موریسن وېټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
موریسن ریمیک "مات" وېټ [په انګلیسي: Morrison Remick "Mott" Waite ] (د ۱۸۱۶ز کال د نومبر ۲۹ – د ۱۸۸۸ز کال د مارچ۲۳) د اوهایو سره تړاو لرونکی مدافع وکیل، قاضي او سیاستوال و. هغه د متحده ایالاتو د اووم قاضي القضات په توګه له ۱۸۷۴ز کال څخه تر ۱۸۸۸ز کال د هغه تر مړینې پورې دنده ترسره کړه. د هغه د واک په دوره کې، د وېټ محکمې د بیا رغونې په دوره کې د ازادو شوو غلامانو د حقونو د پراختیا او د سپین پوستو-واک غوښتونکو ډلو لکه د کو کلوکس کلېن ډله، له بریدونو څخه د هغوی د ژغورلو په پار، د نافذه قوانینو او تعدیلاتو اړوند، د فدرالي واک محدود تعبیر وکړ.
موریسن وېټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | واشنګټن ډي سي |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
وېټ چې د کنیکټیکټ په لایم کې زېږېدلی و، له یېل پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته یې، د اوهایو په ټولیډو کې د وکالت په برخه کې کار پیل کړ. د وېګ ګوند د غړي په توګه هغه د اوهایو د مشرانو جرګې (سنا) ټاکنې وګټلې. هغه چې د غلامۍ مخالف و، د اوهایو د جمهوري غوښتونکي ګوند په رامنځته کولو کې یې مرسته وکړه. هغه د الاباما د خسارې جبران غوښتنه کې د وکیل په توګه دنده ترسره کړه او د اوهایو د ۱۸۷۳ز کال د اساسي قانون کنوانسیون ریاست یې وکړ.
د ۱۸۷۳ز کال په مې کې د قاضي القضات سالمون پ. چېس تر مرګ وروسته ولسمشر یولیسیس س. ګرانټ د چېس د ځای ناستې د پیدا کولو لپاره ډېره موده تلاش وکړ. د کورنیو چارو وزیر کولمبوس ډیلېنو په ملاتړ، ولسمشر ګرانټ د ۱۸۷۴ز کال په جنوري میاشت کې وېټ نوماند کړ. د نسبتاً لږ-پېژندل شوي وېټ نوماندي ځینو مهمو سیاستوالو سطحي وګڼله خو مشرانو جرګې په اکثریت رایو وېټ تایید کړ او هغه د ۱۸۷۴ز کال په مارچ کې په څوکۍ کښېناست. که څه هم ځینې د هغه د نوماندېدو غوښتونکي وو، خو هغه د ۱۸۷۶ز کال ولسمشریزو ټاکنو ته په دې دلیل و نه درېده چې، ستره محکمه باید یوازې د لوړو رتبو د ترلاسه کولو لپاره زینه و نه ګرځول شي. هغه په ۱۸۸۸ز کې د سږو ناروغۍ له کبله تر مړینې پورې په ستره محکمه کې دنده ترسره کړه.
وېټ په ستره محکمه کې د یو مهم ذهني ځواک په توګه نه، بلکې د یو قدرمن مدیر او پخلاکوونکي په توګه پېژندل کېده. هغه د فدرالي او ایالاتي ځواک ترمنځ د توازن په لټه کې و او د بيا رغونې سمونونو (اصلاحاتو)- د مختصرې شرحې په پار د نورو قاضيانو سره یوځای شو. د الینایز پر وړاندې د مُن په قضیه کې د هغه ډېرو رسمي قضاوتونو د غَلو امبارونو او رېل-پټلیو په اړه د دولتي مقرراتو تایید کاوه او د دولتي مقرراتو په اړه یې د اساسي قانون پوهاوی اغېزمن کړ. هغه همدارنګه په امریکا کې د ګډ شخصیت قانونی مفهوم رامنځته کړ. یوازې د مدني حقونو په قضیو کې هغه د یو اکثریت پلوی شو چې د ۱۸۷۵ز کال د مدني حقونو تصویب شوی قانون را وپرځوي، چې د دغې لایحې په بنسټ، په عامه خدماتو کې نا-برابري او تبعیض منع شوی و، چې د ۱۹۶۴ز کال د مدني حقونو د لایحې تر تصویب کېدو پورې یې جبران و نشو. [1]