چارلز سامنر
From Wikipedia, the free encyclopedia
چارلز سامنر (د ۱۸۱۱ز کال، د جنورۍ ۶مه – د ۱۸۷۴ ز کال د مارچ ۱۱مه) یو امریکایی سیاستوال او د متحدو ایالتونو په سنا( مشرانو جرګه) کې د ماساچوسټ ایالت سناتور و. سامنر د یوه لوستي حقوقپوه او پیاوړي ویناوال په توګه د غلامۍ ضد ځواکونو مشر او د امریکا د کورنۍ جګړې په جریان کې د متحدو ایالتونو په مشرانو جرګه کې د راډیکالو جمهوريغوښتونکو رهبر و. سامنر د بیارغونې په جریان کې د پخوانیو کنفدراسیونونو د واک راکمولو او ټولو آزادو شویو اشخاصو د برابرو حقونو د تضمین لپاره مبارزه وکړه. له ولسمشر «اولیس ګرانټ» سره یې د «سانټو ډومینګو» د کنټرول پر سر اختلاف راغی ،چې له همدې امله یې په سنا کې واک له لاسه ورکړ او پرلهپسې هڅو یې، د «ګرانټ» د بیا ټاکل کېدو مخه ډپ کړه.
چارلز سامنر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | واشنګټن ډي سي |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
سامنر څو څو ځله خپل سیاسي ګوند بدل کړ، ځکه چې په ۱۸۳۰مو ز کلونو او ۱۸۴۰مو ز کلونو کې د غلامۍ ضد ائتلافونه ډېر شول، وپرځېدل او په پای کې په ۱۸۵۰مه ز لسیزه کې د جمهوريغوښتونکي ګوند په توګه راټول شول، دا هغه تړاو و چې سامنر یې ډېر مشهور کړ. ده خپله ډېره انرژي پر فدرال دولت د هغو سویلي غلاملرونکو د نفوذ ختمولو ته وقف کړه چې د غلامۍ د پراختیا په لټه کې وو. د ۱۸۵۶ ز کال د مې میاشتې په ۲۲مه نېټه، د سویلي کارولینا ډیموکراټ استازي «پرسټون بروکس» د سنا په منځ کې سامنر په لکړه د مرګ تر حده وواهه. علت دا و چې سامنر «د کانزاس پر وړاندې جنایت» په نامه د غلامۍ ضد وینا وکړه. په دې وینا کې یې د دغه سناتور خپلوان او د سويلي کارولینا استازی «انډو باټلر» د غلامۍ دلال وباله، د باټلر پر خبرو یې ملنډې ووهلې او نور داسې شخصي سپکاوی یې ورته وکړ چې د باټلر اخلاق، ځیرکي او وطندوستي یې په کې سپکه کړه. دغه پېښه چې په پراخه کچه رسنیزه شوې وه، له امله یې سامنر کلک ټپي شو او د دواړو د مشهورېدو لامل هم شوه. سامنر څو کاله وروسته بیا سنا ته را وګرځېد. ماساچوسټ ایالت نه یوازې دا چې د سامنر ځای په بل چا ډک نهکړ، بلکې بیاځلي یې انتخاب کړ او د ده مېز یې په سنا کې د دغې پېښې د یادګار په توګه خالي پرېښود. دغې پېښې د هېواد په قطبي کېدو کې پوره مرسته وکړه، چې پایله یې کورنۍ جګړه وه.[1][2]