ايران
د لويديزي آسيا اسلامي جمهوریت / From Wikipedia, the free encyclopedia
ايران چې فارس هم بلل کېږي او رسمي نوم يې د ايران اسلامي جمهوريت دی، په لويديځه اسيا کې پروت هېواد دی. په شمال لويديځ کې له ارمنستان او اذربايجان سره، په شمال کې د کسپين له سمندر سره، په شمال ختيځ کې له ترکمنستان سره، په ختيځ کې له افغانستان سره، په سويل ختيځ کې له پاکستان سره، په سويل کې د فارس له خليج او عمان له خليج سره او لويديځ لور ته د ترکيې او عراق سره ګډه پوله لري. د ۱۶۴۸۱۹۵ کيلو متره مربع (۶۳۶۳۷۲ ميل مربع) مساحت په لرلو سره، ايران په اسيا کې پنځم سترهېواد دی او په منځني ختيځ کې(له سعودي عربستان وروسته) دويم ستر هېواد دی. د پنځه اتيا ميليونه وګړو په لرلو سره، په نړۍ کې د نفوسو له پلوه اولسم هېواد دی. پلازمېنه او ستر ښار يې تهران دی.[21][22]
په نامه د | |
---|---|
پلازمېنه | |
ترټولو لوړه څوکه |
عمومي معلومات | |
---|---|
د وګړو شمېر |
۸۶٬۷۵۸٬۳۰۴[3] — ۲۱٬۹۵۸٬۴۶۰[4] — ۲۲٬۵۳۵٬۶۷۲[4] — ۲۳٬۱۳۰٬۰۸۵[4] — ۲۳٬۷۴۲٬۳۲۴[4] — ۲۴٬۳۷۳٬۱۸۸[4] — ۲۵٬۰۲۳٬۵۸۰[4] — ۲۵٬۶۹۶٬۶۳۱[4] — ۲۶٬۳۹۳٬۸۸۹[4] — ۲۷٬۱۱۳٬۱۳۶[4] — ۲۷٬۸۵۰٬۹۲۶[4] — ۲۸٬۶۰۶٬۵۸۴[4] — ۲۹٬۳۸۱٬۹۵۵[4] — ۳۰٬۱۸۴٬۱۷۳[4] — ۳۱٬۰۲۴٬۷۴۳[4] — ۳۱٬۹۱۸٬۳۶۰[4] — ۳۲٬۸۷۷٬۶۷۸[4] — ۳۳٬۹۰۱٬۴۱۴[4] — ۳۴٬۹۹۲٬۴۸۳[4] — ۳۶٬۱۷۱٬۸۸۹[4] — ۳۷٬۴۶۵٬۷۶۴[4] — ۳۸٬۸۸۹٬۵۲۰[4] — ۴۰٬۴۴۰٬۰۴۱[4] — ۴۲٬۱۰۰٬۴۱۰[4] — ۴۳٬۸۵۲٬۷۱۰[4] — ۴۵٬۶۷۲٬۲۱۹[4] — ۴۷٬۵۳۱٬۷۴۰[4] — ۴۹٬۴۴۰٬۶۳۷[4] — ۵۱٬۳۷۷٬۹۱۴[4] — ۵۳٬۲۵۰٬۴۳۴[4] — ۵۴٬۹۳۸٬۲۶۴[4] — ۵۶٬۳۶۱٬۸۶۸[4] — ۵۷٬۴۷۲٬۲۹۳[4] — ۵۸٬۳۰۷٬۴۵۷[4] — ۵۸٬۹۸۲٬۴۳۰[4] — ۵۹٬۶۶۳٬۱۰۷[4] — ۶۰٬۴۶۸٬۳۵۲[4] — ۶۱٬۴۴۰٬۸۸۷[4] — ۶۲٬۵۴۲٬۵۳۱[4] — ۶۳٬۷۱۳٬۳۹۷[4] — ۶۴٬۸۵۸٬۷۵۴[4] — ۶۵٬۹۱۱٬۰۵۲[4] — ۶۶٬۸۵۷٬۶۲۴[4] — ۶۷٬۷۲۷٬۲۷۴[4] — ۶۸٬۵۴۳٬۱۷۱[4] — ۶۹٬۳۴۲٬۱۲۶[4] — ۷۰٬۱۵۲٬۳۸۴[4] — ۷۰٬۹۷۶٬۵۸۴[4] — ۷۱٬۸۰۹٬۲۱۹[4] — ۷۲٬۶۶۰٬۸۸۷[4] — ۷۳٬۵۴۲٬۹۵۴[4] — ۷۴٬۴۶۲٬۳۱۴[4] — ۷۵٬۴۲۴٬۲۸۵[4] — ۷۶٬۴۲۴٬۴۴۳[4] — ۷۷٬۴۴۷٬۱۶۸[4] — ۷۹٬۹۶۶٬۲۳۰ — ۸۴٬۹۲۳٬۳۱۴ |
پکښي شاملې اداري سیمي |
البرز ولايت — اردبيل ولايت — مشرقي ازربايجان — مغربي ازربايجان — بوشهر ولايت — چار محل و بختياري — گيلان — گلستان ولایت — همدان ولايت — هرمزگان — ايلام ولايت — د اصفهان ولايت — د کرمان ولايت — د فارس ولايت — کرمانشاه ولايت — خوراسان، شمالي — د رضوي خراسان ولايت — د سهېلي خراسان ولايت — خوزستان — کهگلويه و بويراحمد — کردستان ولايت — لرستان ولایت — مرکزي — مازندارن — قزوين ولايت — د قم ولايت — سمنان ولايت — د سيستان او بلوچستان ولايت — تهران ولايت — د یزد ولایت — زنجان ولايت |
رسمي ژبه | |
د سيمې اصلي ژبې |
