ميهېل کوګالنيسيانيو
From Wikipedia, the free encyclopedia
ميهېل کوګالنيسيانيو د ميهېل کوګالنيسيانيو، مايکل ډي کوګالنيچن په نوم هم يادېږي، چې د ژوند موده يې د ۱۸۱۷ ز کال د سپټمبر له ۶ څخه د ۱۸۹۱ ز کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې وه. نوموړی د رومانيا د ليبرال دولتي چارو پوه، وکيل، تاريخپوه او ورځپاڼه ليکونکی و، چې د ډومنېټور الکساندريا لون کيوزا (Domnitor Alexandru Ioan Cuza) تر مشرۍ لاندې د دانيوب د شهزاده تر واک لاندې سيمو د ۱۸۵۹ ز کال له اتحاديې څخه وروسته د ۱۸۶۳ ز کال د اکتوبر پر ۱۱ نېته د رومانيا لومړی وزير شو او وروسته يې د لومړي کارل “Carol I” تر مشرۍ لاندې د باندنيو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه د کيوزا او کارول تر مشرۍ لاندې څو ځله د کورنيو چارو وزير و. د خپلې دورې له خورا نفوذ لرونکو روښانفکرانو څخه و. کوګالنيسيانيو د خپل ژوند د ډېرې مودې لپاره د منځلاري ليبرال يا خپلواکي غوښتونکي بهير تر څنګ د شهزاده ميهېل سټورډزا “Prince Mihail Sturdza” د ياور په توګه خپل سياسي مسلک پيل کړ. په داسې حال کې چې د “Iasi” نندارځي د مشر په توګه يې خدمت کاوه او له شاعر واسيل الکساندري “Vasile Alecsandri” او فعال ايون ګيکا “Ion Ghica” سره يې په ګډه ډېرې خپرونې خپرولې. د “Dacia Literara” په نوم د لوړ نفوذ لرونکې مجلې له مديريت کولو او “Academia Mihaileana” کې د پروفيسور په توګه له خدمت وروسته د ۱۸۴۳ ز کال د خپلې رومانتيک ملتپالنې د پرانېستې وينا پر سر له چارواکو سره په شخړه کې ښکېل شو. نوموړی د ۱۸۴۸ ز کال مالداويايي نيمګړي يا شنډ اوښتون “1848 Moldavian revolution” ايډيالوګ و او د “Dorințele partidei naționale din Moldova” په نوم خپل اصلي سند يې تاليف کړ.
ميهېل کوګالنيسيانيو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۶ سپټمبر ۱۸۱۷ |
مړینه | 1 جولای 1891 (74 کاله) پاريس [1] |
هديره | رومانیا |
تابعیت | د رومانیا پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
کوګالنيسيانيو د کريميا له کورنۍ جګړې (۱۸۵۳ – ۱۸۵۶) څخه وروسته له شهزاده ګرېګوري الکساندريو ګيکا Grigore Alexandru Ghica سره يو ځای د روما “Roma” غلامۍ له منځه وړلو په موخه د قانون د مسودې ليکلو دنده پر غاړه درلوده. له الکساندري “Alecsandri” سره په ګډه يې د “Steaua Dunarii” په نوم اتحادپلوې مجله کره يا مديريت کړه، د “ad hoc Divan” لپاره يې د ټاکنو پر مهال د پام وړ ونډه ولوبوله او په برياليتوب سره يې د کيوزا “Cuza” تخت يا پاچاهۍ ته وده ورکړه. د يادونې وړ ده چې کيوزا د کوګالنيسيانيو د ژوند ملګری و. کوګالنيسيانيو د دوديزو رتبو او سرليکونو يا وړ نومونو او د عيسوي روحانيونو د اوستوګنځايونو (خانقاه يا صومعو) د ملکيت د خوندي کولو په موخه د قوانينو تصويب ته وده ورکړه. د ځمکې په سمون “Land reform” کې د نوموړي هڅو د “censure vote” پايله درلوده او د دې لامل شو، چې کيوزا يې د ۱۸۶۴ ز کال په مې کې د يوې کودتا له لارې پلې کړي. که څه هم کوګالنيسيانيو په ۱۸۶۵ ز کال له پاچا سره له خپلو شخړو څخه وروسته له دندې څخه لاس واخېست.
نوموړي يوه پېړۍ وروسته مخکې له دې چې د روسيې او ترکيې تر منځ له ۱۸۷۷ څخه تر ۱۸۷۸ ز کال پورې جګړې ته د رومانيا د ننوتلو پرېکړه کې مهمه ونډه ولوبوي، د خپلواکي غوښتونکي ملي ګوند “National Liberal Party” په جوړولو کې يې مرسته وکړه. په ياده جګړه کې د رومنيا د ښکېل کېدلو غوراوي د هېواد خپلواکي سپېڅلې کړه. کوګالنيسيانيو د شمالي ډوبروجا “Northern Dobruja” سيمې په لاس ته راوړنه او وروسته يې استعمار کې هم لوی لاس درلود. نوموړی د خپلو وروستيو کالونو پر مهال د رومانيا اکاډمۍ “Romanian Academy” نامتو غړی او یو وخت ولسمشر و او د لنډې مودې لپاره يې فرانسې لپاره د رومانيا د استازي په توګه هم خدمت وکړ.