بنګله دېش
سوېلي اسيا هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
بنګله دېش په رسمي توګه د بنګله دېش خلقو جمهوریت په توګه په جنوبي اسیا کې یو هېواد دی. دا په نړۍ کې اتم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، چې 148,460 کیلومتر مربع (57,320 میل مربع) یا 147,570 کیلومتره مربع (56,980 میل مربع) مساحت لري او 163 میلیونه نفوس لري او په نړۍ کې یو له ډېر نفوس لرونکو هېوادونو نه شمېرل کېږي. بنګله دېش په لوېدیځ، شمال او ختیځ کې له هند سره او په سویل ختیځ کې له میانمار سره ځمکنۍ پولې لري، سویل ته یې له بنګال خلیج سره یو ساحل شته. دا د سلیګوری دهلیز په واسطه له نیپال او بوتان نه په لنډ ډول جلا شوی او له چین نه په شمال کې د هند له سیکیم ایالت نه ۱۰۰ کیلومتره لرې دی. ډاکه یې پلازمېنه او لوی ښار دی، چې د هېواد اقتصادي، سیاسي او کلتوري مرکز هم دی. چیټاګنګ یې تر ټولو لوی بندر او دویم لوی ښار دی. رسمي ژبه یې بنګالي ده، چې د هند واروپايي ژبې د کورنۍ یو له ختیځو څانګو نه ده.[22][23][24]
په نامه د | |
---|---|
پلازمېنه | |
ترټولو لوړه څوکه |
عمومي معلومات | |
---|---|
د وګړو شمېر |
۱۶۹٬۳۵۶٬۲۵۱[1] — ۴۹٬۵۳۷٬۱۴۷[2] — ۵۰٬۹۵۳٬۵۰۳[2] — ۵۲٬۴۰۳٬۲۴۳[2] — ۵۳٬۹۰۹٬۲۳۳[2] — ۵۵٬۵۰۳٬۱۳۲[2] — ۵۷٬۲۰۰٬۴۱۲[2] — ۵۹٬۰۲۹٬۸۲۶[2] — ۶۰٬۹۶۶٬۵۸۸[2] — ۶۲٬۹۰۹٬۲۲۶[2] — ۶۴٬۷۱۹٬۹۵۸[2] — ۶۶٬۳۰۸٬۸۶۲[2] — ۶۷٬۶۲۷٬۸۶۸[2] — ۶۸٬۷۳۰٬۰۷۰[2] — ۶۹٬۷۵۱٬۰۱۷[2] — ۷۰٬۸۸۳٬۲۰۱[2] — ۷۲٬۲۶۵٬۱۷۳[2] — ۷۳٬۹۴۴٬۶۶۴[2] — ۷۵٬۸۸۰٬۰۸۴[2] — ۷۸٬۰۱۱٬۶۲۴[2] — ۸۰٬۲۴۱٬۷۷۳[2] — ۸۲٬۴۹۸٬۴۴۰[2] — ۸۴٬۷۶۴٬۱۴۲[2] — ۸۷٬۰۶۰٬۵۸۲[2] — ۸۹٬۳۹۹٬۶۶۶[2] — ۹۱٬۸۰۴٬۳۱۸[2] — ۹۴٬۲۸۷٬۷۲۲[2] — ۹۶٬۸۵۱٬۵۰۵[2] — ۹۹٬۴۷۶٬۹۸۷[2] — ۱۰۲٬۱۳۳٬۲۱۷[2] — ۱۰۴٬۷۷۹٬۳۴۵[2] — ۱۰۷٬۳۸۵٬۸۴۷[2] — ۱۰۹٬۹۳۴٬۵۹۰[2] — ۱۱۲٬۴۳۰٬۹۶۸[2] — ۱۱۴٬۸۹۷٬۵۴۳[2] — ۱۱۷٬۳۶۹٬۴۹۲[2] — ۱۱۹٬۸۶۹٬۵۸۵[2] — ۱۲۲٬۴۰۰٬۸۹۶[2] — ۱۲۴٬۹۴۵٬۳۱۵[2] — ۱۲۷٬۴۷۸٬۵۲۴[2] — ۱۲۹٬۹۶۶٬۸۲۳[2] — ۱۳۲٬۳۸۳٬۲۶۵[2] — ۱۳۴٬۷۲۹٬۵۰۳[2] — ۱۳۷٬۰۰۶٬۲۷۹[2] — ۱۳۹٬۱۸۵٬۹۸۶[2] — ۱۴۱٬۲۳۵٬۰۳۵[2] — ۱۴۳٬۱۳۵٬۱۸۰[2] — ۱۴۴٬۸۶۸٬۷۰۲[2] — ۱۴۶٬۴۵۷٬۰۶۷[2] — ۱۴۷٬۹۶۹٬۹۶۷[2] — ۱۴۹٬۵۰۳٬۱۰۰[2] — ۱۵۱٬۱۲۵٬۴۷۵[2] — ۱۵۲٬۸۶۲٬۴۳۱[2] — ۱۵۴٬۶۹۵٬۳۶۸[2] — ۱۵۶٬۵۹۴٬۹۶۲[2] — ۱۶۴٬۶۶۹٬۷۵۱[3] |
پکښي شاملې اداري سیمي |
باريسال ډويژن — چټاگانگ ډويژن — ډھاکه ډويژن — کلنا ډويژن — راجشاهي ډويژن — سلهټ ډويژن — رنگپور ډويژن — Mymensingh Division (en) |
رسمي ژبه | |
د سيمې اصلي ژبې |
انګليسي ژبه[5] — Rakhine (en) — Mru (en) — سلهتي ژبه — Megam (en) — Pnar (en) — Pangkhu (en) — Sak (en) — Rangpuri (en) — Rohingya (en) — Tanchangya (en) — Lyngngam (en) — Kol (en) — Koda (en) — Hajong (en) — Koch (en) — A'Tong (en) — Kokborok (en) — Bawm (en) — Garo (en) — Mizo (en) — بنګالي ژبه — Bishnupriya Manipuri (en) — War (en) — Khumi (en) — Chakma (en) — Chittagonian (en) — Khasi (en) — Kurukh (en) — Sauria Paharia (en) — Meitei (en) — Santali (en) — Usui (en) — Riang (en) — Oraon Sadri (en) — Tippera (en) — Marma (en) |
