هينري پواينکری
From Wikipedia, the free encyclopedia
جولس هينري پواینکری (۲۹ اپريل، ۱۸۵۴ز – ۱۷ جولای، ۱۹۱۲ز) يو امريکايي رياضي پوه، نظرياتي فزيک پوه، انجنير او ساينسي فيلسوف و. ډېر ځله د ټولپوهاند په توګه هم معرفي کېږي او په رياضياتو کې د «وروستي نړۍ شمول» په نوم پېژندل کېږي، دا ځکه چې هغه په ټولو هغو ډګرونو کې ځلېدلی و، کوم چې د هغه په ژوند کې وو.[4][5][6][7]
هينري پواينکری | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | پاريس [1] |
استوګنځای | فرانسه |
تابعیت | فرانسه [2] |
واک | |
عملي ژوند | |
تعلیم | پاریس پوهنتون |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر [3] |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | مېچپوهنه ، شمېرپوهنه ، ميخانيک ، فلسفه |
کار ورکوونکی | پاریس پوهنتون |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د فرانسې او پروس جګړه |
لاسليک | |
سمول |
د يوه رياضي پوه او فزيک پوه په توګه، هغه له سوچه او عملي رياضياتو، رياضياتي فیزيک او اسماني میخانيکونو سره اصلي بنسټيزه مرسته وکړه. د درې-جسمه ستونزې په اړه د هغه په څېړنه کې، پواينکری لومړی هغه څوک وګرځېد، چې له ګډوډۍ سره مخامخ د قطعيت (حتمي) نظام يې کشف کړ، کوم چې د ګډوډۍ د اوسني اند بنسټ کېښود. هغه د «ټوپولوژۍ» (ځای پېژندنې/نقشه جوړول) د ډګر د بنسټ اېښودونکو له ډلې بلل کېږي.[8]
پواينکری د بېلا بېلو بدلونونو له مخې، د فزيک د قوانينو د ثبات پر لور د پام اړولو اهميت روښانه کړ، لومړی هغه څوک و چې «لورينز ټرانسفارميشنز» (په رياضي کې هغه عمل چې د همغږي نظام د محورونو لوري او موقعيت ته بدلون ورکوي) يې په خپلو متناسبو بڼو کې وړاندې کړل. پواينکری پاتې نسبيتي چټکتيا بدلونونه کشف کړل او په ۱۹۰۵ز کال کې يې «هينډريک لورينټز» ته په استولي يوه ليک کې ثبت کړل. په دې توګه هغه د «ماکسويل» د ټولو معادلو مناسب «ثبات» تر لاسه کړ، دا د ځانګړي نسبت د نظر د فارمول جوړولو په برخه کې يو مهم ګام و. په ۱۹۰۵ز کال کې، پواينکری په لومړي ځل د جاذبې قوې د څپو وړاندیز وکړ (ondes gravifiques) چې له يو جسم نه راوځي او د رڼا په چټکتیا خپرېږي، لکه چې د «لورينتز بدلون» يې غوښتنه کوي.
د پواينکر ګروپ، کوم چې په فزيک او رياضياتو کې کارول کېږی، د هغه په وياړ نوم ورکړل شوی دی.
د شلمې پېړۍ په لومړيو کې، هغه د پواينکری اټکل جوړ کړ، کوم چې د وخت په تېرېدو سره په رياضياتو کې يو له مشهورو نا حل شويو ستونزو وګرځېد، تر دې چې په ۲۰۰۲-۲۰۰۳ز کال کې د «ګريګوري پيرلمين» له خوا حل شو.