څلورم ستر دين دی چې د بودايانو په نوم پېژدونکي، له پنځه سوه او شل ميليونه څخه زيات پلويان لري او دا د نړۍ د نفوس له اوه سلنه څخه زياته برخه جوړوي. په بودايي دين کې بېلابېل دودونه، باورونه او روحاني کارونه شامل دي چې په پراخه کچه د بودا (له مېلاد څخه مخکې په پنځمه يا څلورمه پېړۍ کې پيدا شوی اصلي نوم يې سدهارت ګوتما و) په لارښوونو او د دې لارښوونو په فلسفي تفسيرونو ولاړ دي.[1][2]
د بوديزم پېښلیک |
Timeline - Buddhist councils |
اهمې څېرې |
گوتاما بودا |
درما or concepts |
څلور نجيب حقيقتونه |
Practices and attainment |
بوداتوب · Bodhisattva |
هېوادونه او سيمې |
ښوونځي |
تریوادا · مهایانا |
ليکنې |
چینایي قانون · پالي قانون |
اړوندې لیکنې |
پرتلیزه زده کړه |
|
لکه چې د بودا په څلورو غوره حقايقو کې روښانه شوي، د بوديزم موخه دا ده چې په ستونزو (دوهاخا) غلبه وشي کومې ستونزې چې د رېښتيني طبيعيت د حقيقت د هيلې او ناپوهۍ څخه راولاړې شوي، په دې کې نه دوام (انيکا) او د خپل وجود نه شتون (اناتي) شامل دي. ډيری بودايي عقايد د نروانا د تر لاسه کولو له لارې يا د بودا د لارې په تعقيب سره له فردي ذاتيت څخه په تېرېدو، د مرګ پړاو په پای ته رسېدو او بيا زېږېدو باندې ټينګار کوي. بودايي تګلارې د ازادۍ د لارو، بيلا بيلو بودايي متونو ته ځانګړې شوې نسبي او تعارفي اهميت او د خپلو ځانګړو لارښوونو او عملونو په تفسير کې سره توپير لري. د دوی په ډېرو لېدل شوو کارونو کې مراقبه، د اخلاقي حکمونو ساتنه، ربهانيت، بودا ته پناه وړل، درما او سانګا او د پاراميتاس (بشپړوالی يا تقوا) پالنه شامل دي [3][4]کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp
پوهانو په ټوليز ډول د بودايي دين دوه څانګې په واقعيت کې پېژندلې دي: تراوادا Theravāda (پالي: «د مشرانو مکتب») او ماهيانا Mahāyāna (سنسکريت: «ستره وسيله»). تراوادا په سريلانکا او په سويل ختيځه اسيا کې ډېرې پلويان لري، لکه کمبوډيا، لاوس، ميانمار او تايلينډ. ماهيانا، په کوم کې چې د زين، پاکې خاورې، نيچرن بوديزم، تيانتيا بوديزم (تندای) او شينګون شامل دي، تر ډېره بريده په نيپال، ماليزيا، بوټان، چين، جاپان، کوريا، ويتنام او تايوان کې پرې عمل کېږي. واجريانا (Vajrayana) کوم چې هندي ماهرانو ته منسوب د لارښوونو يوه ټولګه ده، شونې ده چې د ماهيانا بوديزم يوه جلا څانګه يا يې يو اړخ وبلل شي. تبتي بوديزم، کوم چې د هند د اتمې پېړۍ د ويجريانا لارښوونې تعقيبوي، د هماليا سيمې په هيوادونو کې منل کيږي او عمل پرې کېږي چې منګوليا او کالميکيا پکې شامل دي. له تاريخي اړخه، د دويمې زريزې تر لومړيو پورې، بوديزم تر ډېره بريده په افغاسنتان کې هم خپور و، همدا راز تر يو بريده يې په نورو سيمو کې لکه فلپين، مالديف او ازبکستان کې د پښې اېښودلو ځای پيدا کړی و. [5][6]کينډۍ:Sfnp