ایدینبرګ
From Wikipedia, the free encyclopedia
ایدینبرګ د سکاتلند پلازمېنه ښار او د دغه هېواد له ۳۲ شورای سیمو یوه سیمه ده. له تاریخي اړخه، ادینبرګ د میدلوتیان ( که یو دبل په ځای وکارول شي نو له ۱۹۲۱ دمخه ایدنبرګ شایربلل کیږي) چې د فورت Forth دسیند د راوتلو سیمې په سویلي څنډه کې لوتیان Lothian په سیمه کې پروت دي . ایدنبرګ د سکاتلند له ګلاسکو وروسته دویم ډیر وګړي لرونکی او په برتانیا کې اوم د ډېرو وګړو لرونکی ښار دی. [1][2][3][4]
له ۱۵ پېړې را دېخوا د سکاتلند د مرکز په توګه پېژندل شوی ایدنبرګ د سکاتلندې حکومت، سکالتندې پارلمان او د سکاتلند د سترو محکمو ناستځای دی. د دې ښار د هالی رود هاوس Holyroodhouse مانې په سکاتلند کې د برتانوي پاچا رسمي هستوګنځای دی. له ډیره پخوا دا ښار د پوهنې په ځانګړې توګه د طب، سکاتلندي قانون، ادبیاتو، فلسفې، علومو او انجنیرۍ مرکز پاتې شوی دی. دا ښکار په برتانیا کې دویم ستر مالي مرکزدی. د دې ښار تاریخی کلتوري راکښنو داښار په برتانیا کې دګرځندویانولپاره دویمه ډیره لویه لیدونکې موخه ګرځولې ده چې په ۲۰۱۸ ز کال کې یې ۴.۹ میلیونه کتنې جلب کړي چې ۲.۴ میلیونه یې بهرني لیدونکي و. د تایم اوت Time Out مجلې ادینبرګ ته په نړۍ کې په ۲۰۲۲ ز کال کې د خورا غوره ښار درجه ورکړه. [5][6][7]
د ۲۰۲۰ د کال په نیمایي کې د ایدنبرګ د خاصو ځایونو اټکلي وګړي ۵۰۶.۵۲۰ ، د ۲۰۱۹ ز کال په نیمایي کې د ایدنبرګ د شورایي سیمو وګړي چې د دې سیمې په لویدیځ کې لرې پراته کلي احتوا کوي ۵۱۸.۵۰۰ تنه، او په ۲۰۱۹ز کال کې د ایدنبرګ او ایدنبرګ د سکاتلند جنوب لویدیځ ښاري سیمو وګړي چې ختيځ لوتیان East Lothian Lothian، فایف Fife¸ میدلوتیان Midlothian ، سکاتلندي پولې او لویدیځ لوتیان سیمې هم پکې شاملیږي ۱.۳۸۴.۹۵۰ اټکل شوی دی. [8][9]
دا ښار د سکاتلند د کلیسا د عمومي کلنۍ ناستې ځای دی او د ملي کلتورې بنسټونو لکه د سکاتلند ملي موزیم، د سکاتلند ملي کتابتون او سکاتلندې ملې ګالرۍ کور دی. د ایدنبرګ پوهنتون چې په ۱۵۸۲ کې یې بنسټ ايښودل شوي او اوس په دې ښار کې له درې پوهنتونو داسې پوهنتون دی چې په نړۍ کې یو له غوره څېړنیزو بنسټونو شمیر کیږي. دا پوهنتون ۲۰۲۳ کال لپاره د QS ( دا یوه برتانوي کمپنۍ ده چې د پوهنتونونو درجه بندي کوي) د درجه بندۍ له مخې پنځلسم غوره پوهنتون بلل شوی دی. دا ښار د ایدینبورګ د نړیوال فیستیوال او فرینج Fringe فیستیوال له امله مشهور دی چې وروستی یې د هنرونو نړیوال کلني خورا ستر فیستیوال بلل کیږي. په دې ښارکې تاریخي ځایونه د ایدینبرګ کلا Edinburgh Castle، د هالی رودهاوس Holyroodhouse ، د سینت ګیلس St. Giles، ګری فریرGreyfriars او کانوکېټ Canongate کلیساوې دي. د ایدنبورګ زوړ ښارګوټی او نوی ښارګوټی دواړه د یونسکو د نړیوال میراث سیمو به توګه لست شوېدي چې د ایدنبرګ دنړیوالو میراث ادارې له خوا مدیریت کیږي. [10][11]