Soi (en) — Parsi-Dari (en) — Zoroastrian Dari (en) — Koroshi (en) — Iranian Persian (en) — Rudbari (en) — Southern Kurdish (en) — Bakhtiari (en) — Neo-Mandaic (en) — Sorkhei (en) — Nayini (en) — Natanzi (en) — Kuhmareyi (en) — Northwestern Fars (en) — Iranian Sign Language (en) — Razajerdi (en) — Gazi (en) — Shahrudi (en) — Gozarkhani (en) — Dezfuli (en) — Lasgerdi (en) — Karingani (en) — رخشاني بلوڅي ژبه — Kho'ini (en) — Khunsari (en) — Koresh-e Rostam (en) — Alviri-Vidari (en) — Sangsari (en) — Semnani (en) — Harzandi (en) — سويلي پښتو — Kajali (en) — Southern Luri (en) — Tat (en) — خراساني تورکي ژبه — Northern Luri (en) — لکي ژبه — Salchuq (en) — Maraghei (en) — Kumzari (en) — پارسي ژبه — Kurmanji (en) — تورکمني ژبه — ازربايجاني ژبه — قاشقايي ديلي ژبه — Mesopotamian Arabic (en) — Sivandi (en) — مرکزی کوردی — Vafsi (en) — مازندراني ژبه — Bashkardi (en) — اوستايي ژبه — Gilaki (en) — مانديک ژبه — Khalaj (en) — Senaya (en) — Gorani (en) — تالېشي ژبه — South Azerbaijani (en) — سوېلي بلوڅي — Eshtehardi (en) — Shahmirzadi (en) — Upper Taromi (en) — Takestani (en) — Classical Mandaic (en) — Kabatei (en) — Lari (en) — Armenian (en) |
د حکومت مشر | |
قومي ډلې |
Persians (en) [6] — Iranian Azerbaijanis (en) [6] — کردان[6] — Lurs (en) [6] — بلوڅان[6] — Iranian Arabs (en) [6] — Iranian Turkmen (en) [6] — ترکي خلک (ترکان)[6] |
وګړنوم |
Iranian — Persian — iráni — Iranano — iranano — Liränan — إيراني — إيرانية — إيرانيون — иранец — иранка — иранцы — ایرانی — Iranisch — איראני — איראנית — iranieni — iranian — iraniană — ইরানী — iranien — iraniano — iraniana — iraniani — iraniane — irani — iranín — iranina — ایرونی — ایرانی — iranino — iraniu[7] — irania[7] — iranio[7] — Iranienne[8] — Iranien[8] — Iranerin — Iraner — iraniana — iraniane — iraniani — iranian — إيراني — إيرانية — إيرانيين — إيرانيات — Iranec — Iranka |
غړی د |
ملگري ملتونه (۱۹۴۵ – ) Non-Aligned Movement (en) د اسلامي همکاريو سازمان[9] (۱۹۶۹ – ) اوپک (۱۹۶۰ – ) د بيارغونې او پراختيا نړيوال بانک (۱۹۴۵ – ) نړيواله پرمختياېې ټولنه (۱۹۶۰ – ) نړيواله مالي مؤسسه (۱۹۵۶ – ) د پانګونې څواړخيز تضمين نړيوال اژانس (۲۰۰۳ – ) United Nations–African Union Hybrid Operation in Darfur (en) نړيوال پوليس[10][11] (۱۹۳۸ – ) کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان[12][13] (۱۹۹۷ – ) International Hydrographic Organization (en) [14] يونيسکو[15] (۱۹۴۸ – ) Group on Earth Observations (en) پوست نړيواله ټولنه[16][17] (۱۸۷۷ – ) مخابراتو نړيواله ټولنه[18] (۱۸۶۹ – ) د روغتيا نړيوال سازمان[19] ګومرک نړيوال سازمان[20] (۱۹۵۹ – ) |
هېواد | |
ځایناستی د |
مهمې پیښې |
---|
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
د لیدونکو کلنی شمېر | |
---|---|
وېبپاڼه | |
کورډينېشن |