د حکومت مشر | |
قومي ډلې | |
وګړنوم |
Bangladeshi — bangladesi — bangladesher — বাংলাদেশী — Bangladeshano — Bangladejänan — بنغلاديشي — بنغلاديشية — بنغاليون — бангладешец — бангладешцы — בנגלי — בנגלית — bengalese — bengalesi — bangla — bangladexín — bangladexina — Bangladais[7] — Bangladaise — Bangladeŝano — bengałezo — bengałezi — bengałeza — bengałeze — bangladeshià — bangladeshiana — بنڭلاديشي — بنڭلاديشية — بنڭلاديشيين — بنڭلاديشيات |
غړی د |
ملگري ملتونه (۱۹۷۴ – ) ګډو ګټو لرونکي دولتونه (۱۹۷۲ – ) د سوداګرۍ نړيوال سازمان (۱۹۹۵ – ) سارک د اسلامي همکاريو سازمان[8] (۱۹۷۴ – ) د بيارغونې او پراختيا نړيوال بانک (۱۹۷۲ – ) نړيواله پرمختياېې ټولنه (۱۹۷۲ – ) نړيواله مالي مؤسسه (۱۹۷۶ – ) د پانګونې څواړخيز تضمين نړيوال اژانس (۱۹۸۸ – ) International Centre for Settlement of Investment Disputes (en) (۱۹۸۰ – ) United Nations–African Union Hybrid Operation in Darfur (en) ASEAN Regional Forum (en) Asian Development Bank (en) (۱۹۷۳ – ) Bay of Bengal Initiative for Multi-Sectoral Technical and Economic Cooperation (en) نړيوال پوليس[9][10] (۱۹۷۶ – ) کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان[11][12] (۱۹۹۷ – ) International Hydrographic Organization (en) [13] يونيسکو[14] (۱۹۷۲ – ) Group on Earth Observations (en) پوست نړيواله ټولنه[15][16] (۱۹۷۳ – ) مخابراتو نړيواله ټولنه[17] (۱۹۷۳ – ) هواپېژندنې نړيوال سازمان[18] (۱۹۷۳ – ) د روغتيا نړيوال سازمان[19] ګومرک نړيوال سازمان[20] (۱۹۷۸ – ) |
هېواد | |
دین |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
|250px]] بنګله دېش
بنګله دېش، د بنګال د تاریخي او توکمیزو ژبو خپلواکه برخه جوړوي، چې په 1947ز کال کې د بریتانوي هند د وېش پرمهال وېشل شوې وه. دغه هېواد د بنګالي مسلمانانو اکثریت لري. لرغونی بنګال د هند په نیمه وچه کې د وانګ، پنډرا، ګنګاریډای، ګوډا، سماتتا او هریکیلا ایالتونو یو مهم کلتوري مرکز و. موریان، ګوپتا، پالا، سینا، چندر او دیوا کورنۍ له اسلام نه مخکې د بنګال وروستۍ واکمنۍ وې. د بنګال د مسلمانانو فتحه په 1204ز کال کې هغه وخت پیل شوه، چې بختیار خلجي پر شمالي بنګال واکمن شو او تبت یې اشغال کړ. کله چې ډیلي د سلطنت یوه برخه شو، نو په 14مه پېړۍ کې درې ښاري ایالتونه راڅرګند شول، چې د ختیځ بنګال ډېره برخه له سونارګاون نه اداره کېده. د سلطان بلخي، شاه جلال او شاه مخدوم روپو په څېر صوفي میسیونر مشرانو د مسلمانانو د واکمنۍ په خپراوي کې مرسته وکړه. دغه سیمه له یوه خپلواک او واحد بنګال سلطنت سره یوځای شوه.[25]
