چارلز کورټېس
From Wikipedia, the free encyclopedia
چارلز کورټېس (د ۱۸۶۰زکال د جنوري له ۲۵- د ۱۹۳۶ز کال د فبروري تر ۸) یو امریکایی څارنوال او د کنزاس په استازیتوب جمهوري غوښتونکی سیاستوال و چې د ۱۹۲۹ز کال نه تر ۱۹۳۳ ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د یودېرشم مرستیال ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړي مخکې هم د ۱۹۲۴ ز کال نه تر ۱۹۲۹ ز کال پورې د سنا د اکثریت مشر په توګه خدمت وکړ.
چارلز کورټېس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | واشنګټن ډي سي |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
کورټیس چې د کاو قوم غړی او د کنزاس په خاوره کې زېږېدلی و، لومړنی کس و چې د سورپوستانو د هر نسب او د تصدیق شوي غیر اروپایي نسب په درلودلو سره په فدرال اجرائیوي څانګه کې له دوو ترټولو لوړو چوکیو نه یوه خپله کړه. هغه تر اوسه پورې ترټولو لوړ رتبه سورپوستی غړی دی، چې په فدرال حکومت کې یې خدمت وکړ. نوموړی د اجرائیوي څانګې ترټولو وروستی د مقام څښتن دی چې د ایالت یا فدرالي ناحیې نه بهر په بله خاوره کې زېږېدلی دی.
کورټېس د خپلې شخصي تجربې پربنسټ، باور درلود چې سورپوستان کولای شي د موجوده زده کړې او فرهنګي یوشانوالي نه ګټه واخلي. کله چې کورټېس ۳۲ کلن و، سیاسي ژوند ته دننه شو او د کنزاس په توپیکا کې یې د خپلې ناحیې نه څو دورې وګټلې او په ۱۸۹۲ ز کال کې یې د متحده ایالاتو د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکي په توګه کار پیل کړ. کورټېس د استازيتوب د خدمت پرمهال، د ۱۸۹۸ ز کال د کورټېس قانون په تصویب کې مرسته او مالي ملاټر وکړ، چې دې کار د سورپوستانو خاورې پنځو متمدنه قبیلو ته د داوس قانون وغځاوه. په دې توګه یې د دوی ځانواکمنۍ پای ته ورسوله او د قبیلې غړو انفرادي کورنیو ته وروسته له هغه چې په رسمي لېستونو کې ثبت شوې، ګډې ځمکې تخصیص کړې. دې کال د هغوی قبیلوي محکمې او حکومت محدود کړ. کومې ځمکې چې نه وې توزیع شوې، فدرال حکومت اضافي وګڼلې او د ځمکې دا برخې یې په غیر بومي خلکو وپلورلې. د دې قانون پلي کولو د سورپوستانو په خاوره کې د قبایلي ځمکو د مالکیت سندونه له منځه وړل بشپړ کړل، چې دا لویه خاوره يې برابره کړه ترڅو د اوکلاهوما د ایالت په توګه ومنل شي، چې په ۱۹۰۷ ز کال کې ترسره شو. حکومت هڅه وکړه چې سورپوستان وهڅوي، چې انفرادي تابعیت او ځمکې ومني او اروپايي-امریکایی کلتور په لاره واچوي. د ۱۹ پېړۍ په پای کې یې د سورپوستو ماشومانو لپاره لیلیه لرونکې ښوونځۍ ،د فرهنګي یوشانته والي د یوې بلې تګلارې په توګه را منځ ته کړ.
کورټېس لومړی په ۱۹۰۶ ز کال کې د کنزاس مقننه قوې له خوا او بیا په ۱۹۱۴، ۱۹۲۰ ز او ۱۹۲۶ ز کلونو کې د خلکو په رایو سره د متحده ایالاتو د سنا مجلس ته وټاکل شو. کورټېس (د مرستیال ولسمشر په توګه له خپلې ټاکنې وروسته) د ۱۹۰۷ ز کال نه تر ۱۹۱۳ کال پورې یوه شپږ کلنه دوره او بیا د ۱۹۱۵ کال څخه تر ۱۹۲۹ کال پورې ډېری دری دورې خدمت وکړ. په کنزاس کې د کورټېس پراخ شهرت او اړیکو او ولسي سیاست مرسته وکړه ترڅو په سنا مجلس کې پیاوړی مشر شي؛ نوموړي د ۱۹۱۵ کال نه تر ۱۹۲۴ ز کال پورې د مشر د جمهوري غوښتونکي مرستیال په توګه او بیا د ۱۹۲۴ کال نه تر ۱۹۲۹ ز کال پورې د سنا مجلس د اکثریت مشر په توګه د خپل ټاکل کېدو لپاره ملاتړ چمتو کړ. هغه په دې چوکیو کې د قوانینو په اداره کولو او د جمهوري غوښتونکو ملي موخو په سرته رسولو کې ګټور و.
هربرټ هوور د ولسمشر په توګه او کورټېس د مرستیال ولسمشر په توګه په ۱۹۲۸ ز کال کې نوماند شول. دوی په زیات توپیر سره بریا خپله کړه. کله چې دوی د ستر ناورین پرمهال په ۱۹۳۲ ز کال کې بیا نوماند شول، خلکو د رایو په زیات توپیر سره ډیموکراټان فرانکلین ډي روزولټ او جان نانس ګارنر وټاکل.