امريکا لويه وچه
لويه وچه / From Wikipedia, the free encyclopedia
امريکاګانې چې يو ځای ورته امريکا هم ويل کيږي، پراخه ځمکه ده چې ټوله شمالي او سويلي امريکا په کې رانغښتې ده. امريکا د ځمکې په لویدیځه نيمه کره کې تر ټولو زياته ځمکه په غېږ کې نيسي او نوې نړۍ جوړوي.[2][3][4][5][6][7]
په نامه د | |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه |
عمومي معلومات | |
---|---|
وګړنوم |
American[1] — amerikanisch — americano — Américain — Américaine — americano — americana — americani — americane — americana — Amerikano |
د ځای کچه |
---|
برخې | |
---|---|
برخه د |
کورډينېشن |
---|
امريکاګانو او له هغې سره نښتي ټاپوګان د ځمکې د سطحې اته سلنه برخه او د ټولې وچې ځمکې اته وېشت اعشاريه څلور سلنه برخه نیولې. د امريکاګانو پر جوړښت د امريکا «کورډيليريا» غرونه حاکم دي، کوم چې د غربي څنډو په اوږدو کې پراته دي. د امريکاګانو په اواره ختيځه برخه کې سترې سمندري کاسې دي، لکه امازون، سنت. لارنس سمندر-ستر جهيل ډنډ، ماسيپي او لا پلاټا. له دې امله چې، امريکا له شمال څخه د سويل پر لور څوارلس زره کيلو متره (اته زره او اووه سوه ميله) غځېدلې ده، د کاناډا په شمال کې د شمال قطبي «تندرا»، ګرين لينډ او الاسکا څخه نیولې، په مرکزي او سويلي امريکا کې تر استوايي باراني ځنګلونو پورې يې اقليم او چاپېريال په پراخه کچه مختلف دی.
له ۴۲۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰۰ کاله مخکې، له آسيا څخه ځينې انسانان په امريکاګانو کې مېشت شول. له هغه وروسته، له آسيا څخه په «ناډينا» ژبه خبرې کوونکي خلک دويم ځل کډوال شول. له ميلاد ۳۵۰۰ کاله مخکې، نوې قطبي سيمې ته د «انويټ» وروستيو کوچ دا چاره بشپړه کړه او د همدوی کډوالۍ ته په عمومي توګه په امريکاګانو کې د اصلي خلکو د مېشتېدو په سترګه کتل کېږي.
په امريکاګانو کې لومړۍ پېژندل شوې اروپايي مېشتېدا د لوڅاوو «نورس ليف اريکسن» وه. بیا هم دا نيواک کله هم د تل لپاره نه شو او بيا خوشې کړای شو. له ۱۴۹۲ زڅخه تر ۱۵۰۴ز کال پورې، د هسپانوي کرستوفر کولمبس سفرونو، له اروپايي ځواکونو سره دايمي اړيکه رامنځ ته کړه (او ورپسې له نورې زړې نړۍ سره)، په پايله کې يې کولمبيايي راکړه ورکړه رامنځ ته شوه او په دې توګه د لوڅاوو نيولو او مستعمره ګرځولو يو پړاو پيل شو، چې اغېزې او پايلې يې تراوسه پورې روانې دي. په هغه ځای کې د هسپانيې شتون، د ډېرو امريکايي اصلي استوګنو له مريي کولو سره ملګری و. [8][9]
هغو ناروغيو چې له اروپا او لویديځې افريقا څخه هلته رسېدلې وې، ډېری اصلي استوګن له منځه يووړل او اورپايي ځواکونو امريکاګانې ونيولې. د قراردادي مزدورانو په ګډون، له اروپا څخه ډله یيزې کډوالۍ او د افريقايي مريانو واردولو، تر ډېره بريده د اصلي خلکو ځای ونيو.[10]
په ۱۷۷۰ز کلونو کې د امريکايي اوښتون په پيل سره، له نیواک(اشغال) څخه د امريکاګانو خلاصون پيل شو او د ۱۸۹ز کلونو په پای کې د هسپانيې او امريکايانو تر منځ په جګړې سره پای ته ورسېد. اوسمهال نږدې د امريکاګانو ټول اوسېدونکي په خپلواکو هېوادونو کې ژوند کوي، بيا هم د نيواک او د اروپايانو د مېشتېدا مېراث دا دی چې، امريکاګانې ډېرې شريکې کلتوري ځانګړتياوې لري، تر ټولو مشهور يې مسيحيت او اندو-اروپايي ژبې دي: چې په سر کې يې هسپانوي، انګليسي، پرتګالي، فرانسوي او یو څه ( په لږ کچه) هالنډي ژبه ده.
امريکاګانې د نږدې يو ميليارد اوسېدونکو کور دی، دوه په درې برخه يې په متحده ايالاتو، برازيل او مکسيکو کې ژوند کوي. اته ستر ښارونه لري (معنا دا چې ښاري سيمې چېرې چې لس ميليونه خلک يا له دې زيات په کې ژوند کوي) او هغه سيمې دا دي: نيويارک ښار (۲۳.۹ ميليونه)، د مکسيکو درې ښاري سيمه (۲۱.۲ ميليونه)، ساو پاولو (۲۱.۲ ميليونه)، لاس انجليس (۱۸.۸ ميليونه)، بوئنوس ايرس (۱۵.۶ ميليونه)، ريو ډي جينيرو (۱۳.۰ ميليونه)، بګوټا (۱۰.۴ ميلیونه) او ليما (۱۰.۱ ميليونه). [11]