د مغولو تر واکمنۍ لاندې، ختیځ بنګال په ختیځ برصغیر کې د مسلمانانو پرمختګ ته دوام ورکړ او د نړۍ له ګوټ ګوټ نه یې سوداګر راجلب کړل. مغلي بنګال په 18مه پېړۍ کې د بنګال د نوابانو په مشرۍ په زیاتېدونکې توګه قاطع او خپلواک شو. په 1757ز کال کې میرجعفر خیانت، نواب سراج الدوله ته د بریتانوي ختیځ هند شرکت لپاره ماتې ورکړه او بالاخره په جنوبي اسیا کې د بریتانیا واکمنۍ پای ته ورسېده. د بنګال صدارت په بریتانوي هند کې تر ټولو لوی اداري واحد ته وده ورکړه او په 1905ز کال کې یې د بنګله دېش رامنځته کېدو لپاره د ختیځ بنګال او اسام رامنځته کول یو بنسټ وټاکه. په 1940ز کال کې، د بنګال لومړي وزیر په ختیځه سویلي اسیا کې د یو دولت جوړولو په هیله د لاهور د پرېکړې ملاتړ وکړ. بنګال تر وېش مخکې د بنګال لومړي وزير، د بنګالي خپلواک دولت وړانديز وکړ. یوې ټولپوښتنې او د راډکلیف لاین اعلان، د بنګله دډېش اوسنی ځمکنی سرحد رامنځته کړ.
په 1947ز کال کې، ختیځ بنګال د پاکستان په واک کې تر ټولو نفوس لرونکی ولایت شو. دا د ختیځ پاکستان په نوم بدل شو او ډاکه د هېواد مقننه پلازمېنه شوه. په ۱۹۵۲ز کال کې د بنګالي ژبې خوځښت، د ختیځ بنګال مقننه ټاکنې، ۱۹۵۴ز، د 1958ز پاکستان کودتا، د 1966ز کال شپږ نقطه یي خوځښت او د 1970ز کال د پاکستان عمومي ټولټاکنې د دې لامل شوې، چې د پاکستان په ختیځ کې بنګالي ملتپالنه او د ډیموکراسۍ د پلوۍ خوځښتونه رامنځته شي. د شیخ مجیب الرحمن په مشرۍ عوامي لیګ ته د واک سپارلو لپاره د پاکستان د پوځي حکومت انکار په 1971ز کال کې د بنګله دېش د آزادۍ جګړې لامل شو، چې د هند په مرسته مکتي باهني یو بریالی وسله وال انقلاب وکړ. دې شخړې د ۱۹۷۱ز کال د بنګله دېش نسل وژنه او د روڼاندو په ګډون د خپلواکۍ پلوو بنګالي ملکي وګړو وژنه رامنځته کړه. د بنګله دېش نوی ایالت په ۱۹۷۲ز کال کې د سویلي اسیا لومړنی سیکولر ایالت شو. په ۱۹۸۸ز کال کې اسلام دولتي دین اعلان شو، خو په 2010ز کال کې د بنګله دېش سترې محکمې په اساسي قانون کې سیکولر اصول بیا تایید کړل.[26][27][28][29][30]
بنګله دېش یو واحد پارلماني او د اساسي قانون درلودونکی جمهوریت دی، چې د ویسټ منسټر سیسټم پراساس دی. بنګاليان د بنګله دېش د ټول نفوس 98٪ جوړوي او د بنګله دېش ډېر مسلمان نفوس د دې لامل شوی، چې بنګله دېش په نړۍ کې درېیم ډېر مسلمان لرونکی هېواد شي. دغه هېواد اته برخې، 64 ولسوالۍ او 495 فرعي ولسوالۍ لري. دا په سویلي اسیا کې له هند او پاکستان وروسته درېیم لوی پوځ لري او د ملګرو ملتونو په سوله ساتو عملیاتو کې لوی مرسته کوونکی دی. همدارنګه په هند - ارام سمندر کې یو منځنی ځواک دی. بنګله دېش یو مخ پر ودی اقتصاد دی، چې د GDP له مخې په نړۍ کې 33م لوی او د PPP له مخې 29م لوی هېواد دی. دا د روهینګیا نسل وژنې له امله په نړۍ کې د کډوالو د تر ټولو لوی نفوس کوربه و. په هر حال، د بېوزلۍ کچه په کې له 2011ز کال راهیسې نیمایي ته راټیټه شوې او تمه کېږي چې هېواد به په دې لسیزه کې یو متوسط عایداتي هېواد شي. یو وخت بنګله دېش د ململ ټوکر د سوداګرۍ تاریخي مرکز و، اوس د نړۍ یو له سترو عصري جامو صادرونکو نه دی.[31][32][33][34][35][36][37]