د اوسني ايران اصلي ځمکه د افغانستان (( پخوانی اریانا))، اذربایجان، او خلیج پارس له ځمکو څخه جوړه سوې ده. پارس چي د پخواني افغانستان واکمني او پلازمینه یې بلخ ولایت وو د پارسي کلمې څخه اخیستل سوی لفظ دی. د اسلام تر راتګ وروسته کله چي پر دغه ځمکه عربانو یرغل پیل کړ نو یې د فارس نوم ورباندي کښېښود، ځکه په عربي ژبه کي د پ لفظ شتون نلري او عربانو یې په بدل کي د ف لفظ وکاراوه. عرب مسلمانانو په اوومه زېږديزه پېړۍ کې د پارس سترواکي ونيوله او د اوسني ايران اسلامي کولو ته يې لاره پرانيسته. د راشده خلافت او اموي واکمنۍ پر مهال ایران د عجمي عراق او خراسان یوه برخه وه او ترهغه وروسته په عباسي خلافت کي کله چي مسلمان خلیفه ګان له سیاسي پلوه ناتوانه سول د پارس سیمه د سلجوقیانو، افغانانو او نورو ترکي دولتونو تر واک لاندي راغله. په پنځلسمه پیړۍ کي د صفاریانو په نوم واکمني د متحده پارس دولت جوړ کړ او هېواد يې په شيعه اسلام واړاوه. په اتلسمه پېړۍ کې د نادرافشار له لوري د پارس شیعیزم ته پرلپسې چوپړ ترسره سو او غوښتل یې چي شاوخوا هیوادونه په ځانګړي ډول افغانستان تر خېټه لاندي کړي خو په دې کار کي ناکامه سو او څو ځله یې له افغانانو څخه شرموونګې ماته وخوړه عیني لکه څرنګه چي یې دصفویانو د واکمنی پر مهال له عثماني واکمنی څخه ماته کړې وه. په نولسمه پېړۍ کې له روسيې سره د جګړو د يوې لړۍ په پايله کې پارس د پام وړ ځمکي له لاسه ورکړې. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې ايران د اساسي قانون د اوښتو شاهد و او په ۱۳۳۵ کال کي یې خپل نوم له پارس څخه په ایران بدل کړ، ترڅو دافغانانو، ترکانو او نورو قومونو چي پر دوی یې له سلګونو راهیسي واکمني کړې وه ځان خپلواک وښیي. د لويديځو شرکتونو له لوري د ايران د تيلو د مهيا کولو او ملي کولو هڅې په ۱۹۵۳ز کال کې انګليس-امريکايي اوښتون رامنځ ته کړ، پايله یې دا سوه چې د محمد رضا پهلوي په مشرۍ زياته استبدادي واکمني او په ايران کې د لويديځ د زيات سياسي نفوذ لامل وګرځېد. رضا پهلوي په ۱۹۶۳ز کال کي د سمونونو يوه لړۍ پر لار واچوله. د ايران له انقلاب وروسته، په ۱۹۷۹ز کال کي روح الله خميني اوسنی اسلامي جمهوريت جوړ کړ او د هېواد لومړی مذهبي رهبر سو. [23][24][25][26][27][28][29][30][31][32][33][34][35]
د ايران حکومت يو اسلامي مذهبي حکومت دی چې د صدراتي دموکراسۍ عناصر په کې شامل دي او تر ټولو زيات واکونه يو «مشر استبدادي رهبر» ته ورکړل شوي دي، دا دنده په ۱۹۸۹ز کال کې د خميني له مړينې وروسته تر اوسه د علي خامنه اي سره ده. تر ډېره بريده د ايران حکومت مطلق العنان بلل کېږي، له بشري حقوقو او مدني آزادۍ نه د سرغړونې له امله تر پراخه نېوکو لاندې دی، په دې سرغړونو او محدوديتونو کې له تاوتريخوالي ډکو ګڼو لاريونونو ځپل، ناعادلانه ټاکنې او د مېرمنو او ماشومانو لپاره محدود حقوق ورکول شامل دي.[36][37][38][39][40]
ايران يو سيمه یيز او منځنی ځواک دی، له جيوپوليتيکي پلوه د اسيا په لويه وچه کې ستراتيژيک موقعيت لري. ايران د ملګرو ملتونو، ECO، اسلامي همکاريو سازمان او OPEC بنسټ اېښودونکی غړی هېواد دی. ايران د فوسيلي سون توکو سترې زېرمې لري –په دې کې د نړۍ دويم ستر طبيعي ګاز زېرمې او د نړۍ څلورم ستر ثابت شوي تېلو زېرمې شاملې دي. ايران تکثيري ټولنه لري چې د ګڼو توکميزو، ژبو او ديني ډلو نه جوړه ده خو پارسی قوم یې (( دلته مراد پارسي ژبي قومونه دي )) پر نورو قومونو ظلم کوي اود واک چاري یې تر ډیره پخپلو لاسونو کي نیولي دي. سترې ډلې يې فارسي، اذري، کوردي، مازندراني او لريان دي.[41][42][43][44]